•   خوږی خبری (۳۸)

وړی جنۍ؛ خرماوی د خپل ارباب په وړاندی کښیښودلې. بادار خرماؤو ته نظر وکړ، او بیا یی په غصی سره جنۍ ته وکتل، هغې خپل سر ځوړند کړ، ناڅاپه د بادار چیغې د هغې په غوږونو انګازې وکړې. دا څه ډول خرما دی، چی دی پلورلې دی؟ ژر لاړه شه، دا خرماوی بیرته ورکړه، او پیسی یی راوړه.

د جنۍ لاسونه ولړزیدل او کوچنئ زړه یی مات شو، د خرماؤو سبد یی را واخیست او رهې شوه، او په لاره کی یی له ځانه سره فکر کاوه؛ چی ګواکی د خرما پلورونکی زړه ورباندی وسوځی، او خرماوی بیرته واخلی. خو هر کله چی د هغه قهرجنه څیره ور په یادیده، سخته نا هیلی کیدله. جنۍ د خرما د بیرته ورکولو لپاره له ځانه سره دعا کوله، او له متعال خدای څخه یی مرسته غوښتله.

هغه د کوڅو له کږو وږو لارو څخه تیره شوه، او بازار ته ورسیده. جنۍ هغه خبری چی یی غوښتل خرما پلورونکی ته وکړی، څو ځلې له ځانه سره تکراری کړې، او د خرما پلورونکی د دوکان په نږدیو کی یی ګامونه لا لنډ او ورو شول، د دوکان

مخې ته ودریده، او د هغه دننی ته یی وکتل. خرما پلورونکی سړی له یو بل چا سره خبری کولې، جنۍ د خپل تندی خولې له خپل لسټونې سره پاکی کړې، څو ګامونه مخته لاړه او سلام یی وکړ. خرما پلورونکی سړی د جنۍ د آواز په اوریدو سره خپل مخ واړاوه، او هغې ته یی وکتل. جنۍ؛ ځانته د خرما پلورونکی د قهرجنی کتنې احساس وکړ. خرما پلورونکی وویل: څه غواړی؟

جنکۍ ځواب ورکړ: وبخښئ آغاـ زما بادار دا خرماوی خوښی نه کړې، او ویی ویل؛ چی بیرته یی در وړم.

خرما پلورونکی؛ د دې خبرې په اوریدو سره لا زیات غصه شو، او آواز یی په جنۍ ډیر بد اغیز وشینده، هغه وویل: خوښ یی نه شو؛ یعنی څه؟ زه؛ دا خرماوی بیرته نه اخلم. ستا ارباب باید خپله راتلای او ښې خرماوی یی اخیستلای. جنۍ نه پوهیده چی څه ځواب ورکړی، هر ډول چی ؤ باید خرماوی یی بیرته ورکړی وای. بیا یی زارۍ وکړې او ویی ویل: آغا جانه! له تا څخه هیله کوم چی دا خرماوی بیرته واخله. که زه بیا هم له دغو خرماؤو سره کورته لاړ شمه، زما بادار به می وډبوی. خرما پلورونکی خپل آواز لا اوچت کړ، او ویی ویل: دا چاری په ما پوری اړه نه لری، اول دی له ما څخه خرما نه وای اخیستی. که

تر شپې پوری زارۍ وکړی، کومه ګټه نه لری. زه لاړه شه؛ پلورل شوی خرما بیرته نه اخیستلی کیږی.

جنۍ؛ د خرما پلورونکی د خبرو په اوریدو سره ډیره نا هیلې شوه. دوه ګامه شاته لاړه، په یوه ګوښه کی کیناسته او خپل سر یی په ډنګرو ځنګنو کیښود؛ بیا یی وژړله. په همدی مهال یی احساس وکړ؛ چی د یو چا سایه د هغې په سر لویدلې ده. خپل سر یی پورته کړ او سترګی یی د یو سړی په څیرې ولګیدلی. هغه جذابه او مهربانه څیره درلوده، او د کتو ډول یی له محبت څخه ډک ؤ. د هغه سړی په لیدو سره د جنۍ په زړه کی د هیلې بڅرکې پیدا شوې. سړی وویل: لوری! څه در باندی شوی او ولی ژاړی؟

جنۍ؛ د خپل لاس په اشارې سره هغه دوکان وښود، او ویی ویل: هغه سړئ؛ دغه خرماوی چی ما ورڅخه را نیولی دی، بیرته نه اخلی. زما بادار دا خرماوی نه خوښوی. مهربان سړی؛ د خرماؤو سبد د جنۍ له لاسه را واخیست، او د خرما پلورونکی د دوکان خواته لاړ، بیا یی خرما پلورونکی ته وویل: ای سړیه! دا نجلۍ کومه ګناه نه ده کړې- خرماوی واخله او پیسی یی بیرته ورکړه.

خرما پلورونکی؛ د هغه سړی په لیدو سره په غصه شو،

او په لوړ آواز یی ویل: دا په تا پوری هیڅ اړه نه لری، ولی د خلګو په کارونو دخالت کوی؟ ښه ده خپله لاره ونیسی او لاړ شی.

لارویان؛ او یو شمیر دوکانداران، چی د خرما پلورونکی ژغ واورید، د هغه د دوکان خواته لاړل. زیاترو کسانو؛ هغه مهربان سړئ وپیژاند او هغه ته یی احترام وکړ. په همدی مهال؛ یو سړی د خلګو له ټول څخه خرما پلورونکی ته وویل: چوپ شه! ته دا سړئ نه پیژنی؟ هغه امیر المؤمنین( علی ع ) دئ. د علی د نوم په اوریدو سره، خرما پلورنکئ هک حیران شو او وویرید. نه پوهیده چی څه وکړی، او څه ووایی.

خرما پلورونکی په وار خطایۍ او تړتړلۍ ژبی سره، له حضرت علی ع څخه وغوښتل، چی ویی بخښی او بد کړچار یی له یاده وباسی.

حضرت علی ع، هرکله چی یی د خرما پلورونکی په څیره کی د پښیمانۍ نښی ولیدلې، ورته ویی وویل: که خپله تګ لاره او اخلاق بدل کړی بخښم دی، او له تا راضی کیږم.

پدی توګه؛ خرما پلورونکی د جنۍ پیسی بیرته ورکړې، او خپلې خرماوی بیرته واخیستلې. د حضرت علی ع مهربانۍ، د جنۍ په کوچنۍ زړه کی ځای ونیو، او هغې د خدای د لطف

او مرحمت په خاطر شکر ادا کړ.

د اسلام ګران پیغمبر، حضرت محمد ص فرمایی:« خدای هغه بنده دوست لری، چی د پیلرلو او پلورلو، او پیسی اخیستلو او پیسی ورکولو په وخت، آسان چلن وکړی ».

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Jun 26, 2018 15:29 Asia/Kabul
کمنټونه