•  خوږی خبری (۳۹)

هیچا؛ ابو عقیل د هغې ورځې په شان، چی ډیره بیړه یی درلوده او پریشان ؤ، نه ؤ لیدلئ. هغه خپل ماحول ته له پام پرته، دومره پخپلو خیالاتو کی ډوب ؤو، چی ګواکی نه یی کوم آواز اوریده، او نه یی کوم څیز لیده.

نوموړئ په چټکۍ سره د خپل کور په لور ته؛ ځمکې ته یی کتل او پخپلو شنډو کی یی ځینې کلمې زمزمه کولې. د ښار له باریکو کوڅو څخه تیر شو، تر دې چی د خپل کور وره ته ورسید. ژوره ساه یی وکښله او کور ته ننوت. ابو عقیل؛ د خپل کور په انګړ کی د خرما په زړې اونې تکیه وکړه. میرمن یی د هغه پریشانۍ ته متوجه شوه، او ویی ویل: څه پیښه شوې ده؟ ابو عقیل د اطاق خواته رهی شو، او په هماغه حال کی یی وویل؛ چی یو مهم خبر لرم. هغه؛ چی ډیر ستړئ ؤ او د دریدو توان یی نه درلود، په دیوال یی خپله شا ولګوله، او ویی ویل: د خدای دښمنان زموږ په خلاف د لښکرکښۍ نیت لری. د مسلمانانو لښکر هم چمتو کیږی چی مقابله ورسره وکړی، خو د مسلمانانو لښکر توښه او خواړه نه لری. موږ په مسجد کی ؤو؛ چی حضرت پیغمبر اکرم ص یو آیت ولوست، او له خلګو یی وغوښتل چی د خپل توان په اندازه، د اسلام له لښکر سره مرسته وکړی.

د ابو عقیل میرمنی وپوښتل؛ هغه آیه کومه وه؟ ابو عقیل خپلی سترګی پټی کړې، او په ورو ورو یی د قرآنکریم د حدید د مبارکی سورې ۱۱ آیت تلاوت کړ:« څوک دئ؛ چی خدای ته نیک پور ورکړی، داسی پور چی دوه چنده بیرته واخلی، او ښه نیک اجر ترلاسه کړی ».

د ابو عقیل میرمنی، له هغه څخه خپلی غمجنی سترګی واړولی، او په خونه کی، غوړولی شوې بوریا ته یی وکتل، او ویی ویل: ته د دی کور خاوند یی، او تر نورو لا ښه پوهیږی؛ چی موږ مال او پانګه نه لرو، ترڅو د خدای په لاره کی یی ورکړو. ابو عقیل وویل: خو موږ هم باید پدی کار کی برخه واخلو، مګر نه پوهیږی چی دغه غوره عمل؛ د خدای تعالی ج او د پیغمبر اکرم ص د رضایت سبب کیږی؟

د ابو عقیل میرمنی، د کور سامانونو او لوښوته وکتل، او ویی ویل: موږ څه لرو؟ کاشکی یوه وزه او یا یوه ګونۍ اوړه مو در لودای، او د خدای په لاره کی مو ورکړی وای.

په ابو عقیل باندی د پوچۍ او خلاء فضا واکمنه شوې وه؛ ښځی د خپل خاوند د پریښانۍ او نا هیلۍ د لیدلو تاب نه درلود، هغې د یوې لارې په لټه کی وه؛ چی د هغه په زړه کی د امید بڅرکی روښانه کړی. خپل خاوند ته یی مخ واړاوه او ویی ویل: غم مه کوه، شاید تر څو راتلونکو ورځو پوری، موږ هم د مرستې لپاره یو څه چمتو کړو. ابو عقیل ورو له ځایه پورته شو، او ویی ویل: دغه آیت دومره په ما کی شور او شوق را پیداکړ، چی په چټکۍ سره کورته راغلم. نن به ټول مسلمانان؛ هرڅه چی لری د خدای رسول ص ته وړاندی کړی، ترڅو د متعال خدای غوښتنی ته لبیک ووایی. ابو عقیل د خبری کولو په حال کی ؤ، چی نا څاپه د هغه د میرمنې په سترګو کی د شوق رڼا وځلیده، په مسکا شوه؛ او د کور یوه سفالی کاسه یی را واخیسته، او یو موټی خرما یی پکی واچوله، او ابو عقیل ته یی وویل: موږ دغه یو لږ څه خرما لرو، راشه واخله او پیغمبر ص ته یی یوسه.

ابو عقیل شکمن ؤ، له ځانه سره یی وویل: دا خرماوی به د څه لپاره په کار راشی؟ خو، تر دې ښه ده چی هیڅ مرسته ونه کړم. میرمن یی هغه خرماوی په یو پاک ټوکر کی وپیچلی، او ابو عقیل ته یی ورکړې. هغه چی خوشحال شوئ ؤ، وویل: دغه خرماوی که څه هم ښی نه دی، خو د جګړی په ډګر کی په کاریږی.

*******

د جومات وړوکئ انګړ له خلګو ډک ؤ؛ ابوعقیل په سستو ګامونو او ځیرو سترګو سره د هغوی له منځه تیر شو، ځکه چی د جومات په بهر کی یی یو شمیر وزې، پسونه او اوښان لیدلی ؤو، او پوهیده چی هغه د خلګو ډالۍ دی. هغو کسانو هم چی د جومات انګړ ته ورغلی ؤو، وړی او سترې تحفی په لاسونو کی درلودلی. ابو عقیل؛ د خرماؤو غوټه په زوره پخپل ټټر کښیکښله، او د جومات د انګړ خواته لاړ. تر اوسه لا جومات ته ننوتلئ نه ؤ، چی د شا له خوا یی یو لاس په اوږې باندی کیښودل شو، شا ته یی مخ واړاوه، عبدالرحمن بن عوف یی په اشرافی او ګرانبیو جامو سره ولید. عبدالرحمن په مسخری سره ابو عقیل ته وویل: ګورم؛ چی تا هم یوه تحفه را وړې ده. راته ووایه چی په غوټه کی څه لری، چی دا شان دی په ټټر کی ټینګ نیولې ده؟ سره زر دی، او که سپین زر؟ بیا عبدالرحمن په لوړ آواز وخندل، او په ځیر سره یی د هغه سترګو ته کتل. ابو عقیل شرمیده؛ او خپل سر یی  کوز کړئ ؤ، او چوپ پاتی ؤ. هغه د عبدالرحمن د تحقیرونکو خنداګانو زغم نه درلود. ابو عقیل؛ څو ځلې تصمیم ونیو چی بیرته وګرځی او ځان د عبدالرحمن له تحقیرونکو کتو څخه وژغوری، خو یوه قوه د دی کار په وړاندی خنډ ګرځیده. بالآخره د جومات په یوه ګوښه کی د حضرت پیغمبر ص د محراب ترڅنګ کیناست. ابو عقیل؛ هغو کسانو ته کتل، چی خپلی تحفی یی په خوشحالۍ او رضایت سره پیغبر ص ته ورکولی. دا آرمان یی کاوه چی کاشکی لا زیاته سپما او شیان یی درلودل، چی پیغمبر ته یی وړاندی کول.

ابو عقیل؛ یوه موده پخپلو خیالاتو کی ډوب ؤ، کله چی یی پام واوړید، چوپه چوپتیا د مسجد په فضا واکمنه وه.

ابو عقیل؛ خپل سر پورته کړ، احساس یی وکړ چی یوه پیښه شوې ده. حضرت پیغمبر ص ته یی وکتل، او ناڅاپه یی سا په ټټر کی بنده شوه، پخپلو شونډو کی یی په کراره وویل: بیا په پیغمبر وحی نازل شوې ده، پیغمبر اکرم ص خپلی سترګی تړلی وې، او څیره یی ګواکی د نور په هاله کی ډوبه شوې وه. د حضرت پیغمبر ص ټول یاران د انحضرت له دغه حالت سره بلد ؤو، او د حضرت پیغمبر اکرم ص د دغه حالت د بدلیدو په انتظار کی ؤو. هغوی پدی انتظار کی ؤو، چی هغه څه چی په وحی کی ورته ویل شوی ؤ، تلاوت کړی. پیغمبر ص خپلې سترګی پرانیستلی، او ابو عقیل ته یی په مهربانۍ سره وکتل. ډیره ویره او اندیښنه ورته پیدا شوه. ورو، ورو د نورو کسانو پام هم د پیغمبر کتو ته واړول شو. حضرت پیغمبر ص له ځایه پورته شو، او په ورو ګامونو سره یی د ابوعقیل خواته حرکت وکړ.

د ابوعقیل زړه؛ په کلکه درزیده، او سعی یی کوله چی د خرماؤو بسته پټه کړی. پدی مهال، د حضرت پیغمبر په زړه پوری آواز، په جومات کی انګازې وکړې. انحضرت وفرمایل:

ای خلګو! اوس جبرئیل په ما نازل شو، وپوهیږئ چی فرشتو د خدای تعالی په عرش کی، په شوق او علاقې سره ځمکې ته سترګی نیولی، ترڅو د هغه پور شاهدان وی، چی د خدای د یو عزیز بنده له خوا ورکول کیږی. د هغه پور؛ چی د خدای په نزد تر ټولو ښه پور دئ. بیا یی د ابو عقیل په اوږه لاس کیښود، او ویی وفرمایل:« پوه شه! ستا تحفه د خدای په نزد، له سره زر څخه لا ښه ده. کومه خبره چی هغه منافق تاته وکړه، او ستا زړه یی و رنځاوه، د هغه د دردونکی عذاب سبب به وی. ای ابو عقیله! ملائیکی په انتظار کی مه پریږده. خپله تحفه را کړه، او وپوهیږه چی متعال خدای له ما غوښتی دی، تر څو تاته ډاډینه درکړم، ته نن د خدای درګاه کی محبوب یی.

ابو عقیل؛ تر اوسه لا باور نه کاوه، ګواکی خوب یی لیده- خوږ خوب. پیغمبر اکرم ص په مهربانۍ سره د هغه له لاسه د خرماؤو بسته واخیستله، او د محبت لاس یی په سر ورتیر کړ، او بیا یی د توبې مبارکی سورې، ۷۹ آیت تلاوت کړ؛ چی فرمایی:

« هغه کسان؛ چی د هغو مؤمنانو عیب لټوی، چی د علاقې او خوښی له مخی صدقه ورکوی، او هغه خلګ چی( په انفاق کی) له خپل توان څخه زیات څه نه مومی؛ مسخره کوی، خدای هغوی مسخره کوی، او د هغوی لپاره دردناکه عذاب دئ ».   

 

 

 

 

 

 

  

 

ټیګونه

Jul 05, 2018 10:43 Asia/Kabul
کمنټونه