• اسلام وپیژنو (۱۵۵)

خوږو ملګرو!د اسلام وپیژنو لړۍ له یوه بل پروګرام سره مو خدمت ته حاضر شوی یوو چې د امامت موضوع د جاجولو په دوام کښې د حضرت امام موسی کاظم (ع) پړاو ته رسیږو،هیله ده تر پایه راسره د ملګرتیا فرصت ولرئ .

محترمو دوستانو! د حضرت امام جعفر صادق (ع) له شهادته وروسته،د هغه مبارک زوی حضرت امام موسی کاظم (ع) د مسلمانانو د لارښونې او هدایت  دنده پر غاړه واخیستله.د غور وړ خبره دا چې  هر یوه امام  په خپل ژوند کښې له ځانه وروسته امام معرفی کړی او خلک یې ځنې خبر کړی دی .حضرت امام کاظم (ع) له خپل پلار امام صادق (ع) وروسته  د خپلې زمانې ترټولو غوره  او فاضل کس ؤ،         امام صادق (ع) د خپل زوی په باره کښې وفرمایل:زوی مې موسی کاظم  دومره علم  او پوهه  لری که چیرې د قرآن د درستې محتوا په هکله ترې پوښتنه وکړئ په خپل علم او پوهې سره به قانع کونکی ځواب درکړی،هغه د حکمت،پوهې او معرفت سرچینه ده.

د حضرت امام موسی کاظم(ع) د امامت پړاو کابو ۳۵ کاله اوږد شو چې په دغه وخت منصور،مهدی،هادی او بالاخره هارون الرشید څلورو بنی عباسو واکمنانو حکومت کاوه .په دغه تورتمه  او ساه ډوبی مهال امام کاظم (ع)  له ټیټو هسکو ډک ډیر سخت  وخت تیر کړ . د هغه مبارک وروستی څوارلس کلونه  د هارون الرشید له حکومت سره برابر وو چې د دغه ژوند یوه برخه یې په بند کښې تیره کړه او له یوه بنده به بل بند ته منتقل کیده .

حضرت امام موسی کاظم (ع) د علومو او معارفو په خپراوی کښې د خپل پلار امام صادق(ع) لاره او روده خپله کړه  او په پراخه کچه یې د اسلام ژوند بخښونکی تعلیمات دود کړل  او د عباسیانو له ګواښونو او فشارونو سره سره یې د علومو خپراوی ته مخه کړه او ارزښتمنې ویناوې یې اسلامی امت ته ورسولې .یو شمیر پوهان د هغه مبارک محضر ته ورغلل او د علم او حکمت له دغه سمندره خړوبه شول .محمد بن نعمان چې د امام موسی کاظم(ع) هم مهاله عالم ؤ،وایی:موسی بن جعفر د علم  داسې بې پایه سمندر دی چې  څپانده دی او د پوهې تخم هرې خوا ته  شیندی .

د عباسیانو د حکومت په مهال ،واکمن سیاسی نظام په یوه میراثی نظام بدل شوی ؤ چې پکښې  زورواکه ،فاسدو او بې رحمه  چارواکو پر خلکو واکمنی کوله ،ماڼۍ یې  د میلو چرچو او عیش وعشرت ځایونه  وو او له ناسمو لارو یې پیسې راغونډې کړی وې  او مامورانو یې د لرو او نیژدې ښارونو د خلکو شتمنۍ چورتالان  کړی وې .د غړیدلیو عقیدو دودولو او د واکمنانو له تمو سره سم د دینی نظریو تفسیرولو  او همدغه راز  د خلکو د بیلابیلو پرګنو بیوزلی او تنګڅې،امام کاظم(ع) ډیر ځوراوه .هغه مبارک د ټولنې ګډو وډو حالاتو او د حکومت فاسد جوړښت ته په پام سره ،د عباسی حکومت  له ظلم او فساد سره د مقابلې پریکړه وکړه .لکه څنګه چې  یې د عباسی واکمنانو سیاستونه نه تاییدول  نو ورسره د منفی  مبارزې لاره خپله کړه .د امام کاظم(ع) دا سټراټیژۍ وه چې د عباسی حکومت رواوالی تر پوښتنې لاندې ورولی څو خلک د واکمنۍ له ارګانه لیرې وساتی  او له ظالم حکومت سره هر ډول ملګرتیا منع کړی . هغه مبارک د ظالمانه حکومت د بنسټونو د کمزوری کولو په موخه داسې وکړل  او خپل مینه وال یې د اقتصادی ، تجارتی او یا حکومتی خدماتو له لارې له عباسی حکومت سره له هرډول مرستې  منع کړل .ځکه چې ورسره هر ډول ملګرتیا د عباسی حکومت د بنسټونو د پیاوړتیا لامل کیدله .البته د حکومت ځینو چارواکو له امام سره ارتباط درلوده  او د هغوئ له لارې به یې د خپل غورځنګ  د موخو په پرمخ بیولو کښې استفاده کوله .د عباسی حکومت  دغو لوړ پوړو چارواکو به د امام کاظم (ع) پر یارانو او شیعیانو د فشار د یوڅه کمولو هڅه کوله .

حضرت امام موسی کاظم (ع) د عباسی واکمنانو تر فشار لاندې د مدینې منورې پریښودلو ته مجبوره شو او د دغه حکومت په مرکز بغداد کښې  استوګن شو خو د هارون رشید د واکمنی په مهال پرې  فشارونه او محدودیتونه زیات شول .هارون رشید به په ظاهره له دینه د ملاتړ ادعا کوله خو په عمل او کړچار کښې  یې له اسلامی ارزښتونو سره هیڅ سمون نه خواړه او په چل ول او دوکې سره یې پر خلکو حکومت کاوه او یو شمیر کسان په ګواښ او تمو سره ورته تسلیم شوی وو . په دغه ډول شرایطو کښې امام کاظم (ع) هڅه کوله ، دعباسی واکمنانو په تیره بیا د هارون  واقعی څیره خلکو ته ښکاره کړی .

د عباسی  حکومت د مامورانو د راپورونو له مخې ،هارون خبر شوی ؤ چې په هره جمعې ورځ یو شمیر خلک د حضرت امام کاظم (ع) کور ته ورځی چې دغه تګ راتګ او د دغو پټو خوځښتونو هدفونه  د هارون او چارواکو لپاره ډیر اندیښمنونکی وو.په همدې وجه یې  پر هغه مبارک او شیعیانو ډیره سختی کوله  او د شیعیانو له نیولو ،بندی کولو او وژلو یې هیڅ پروا نه کوله.امام موسی کاظم (ع) سره له دې چې ډیره موده یې د هارون په بندونو کښې تیره کړه او ډیبرو سختو مامورانو ته وسبارل شو چې شکنجه یې کړی خو هیڅکله له خپلې لارې او رودې لاس پر سر نه شو  او په هر مناسب فرصت کښې یې د حکومت فساد او کږلاری ایشوا کوله او واکوالانو ته یې خپل روښانونکی پیغامونه رسول او سره له دې چې په بند کښې ؤ،له کومې ویرې او ډاره پرته یې هارون ته په یوه لیک کښې ورته داسې خبرداری ورکړ:هره ورځ چې په دغو سختیو کښې پر ما تیریږی   د تا د خوښۍ ورځ  هم  تیریږی څو یوه داسې ورځ راورسیږی چې زه او ته په یوځای کښې وو،هلته چې  د باطل منونکی  به  په خپل تاوان خبر شی .    

د حضرت امام کاظم (ع) اخلاقی او رفتاری  روده د خپل پلار امام صادق (ع) په شان له هر پلوه غوره او د ستاینې وړ وه  او په علم،پوهې ، ښیګڼې  او نیکیو کښې د خپل وخت سرخیل ؤ او معلومې ځانګړنې یې سخاوت او بخښل وو،تر دې حده چې تر زرو زیات غلامان یې واخیستل  او د خدای په لاره کښې یې آزاد کړل .هغه مبارک بیکسه  ، بیوزله او اړمنو کسانو ته خاص پام کاوه .شپې مهال به د نامعلوم کس په توګه د بیوزله کسانو کورونو ته تله او ورپاره به یې اوړه او خرما وړلې  او یا به یې ورسره مالی مرستې کولې .د پروردګار په درګاه کښې به یې له عبادت او لمنځ سره ډیره مینه درلوده.د قرآن مجید تلاوت به یې دومره په خوږ غږ کاوه چې خلک به بې اختیاره د وحی د په زړه پورې آیتونو تر اغیز لاندې ګرځیدل . حضرت امام کاظم (ع) د خپلې زمانې ترټولو پوه او عالم کس ؤ ، داسې  چې  په وینا او بیان کښې یې د پوهې اغیزې له ورایه ښکاره وې .             یو اهل سنت عالم ابن حجر هیثمی د حضرت امام موسی کاظم (ع) د فضیلتونو په هکله وائی:موسی کاظم په علم او معرفت  او کمال او فضیلت کښې  د خپل پلار وارث ؤ،او تر هرچا زیات پرهیزګار،پوه  او بخښونکی ؤ .

حضرت امام کاظم (ع) به د هغو  بدو کسانو په وړاندې چې ورسره به یې بدی کوله ،له صبر او زغمه کار اخیسته،خپله غوسه به یې زغمله او په آسانه به ترې تیریده،ځکه خو په کاظم یعنی د غوسې په زغملو مشهور شو .د هغه مبارک  غوره کړچار او ښه اخلاق داسې وو،چې حتی د بند ماموران سره له دې چې بې رحمه او زیږ کسان وو،تر اغیز لاندې ګرځیدل،  عیسی بن جعفر نومی یو کس چې په بصرې کښې د بند مامور ؤ،داسې وائی :ډیره هڅه مې وکړه چې له هر پلوه موسی کاظم تر څارنې لاندې وساتم ،تر دې حده چې په پټه به مې د هغه دعاګانې اوریدلې خو د بند د سختیو او مشکلاتو په وړاندې به یې صبر کاوه او د خدای په درګاه کښې به یې د رحمت او مغفرت دعا کوله .                                                                                             د امام کاظم (ع) دغه صابرانه چلند د دې ښودنه کوله چې په اند یې د انسانانو هدایتول او د اخلاقی فضیلتونو دودول تر هر څه مخکښې دی . هغه مبارک دا باور درلوده چې له خلکو سره مینه او پرې مهربانی،ژوند خوږوی،اړیکې پیاوړی کوی او زړونه هیله منوی .

سره له دې چې له خلکو سره د امام کاظم (ع) چلند له مهربانی او تواضع سره مل ؤ،خو د هارون په څیر د ظالمو واکمنانو په وړاندې یې نرمښت نه ښوده او هیڅکله نه تسلیمیده.ځکه چې هارون کبرجن او مغروره ؤ او ځان یې تر نورو لوړ باله او پر پراخه اسلامی ټاټوبی یې  په خپل حکومت ویاړ کاوه او وییل به یې :ای وریځو!ووریږئ چې هر چرته ستا د باران څاڅکی وریږی،ختیځ دی که لویدیځ،زما د حکومت پر ټاټوبی به وریږی او د هغو ټاټوبیو مالیات به ما ت راوړل کیږی . یوه ورځ هارون دا خبره د امام کاظم (ع) په وړاندې وکړه او ځنې ویې پوښتل:دا دنیا څه ده ؟امام ورته وفرمایل :دا دنیا د فاسقانو سرای ده یعنی د فاسقو دنیا پالو لپاره غوره ځای دی .بیا یې د اعراف سورې د ۱۴۶م آیت تلاوت کړ چې خدای فرمایی   ډیر ژر به هغه کسان چې په ناحقه یې په مځکه کبر کاوه،له خپلو نښو مخ اړونکی (پښیمانه) کوم ،داسې چې که هر آیت او نښه ووینی،پرې ایمان نه راوړی او که د ودې او هدایت لاره ووینی نو نه یې خپلوی او که کږه لاره ووینی،هغه خپله لاره ګرځوی .

یوه ورځ هارون الرشید د کعبې تر څنګ امام کاظم(ع) ولیده نو ورته یې وویل:آیا ته هماغه کس یې چې خلک یې په پټه بیعت کوی او خپل لارښود دې ګرځوی؟نو په ډیره میړانه یې ورته په ځواب کښې وفرمایل:زه د خلکو پر زړونو حکومت کوم او ته یې پر جسمونو .امام(ع) په دې خبرې سره هارون ته وښودله،چې یوازې د خدای د رسول اهل بیت د خلکو د لارښونې او پرې د حکومت وړ دی.هو ! په ریښتیا چا چې د خلکو پر زړونو حکومت کاوه،هماغه امام کاظم (ع) ؤ.

خلکو به د خدای د رسول د لمسی په توګه د امام کاظم (ع) ډیر درنښت او احترام کاوه او ورسره یې مینه درلوده .له بل پلوه هغه مبارک د علم او معرفت ستره خزانه وه او تر هر چا زیات د قران د آیتونو په مفهوم  او محتوا پوهیده .همدغه لاملونه د خلکو په نیزد د هغه مبارک د مخ پر زیاتیدا ګرانښت او په ټولنه کښې یې د مقام د لوړتیا سبب وو .                         د قرآنی تعلیماتو پر اساس ،د حق غواړی انسان لپاره ترټولو پیاوړی ملاتړی،پر یک یوازینی پالونکی تکیه ده .امام کاظم (ع) دغې لوړې قرآنی لارښونې ته په مخه کولو سره له باطلو او غړیدلیو بهیرونو سره د مقابلې په لاره کښې یوازې له خدایه مرسته غوښتله او د ظالمانو له برمه بیخی نه ویریده .

محترمو ملګرو اوس زمونږ د دغه پروګرام وخت نور پای ته ورسیده انشالله په راتلونکی پروګرام کښې په همدې اړه خپلو خبرو ته دوام ورکوو،تر هغه وخته مو له درانه حضوره اجازه غواړو.  

 

Aug 26, 2018 13:57 Asia/Kabul
کمنټونه