• دلویدیځ تر چترۍ لاندې ترهه ګری

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو د خپرونې په دې شیبو کې د چنګاښ د میاشتې د اوه مې نیټې دبوږنونکی ترهه ګرې پیښې په مناسبت د :ترهه ګری،دلویدیځی ملاتړپه پوښښ سره :نومې مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

دوستانو  ترهه ګری  یوه نړیواله بلا ده  او هیڅ پوله او حدود نه پیژنی . په وروستۍ یوې لسیزې کې په سیمې او درستې نړۍ کې  دترهه ګرۍ په پراختیا سره،د ترهه ګرۍ  د پنځیدا  د زمینو له  وچولو  او په ټولو  بڼو کې  له ترهه ګرۍ سره د مقابلې ضرورت مطرح شوی دی .

        دایران ملت او دفلسطین دمظلوم ملت  پشمول د نړۍ نور ملتونه ، البته کلونه کیږی،چې  دلویدیځ او داسرائیلو په څیر دجنایتکارو رژیمونو دملاتړ کیدونکی ترهه ګرۍ  قربانی شوی دی . 

  ایران داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ،دترهه  ګرو دسیسو  له پراخې څپې سره مخامخ شوی،چې دترهه ګرۍدڅه دپاسه اولس زره قربانیانوثبتیدا ، د دغه تراخۀ واقعیّت یو سند دی .  دمنافقینو  دترهه ګرې ډلګۍ  عناصرو له ۱۹۷۹ کاله رانیولې تر ۱۹۸۱  کال پورې په  په مودې کې داسلامی انقلاب  یو شمیر مسئولان،ماموران،او  دخلکو بیلابیلې پرګنې ترور کړې .

 د ایران د اسلامی جمهوریت په کال هینداره کې  په دغو موردونو کې داسې ډیرې تراخې پیښې  ثبت شوی دی ، چې  ښئ  ایران  دترهه ګرۍ یو خورا ستر قربانی دی  .

       د جون له  اوه ویشتمې  دجولائی تر دریمې پورې نیټه ،یعنی د  چنګاښ د میاشتې  له شپږمې تر یولسمې  پورې نیټه ، په دې زمینې  کې   دترهه ګرۍ د بوږنونکو پیښو یو دردناک پړاؤ دی .په دغه وخت کې دایران د اسلامی جمهوریت د لوړپوړوچارواکوپه ضد دمنافقینو دترهه ګرې ډلګۍ   د اقداماتو  لړۍ  خپل اوج ته رسیدلې .  د ۱۳۶۰ لمریز کال  دچنګاښ یا سرطاان  د میاشتې  په شپږمه نیټه ،حضرت آیت ا.... خامنه ای  دتهران په ابوذر  جومات کې  د وینا په وخت   ترهه ګرو په نښه کړ . له دغې پیښې وروسته ،  په سبا یعنی د ۱۳۶۰لمریز کال د چنګاښ   د میاشتې په اوه نیټه ، په زورورې  چاودنې سره، چې  د ایران د اسلامی جمهوریت د تاریخ  یوه خورا ستره ترهه ګره  پیښه ده ،  ترهه ګر عملیات،یوې نوی مرحلې ته  وارد شول .  په دغې ورځې   په تهران کې  د جمهوری اسلامی ګوند دغونډو په هال کې د یوه زورور بم په بوږنونکی چاودنې کې د هیواد د وخت قاضی القضات یعنی د سترې محکمې  مشر قاضی  آیت ا... سید محمد حسین بهشتی،له څلور وزیرانو،دولس مرستیال وزیرانو او د پارلیمان  دکابو دیرشو استازو پشمول  دهیواد  له دوه اویاؤ  کسانو سره یو ځای  دمنافقانو  په لاس په بم چاودنې کې  شهیدشو .

څو میاشتې وروسته ،د  همدغه کال یعنی د  ۱۹۸۱کال د  اګست په نهه د یرشمه نیټه  یعنی د  ۱۳۶۰لمریز کال د  وږی  یا سبنلې  دمیاشتې  په اتمه نیټه  د اسلامی ایران د  وخت ولسمشر محمدعلی رجائی او لومړی وزیر محمد جواد باهنر په یوې بلې ترهه ګرې چاودنې کې شهیدان شول .

    امریکا او ځینی اروپائی هیوادونه سره له دې چې  پوهیدل،د دغې ترهه ګره ډلګۍلاسونه،د زرګونو بې ګناه انسانانو په وینوککړ دی،خوکله چې منافقین له ایرانه وتښتیدل،نو د دوی تر چترۍ  اوملاتړ لاندې شول .منافقین تر یوې مودې پورې په فرانسې کې دیره  شول او   دایران په ضد دتپلی جنګ په پیلیدا سره  عراق  ته لاړل  څو دایران په ضد د دښمن  په تیریو کې ورسره ملګرتیا وکړی .په  عراق  دامریکاله حملې او  دصدام رژیم له نسکوریدا وروسته  امریکا او اروپائی هیوادونو ،د دغې ترهه ګرې ډلګۍ  عناصروڅخه  بشبړملاتړ ته دوام ورکړ او د لویدیځوالو په ملاتړ سره،آلبانیا ته منتقل شول، څو  خپلو  فعالیتونو ته په آزاد ډول دوام ورکړی . 

 لویدیځی چارواکی چې ځانونه،له ترهه ګرۍسره دمبارزې بیرغوال هم معرفی کوی ،مدعی دی ، چې  له  ترهه ګرو ډلو ملاتړ نه کوی ،خو پوښتنه داده چې  ولې فرانسه  د دغې ترهه ګرې ډلګۍ  د ناستو اوغونډو کوربه ده . ؟

              دامریکا او فرانسې په څیر  دهیوادونو موخه ، دانسان دوستۍ کړنې  او یا له ترهه ګرۍ سره مبارزه نه ده ،په حقیقت کې  هرچرته ئې چې  ګټې ورته اجازت ورکوی ،له ترهه ګرۍ سره مبارزه کوی او  یا دا چې  له ترهه ګرۍ دخپلو ګټو لپاره ناوړه استفاده کوی . له بده مرغه   ډیرې پیښې او غمیزې  چې  هره ورځ    له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه دنړۍ په ګوټ ګوټ کې  پیښیږی ،  له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې  په پوښښ سره  د سیاسی موخو پټیدا او  د همدغه دوه ګوڼی کړچار  نتیجې دی .

په حقیقت کې شک نشته چې   له ترهه ګرۍ د امریکا ملاتړ،په سیمې کې د لاسوهنې  او اسلامی  ایران ته د ګوزار ورکولو لپاره  د  واشنګټن دسټراټژۍ یوه برخه ده .

 دشمالی  افریقا اولویدیځ   دچارو یوکارپیژاندی،جعفر قنادباشی په دې  باب وائی،دمنافقینو له هغې ترهه ګرې ډ لګۍد امریکا اوځینو اروپائی هیوادونو ملاتړ،چې  یوه پیژندل شوی ترهه ګره ډ لګۍ ده،په ایران کې له ترهه ګرۍ د لویدیځ  دملاتړ  یو  څرګند مصداق دی . 

 = دغه خوځښتونه  نن سبا هم  د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په ملاتړ سره  تعقیبیږی .امریکا عمومی افکارو ته په دوکه ورکونکو  او په ښې اوبدې ترهه ګرۍ  د ویشلو په استدلالونو سره،له ترهه ګرو یوه  آوزاری استفاده کوی او  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په ځای،هرکال  دهغو ډلو یو لیسټ چې،پخپله ئې  ترهه ګرنوموی،خپروی  او نور،له ترهه  ګرۍ په ملاتړ تورنوی .

  هماغه ډول چې  داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  د  چنګاښ د میاشتې د اوه مې غمیزې د شهیدانو  له کورنیو سره په کتنې کې  فرمائیلی دی ،دغه دوه ګوڼه چلند داسې دی ، چې  هغه کسان چې  په ایران کې  ئې ترهه ګر جنایتونه کړی دی ،اوس  په امریکا اواروپا کې په آزادۍ سره فعالیتونه کوی او  د دغو هیوادونوله مشرانو  او مسئولانو سره هم لیده کاته کوی  اوحتی د  هغوی لپاره  دبشری حقوقو په نامې سره  غونډې او سیمنارونه  هم جوړول کیږی . :::

 داسلامی انقلاب معظم لارښود،  دا موضوع  د امریکا او اروپائی هیوادونو لپاره  یوه ستره رسوائی ګڼی او فرمائی ؛ د غه  ترهه ګره ډلګۍ هغه کسان دی  چې د خلکو او حتی له  اسلامه   د دفاع په  ادعاګانو سره   د ایران  د ملت  مبارزو ته وارد شول .خو په دوام کې  د چنګاښ دمیاشتې د اوه مې نیټې  د غمیزې  او دعامو خلکو  د ترور په څیر  جنایتونو ته ئې مخه کړه  او په نهایت کې  د صدام په څیر د  کسانو ترڅنګ  ودریدل  او  اوس هم د امریکا ترملاتړ لاندې په آزادۍ سره  خپلو فعالیتونو او جنایتونو ته دوام ورکوی .

 همداراز د  د هابیلیّان فاؤنډیشن   عمومی منشی جواد هاشمی نژاد  له ترهه ګرو ډ لو د لویدیځ  ملاتړونو ته په اشارې سره  وائی ،دمنافقینو  د ترهه ګرې ډلګۍ عناصرو  په عراق کې  له خپل شتون وروسته ، اوس  څیرې بدلې کړی دی څو  د دیموکراسۍ  د غوښتنې  ادعاګانې ولرل شی .

  د هغه وخت دترهه ګرو پیښو لړۍ ، په حقیقت کې   داسلامی ایران  د اسلامی انقلاب  نوی لګیدلی نیالګی  ته د ګوزار  د ورکولو لپاره  د نړیوال استکبار له خوا د منظم شوی  بهیر یوه برخه  وه،او دغه سپیر هدف،هماغه راز په بیلابیلو رودو سره تعقیبیږی .

         دوستانو د تیرو څلورو لسیزو  د ترهه ګرو پیښو تراخې تجروبې  ښئ  چې  ملګری ملتونه په تیره بیا امنیت شورا،په دې زمینې کې  یو شفاف سیاست  وړاندې کړی . یو داسې سیاست  چې  له ترهه ګرۍ سره دمقابلې  یوې ګډې ارادې او   نړیوال امنیت ته درسیدا لپاره  دیوې ډاډمنې لارې په توګه ونومول شی .

 د امریکایوغوره شناندی اونظریه وړاندې کونکی  نوام چامسکی،امریکااو  د دغه هیواد متحدان   دترهه ګرو حملو عاملان ګڼی . هغه  د دغې پوښتنې په مطرح کولو سره  چې آیا  د امریکا موخه د ترهه ګرۍ هڅول او یا  د دغې سپیرې بلاختمول دی ؟،وائی،که غواړئ  ترهه ګری ختمه کړئ،نو باید لومړنۍ وپوښتل شی،چې ولې ترهه ګری رامینځة شوې ده .؟اصلی دلیلونه ئې څه  وو ؟ او  دهغو لاژورې ریښې څه وې ؟ او وروسته باید هڅه وکړئ  د دغو پوښتنو ځوابونه ووائۍ . 

 دامریکا د استخباراتی چارو کارپیژاندو  د ۲۰۱۷کال د دسمبر په شپږویشتمه نیټه   د دغه هیواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته  په یوه لیک کې  د هغه د حکومت  د هغوڅرګندونو په نسبت،چې ایران د ترهه ګرۍ اصلی ملاتړی ګڼی،  د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی دی،نن سبا دترهه ګرۍ ملاتړی  ایران نه بلکې   عربستان دی  او د امریکا  حکومت  پخپله  دایران په ضد د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ  دملاتړ  مخینه لری .

 حقیقت د ا دی چې  سلطه ګر قدرتونه   له ترهه ګرۍ  په استفادې سره ، نارواؤ موخو ته په رسیدا پسې دی  او په همدې علت  ئې ،  دخپلې لیدتوګې په اساس، ترهه ګر،په دوو ډلو یعنی په بدو اوښو ترهه ګرو ویشلی دی ،څو  له دغو جنایتکارو څخه ملاتړ او ورځینی په آوزاری استفادې سره،په هیوادونو کې  دخپلو سیاستونو اولاسوهنو  مرحلې ته واردیدلی شی .د منافقینو  ترهه ګره ډلګۍ یوه هغه ترهه ګره  ډلګۍ ده چې  د څه دپاسه  دولس زره  بې ګناه  انسانانو  دترور لامل  شوی  ده . په وروستیوکلونو کې  دمنافقینو ترهه  ګره ډلګۍ او نوروترهه ګرو تکفیری  ډلو  په همداوروستیو څوکلونوکې  دامریکا او سعودی عربستان  په  مالی او پوځی  بشبړملاتړونو  سره،دسیمې په هیوادونو کې داسې ډیر زیات بوږنونکی  جنایتونه کړی دی چې  انسانیّت ترې شرمیږی .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه

Jun 26, 2018 16:20 Asia/Kabul
کمنټونه