• د ایران اسلامی انقلاب او د ټولنیزو علومو  نظریی (۴)

د نړۍ له نورو سترو انقلابونو سره د اسلامی انقلاب یو بل توپیر، د ایران د اسلامی انقلاب په ذات کی د عدالت غوښتنی شتوالئ دئ. د ایران د اسلامی انقلاب د عدالت غوښتنی خصوصیت، د هغه په مذهبی ماهیت کی ریښه لری.

د پوهنتون استاد« پیروز مجتهد زاده » پدې اړه وایی:« عدالت ته د ایرانیانو ګروهنې، د اسلام او د شیعه مذهب په راتلو سره نوې سا واخیستله، او اصلاً له دغه مذهب سره د ایرانیانو د ګروهنې یو دلیل؛ همدغه د هغوی د عدالت ګروهنې روحیه وه».

عدالت؛ داسی یو مفهوم دئ، چی حقیقت یی د انسان په الهی خټه

کی ریښه لری. هر څوک پخپل روښانه ضمیر کی عدالت غواړئ دئ، او تل د عدالت تنده لری، او په عملی ژوند کی د هغه مصداقونه او موارد منی. بیله شکه؛ د عدالت اجرا کیدل د انسانی کرامت د پرځایښت اصلی زمینه، او د تاریخ په اوږدو کی د مظلومو انسانانو پخوانۍ هیله او آرمان پاتی شوی دی. له همدی کبله؛ د عدالت اجرا کیدل د الهی پیغمبرانو د حرکت او اقدام بنسټ دئ. اسلام هم؛ د عدل او اعتدال مکتب دئ، او اسلامی امت د وسط او منځنی امت په توګه معرفی شوئ دئ، تر څو د نورو امتونو لپاره شاهد او معیار وی.

د ایران اسلامی انقلاب هم، چی له اسلامی سوچه تعلیماتو څخه یی سرچینه اخیستې ده، خپل یو اصلی آرمان؛ عدالت غوښتنه ټاکلې ده. د ایران د اسلامی انقلاب معمار او بنسټګر،«امام خمینی ره»، د ایران د اسلامی انقلاب یو هدف، د قسط او عدل رامنځته کول؛ خصوصی او ټولنیز عدالت ته پراختیا ورکول؛ له ظلم او ستم څخه مخنیوئ کول؛ د قانونی حکومت جوړول او د قسط او عدل د معیار په اساس، د قوانینو اجرا کول بولی. پدې اړه؛ امام خمینی ره، د عدالت ټولنیز او اقتصادی مصداقونه بیانوی، او له محرومو او بی وسو پرګنو څخه د ملاتړ او پلوی کولو، د بی وزلو لپاره د خدمت کولو، د محرومانو وضعیت ته د رسیدګۍ کولو، او د ستمګرانو له جوغ څخه د هغوی د ژغورلو، او د مسکینۍ او طبقاتی واټنونو د له منځه وړلو، د عدالت د پلی کولو او خپلو حقه حقوقو ته د محرومانو د رسیدو په شان چاری، د نظر وړ ګامونو له جملی څخه ګنل شوی دی.

د ټولنیزې فلسفې په توګه د عدالت په بیانولو کی، د امام خمینی ره ژوری او اساسی مفکوری، د اسلامی انقلاب د حرکت د بدلیدو سبب شوې. امام وکړای شول؛«عدالت» د یو واکمن اصل او ایډیا په بڼه، د انقلاب د نورو ایډیاؤو په منځ کی، چی د قرآنکریم او د اسلام د اصلی کلتور غوښتنه وه، د خلګو ترمنځ معرفی کړی. امام خمینی ره، د هغې ایډیا او مفکوری را منځته کونکئ ؤو، چی پخپل ټول نوی توب سره یی، د اجرا کیدو؛ تعریف او پراختیا موندنې له نظره، په اسلامی او شیعی پخوانیو معارفو کی ریښه  درلوده. دوی؛ د عدالت مفهوم ته ایډیالوجیکی اړخ او بڼه ور بخښله، چی د نورو سیاسی او ټولنیزو ایډیاؤو د آرمانی؛ انسانی او انقلابی آرمانونو ځلا وه؛ په بله وینا، د انقلاب د ایډیالونو او آرمانونو په مرکز کی،«عدالت» د لا لوړ او اوچت آرمان په توګه مطرح شو، چی د مفهوم او محتوا په بډای توب کی یی، د انسان

د ژوندانه ټول اړخونه او زمینی شاملیدلې، او د شهید استاد «مطهری» له قوله، اسلامی انقلاب ته یی عدالت غواړی ماهیت ور باخښه؛ داسی عدالت چی د اسلام په سیوری کی د انقلاب د بریالیتوب لازم شرط ؤ، هماغه ډول چی خپلواکې او آزادې د اسلام په رڼا کی کی وه، او د اسلام له شناخت څخه پرته؛ نه په اسلامی انقلاب باندی پوهیدل ممکن ؤو، او نه د هغه د ایډیالونو پیژندل.

په نړیوال ډګر کی د ایران د اسلامی انقلاب د عدالت غوښتنی یوه ځانګړنه، په بین المللی ډګر کی د شته نا برابرۍ او غیر عادلانه وضعی ردول دی؛ چی په کلکه د سترو قدرتونو په ګټه، او د وړو هیوادونو په زیان ده. د ایران اسلامی انقلاب؛ په بین المللی نظام کی د خپل عدالت غواړی ایډیا د لمنی په پراخولو سره، د هغو ایډیاؤو د تقویی سبب شو، چی نړیوال ثبات؛ د اوسنی بین المللی له تبعیض څخه ډک جوړښت په ساتلو کی نه وینی،  بلکه د هغه په تغییر او بدلون کی بولی، داسی یو بدلون چی پکی د یو با ثباته او برابر بین المللی نظام په دننه کی، د ټولو دولتونو د رول لوبونی امکان چمتو شی. د امام خمینی له نظره، ترڅو پوری چی نړیوال عدالت ټینګ نه شی، د نړیوالې پایداری سولې

په هکله خبری کول، بی ځایه او نادرسته خبره ده.

امام خمینی؛ د اسلامی انقلاب د معمار په توګه، تل د لویدیځ د مفکوری په اصولو، او د سلطه غواړو په کیمپ کی د عدالت د اصل په نشتوالی نیوکه درلوده. د دوی له نظره، د مارکسیزم؛ سکولاریزم او لیبرالیزم فکری او ایډیالوجیکی اصول، یا په عدالت باور نه لری، او یا که د مارکسیزم په شان هم، له عدالت څخه د پلوی توب ادعا لری، د عدالت په مفهوم باندی په درسته توګه ندی پوهیدلی، او په غیر مستقیمه توګه د هماغه پانګه والۍ د سیاستونو په لټه کی ؤو، چی نن سبا د نیو لیبرالیزم په چوکاټ کی تعقیبیږی، پداسی حال کی چی د ایران د اسلامی انقلاب په آرمانونو او اهدافو کی، د دین ګروهنی؛ اسلام ګروهنی؛ آزادۍ او ؤلس واکۍ موضوع، په معنویت؛ اخلاق او عدالت باندی په تکیی سره را څرګندیږی.

د اسلامی انقلاب عدالت غوښتنه، د سلطې منلو د ردولو برسیره، له استکبار؛ د سلطې له نظام؛ ظلم او بی عدالتۍ سره په مبارزې هم ټینګار لری. امام خمینی ره پدې هکله وویل:« زموږ دنده دا ده، چی له ظلم سره مبارزه وکړو ». د ایران له اسلامی جمهوریت سره د سترو قدرتونو د مخالفت او دښمنۍ یو مهم دلیل

هم، په بین المللی نظام کی د بی عدالتۍ او ظلم سره د مقابلې په چوکاټ کی د عدالت غوښتنی په همدی خصوصیت پوری مربوط دئ. همدغه مهم خصوصیت ته په پام سره، د ایران اسلامی جمهوریت په نړیوال نظام کی د« وټو » له حق سره مخالف دئ، او هغه د بی عدالتۍ؛ ظلم او د نړیوالی نا برابرۍ په پراختیا کی، یو مهم عامل بولی. په حقیقت کی« د نړیوالی بی عدالتۍ سره د مقابلې په چوکاټ کی، عدالت غوښتنه»، له اسلامی انقلاب څخه یو رامنځته شوئ اصل، او د ایران د اسلامی جمهوریت د هویت یوه مهمه برخه ګنله کیږی.

د ایران اسلامی جمهوریت، دغه «عدالت پلټونکئ» ماهیت، د اسلامی ځان باورۍ، له محرومانو څخه د ملاتړ د روحیی په رامنځته کولو، او همداراز د نړیوال موجود نظم سره په مقابله کی اعمال او اجرا کوی.

د ویلو وړ ده، چی د ایران اسلامی انقلاب؛ سره له دې چی د خپلو لوړو آرمانونو او اهدافو په خاطر، د دښمنانو له خوا درانده دباؤونه زغملی دی، خو هیڅکله له خپلې اصلی لاری وتلئ نه دئ، او له دغه انقلاب څخه د څلویښتو کلونو د تیریدو سره سره، هماغه راز پخپلو لمړنیو آرمانونو او اهدافو ژمن دئ. د ایران د اسلامی جمهوریت اوسنئ لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، پدې باره کی وایی:« د فرانسی مشهور انقلاب؛ چی د (فرانسی په ستر انقلاب مشهور) دئ، واقعاً انقلاب ؤ. یو کامل او هر اړخیز انقلاب او د خلګو په شتون او ګډون سره. له ترخو پیښو سره سره؛ چی رامنځته شوې د فرانسی انقلاب باالآخره بریالیتوب ته ورسید؛ خو د دغه انقلاب پایښت پنځلسو کلونو ته هم ونه رسید. د فرانسی انقلاب د سلطنت په ضد ؤو؛ خو د انقلاب له پیل څخه د پنځلسو کلونو څخه د لږی مودې له تیریدو وروسته، د ناپلئون سلطنت شروع شو؛ یو کامل مطلقه سلطنت. وروسته هم، انقلاب په کلې توګه له یاده وؤت! هماغه کسان چی تللی ؤو، هغه کورنۍ چی د انقلاب په وسیله له منځه تللې وه، هماغه کسان بیرته را وګرځیدل، سلطنت یی وکړ او اوږده کلونه د حکومت واکمنان پاتی شول. پسله هغه بیا هم خلګو نوری نعری سورې وکړې، بیا هم همداسی؛ نږدی سل کاله دغه لانجه او اله ګوله روانه وه، تر څو په پای کی هغه جمهوریت چی خلګ د هغه په لټه کی ؤو، له نږدی ۹۰، یا سلو کلونو وروسته جوړ شو. د فرانسی خلګو و نشو کړای انقلاب وساتی. د شوروی انقلاب هم یو بل ډول، هغه هم همدا شان. دا چی؛ یو انقلاب وکولای شی

پاتی شی، له خپلو دښمنانو سره مقابله وکړای شی، او په هغوی

برلاسئ شی؛ یوه ډیره مهمه مسئله ده؛ زموږ انقلاب یواځنئ انقلاب دئ، چی کړای شوی یی دی دغه کار سرته ورسوی». په واقعیت کی دغه مسئله، د نړۍ له نورو سترو انقلابونو سره، د اسلامی انقلاب د توپیر یوه مهم دلیل دئ، چی د اسلامی انقلاب د زوږند توب، ژوندی والی او ؤلسی ملاتړ بیانونکی دئ.

له نورو انقلابونو او د نړۍ له سترو ټولنیزو بدلونونو سره د ایران د اسلامی انقلاب د توپیرونو بیانول، ډیرو ساعتونو ته اړتیا لری؛ چی د راډیویی پروګرام له توان او ظرفیت څخه وتلی دی. هغه څه چی پدی څو مطلبونو کی وویل شول، د نړۍ له نورو سترو انقلابونو سره، د اسلامی انقلاب د اصلی توپیر، یواځی یوه برخه وه، چی د دی سبب ګرځیدلئ، ترڅو ټول متفکران او څیړاندی، د ایران اسلامی انقلاب، یو بی سارئ انقلاب وبولی، او پدې لاره کی حتی د انقلاب  په هکله د خپلو نظریو بدلولو، یا د انقلابونو د کیدو په اړه د نویو نظریو په بیانولو لاس پوری کړی. واقعقیت دا دئ، چی د ایران اسلامی انقلاب؛ د دی په ترځ کی چی یی یو ۲۵۰۰ کلن نظام ړنګ کړ، او د پاچایانو حکومت او سلطه یی دړی وړې کړه، او په نړیوال نظام کی یی نوی معادلی رامنځته کړې، خو نوئ ډګر هم، په ټولنیزو علومو او بین المللی نظام کی د مروجو نظریو او ایډیاؤو د آزمویلو او څیړلو لپاره یوه زمینه وه.

په راتلونکو مطالبو کی به هڅه وکړو، چی د انقلاب په نظریو باندی د اسلامی انقلاب اغیز وڅیړو. هیله ده چی په راتلونکی مطلب هم زموږ سره مل اوسئ.                       

 

 

 

 

  

  

 

Jun 30, 2018 16:24 Asia/Kabul
کمنټونه