• خوږی خبری (۵۰)

صهیب؛ له خپل مور او پلار سره د یمن په خاوره کی، ښه او خوشحاله ژوند درلود. پلار یی په یمن کی د ایران د پاچاه- کسری له خدمتګارانو څخه ؤ.

صهیب؛ په یمن کی دنیا ته راغلئ او هلته یی وده موندلې او لوی شوئ ؤ، خو یوه ورځ د روم لښکریانو په یمن یرغل وکړ، او صهیب یی چی د ښکلی څیری خاوند او ډیر پوه ؤ، اسیر کړ او له ځانه سره یی د روم امپراطورۍ ته بوت. صهیب؛ هلته د یو مریی په توګه  وده وموندله او هڅه یی وکړه چی د رومیانو له آدابو؛ دودونو او علومو سره آشنا شی.

یوه ورځ؛ یو شمیر عرب تاجران روم ته لاړل، کله چی یی صهیب هلته ولید، د هغه لیوال شول او نوموړئ یی د غلام په توګه وپیروده، او له ځانه سره یی عربستان ته بوت.

د مکی یو پانګه وال«عبدا بن جدعان» هم، هغه وپیروده او د خدمت ګار په توګه یی خپل کور ته بوت. له هغې ورځې وروسته، د مکی خلګ ورو؛ ورو د صهیب په توانمنیو او علم باندی پوه

شول، او د هغه له معلوماتو یی استفاده وکړه.

یوه ورځ؛ چی صهیب د اسلام د پیغمبرص بلنه د خلګو له خولې واوریده- هڅه یی وکړه د دغه نوی دین په هکله تحقیق او پلټنه وکړی. دغه هوښیار او نړۍ لیدلئ ځوان ـ پورته شو ترڅو له اسلام څخه معلومات لاسته راوړی. صهیب، د پیغمبرص د سرسختو مخالفانو خبرو ته هم غوږ ونیو- خو پدغو خبرو کی یی له جهالت؛ تعصب او کینې پرته بل څه ونه موندل. تردې چی یوه ورځ د خپل ارباب«عبدا بن جدعان» له خبرتیا پرته د محمد ص د کور خواته رهی شو.

********

صهیب؛ په لاره کی ډیر احتیاط کاوه، او ویریده چی د مشرکانو تر تعقیب او څارنی لاندی وی. د محمد ص د کور نږدیو ته چی ورسید؛ عمار یاسر یی ولید، چی هغه هم د صهیب په شان یو غلام ؤ. عمار؛ چی صهیب یی پیژانده، او په تجربی او پوهی باندی خبر ؤـ له هغه پوښتنه وکړه؛ چیرته ځی؟

صهیب؛ ځواب ورکړ: د محمد کور ته ـ غواړم پوه شم هغه څه وایی، او خلګو ته د څه شی بلنه ورکوی.

عمار وویل: ما د هغه خبری اوریدلی دی، باور وکړه د محمد په

وجود کی یوه ستره قوه شته، چی دغه قوه د یوې پیاوړې جاذبی په شان- ټول د ځان خوا ته را کاږی ـ پرته له هغو کسانو څخه چی ځانونه یی په غفلت او بی خبرۍ کی اچولی وی. عمار؛ چی د خپلو خبرو اوریدو ته د صهیب شور او شوق ولیدـ د هغه لاسونه یی پخپل لاس کی ونیول؛ او پداسی حال کی چی یی د صهیب سترګو ته کتل- داسی یی خپلو خبرو ته دوام ورکړ: صهیبه! محمد وایی؛ چی خدای یو دئ او یواځی هغه د پرستش او عبادت وړ دئ. بتان؛ له کاڼو او لرګیو پرته بل څه نه دی، هغه د مهربانۍ په هکله خبری کوی؛ یو بل ته د مینې کولو او د دوستۍ او صداقت  په هکله ـ هغه؛ وایی: نیکمرغې؛ یواځی له واحد خدای څخه د اطاعت کولو په سیوری کی د انسانانو په برخه کیږی. محمد ص د هغو آیتونو په اساس، چی ورباندی نازلیږی سپارښتنه کوی؛ چی له ظلم؛ دروغ؛ خیانت؛ جنګ او دښمنۍ څخه لاس واخلئ، او اسلام ته مخ واړوئ؛ چی د ژغورنی دین دئ.

محمد ص؛ د پخوانیو قومونو؛ حتی د موسی- عیسی- او مریم او زیاترو الهی پیغمبرانو د تاریخ په هکله په زیاترو حقایقو پوهیږی. راځه چی دواړه د هغه کور ته لاړ شو، زه دی د هغه حضور بیایم.

عمار یاسر؛ له دغو خبرو وروسته، صهیب د پیغمبرص کور ته بوت. انحضرت؛ د صهیب تود هرکلئ وکړ، او یو ګړئ یی ورسره خبری وکړې. د پیغمبر اکرم ص په زړه پوری څیری؛ جذابو خبرو او د وحې ښکلو آیتونوـ د صهیب ځان او روح ته نوئ ژوند ورباخښه. ورو؛ ورو د لمر لویدو وخت نږدی کیده، چی صهیب د پیغمبر له کور څخه ووت ـ پداسی حال کی چی د ایمان نور د هغه په څیره کی ځلیده؛ صهیب په اسلام ایمان راوړئ ؤـ له یوې مودې وروسته، عبدا بن جدعان؛ د خپل هوښیار غلام له مسلمانیدو خبر شو، هغه ته ورغئ او په قهر سره یی نعره ووهله:

صهیبه! آیا ته هم؛ چی د روم امپراطورۍ ته تللئ یی، او د قیصر او کسری ستره بارګاه او ماڼۍ دی لیدلې ده ـ د محمد د خبرو تر اغیز لاندی ورغلئ یی؟

صهیب؛ د هغه په ځواب کی، پداسی لحن سره چی ایمان او ډاډینه پکی څپانده وه، وویل: هغه قوه او جاذبه؛ چی ما په محمد او د هغه په خبرو کی ولیده ـ د قیصر او کسری په ماڼۍ کی می نه وه لیدلې.

*******

کله چی د مسلمانانو په نسبت د مشرکانو آزار او زورونی زیاتی شوې؛ صهیب هم د هغوی تر زورونی لاندی ونیول شو، هغه چی نور؛ نو د«عبدا بن جدعان» غلام نه ؤـ په تجارت او پیرلو او پیرودلو لګیا ؤ، او له دې لارې یی یو لږ څه پانګه غونډ کړې وه، خو تصمیم یی ونیو چی؛ د پیغمبر ص په وړاندیز- د مدینی په لور هجرت وکړی. صهیب؛ خپل کالی او شیان ټول کړل او په لاره روان شو. خو د لارې په اوږدو کی، د مکی د مشرکانو له خوا یو شمیر وسله والو سواره کسانو، د هغه لاره ونیوله او ویی ویل: صهیبه! ابوسفیان دستور ورکړئ، چی تا مکی ته بیرته وګرځوو.

صهیب وویل: هغه ته ووایاست چی زه بیرته نه ګرځم. هغوی وویل: هر کله چی ستا کالی او شیان مو مکی ته یووړل- بیا به بیرته وګرځی. وروسته یی د هغو اوښانو واګی چی د صهیب کالی ور باندی بار ؤو، د هغه له لاسه نیولی او د مکی خواته رهی شول.

صهیب؛ پخپل ټول توان نعری ووهلی، زما کالی او شیان چیرته وړئ؟ خو هغوی هیڅ پام ونه کړ. صهیب؛ بیا هغو سواره کسانو ته په خطاب کی چی د هغه پانګی او شیان یی له ځانه سره وړل، چیغه ووهله؛ او ویی ویل: تاسی ستمګر او بی انصاف

یاست؛ په مکه کی مو، وزورولم او شکنجه مو کړم، او اوس چی ستاسو له ښار څخه تښتم- زما پانګه او شیان لوټوۍ؟ د صهیب په غوږونو کی د اوښانو د زنګولو ږغ انګازی کولې، او زړه یی د کاروان پسی ځغسته. صهیب؛ پخپل زړه کی له ځانه وپوښتل- څه وکړم؟ آیا بیرته مکی ته ور وګرځم او خپل شیان واخلم؟ یا دا چی په خالی لاسونو سره مدینی ته لاړ شم او خپل ایمان او عقیده وساتم؟

صهیب؛ له یوې خوا له فقر او بیوزلۍ څخه ویریده، او له بلې خوا یو په زړه پوری آواز؛ هغه د خدای فضل او مهربانۍ ته هیله مناوه. ورو؛ ورو قافله د هغه له نظره ورک شوه، او د هغې له خاورو دوړو پرته، بل څه پاتی نشول.

هو! صهیب؛ د خدای په لاره کی هجرت غوره کړ، له مال او پانګی څخه هرڅه چی یی لرل- مشرکانو ته یی وسپارل، او د مدینی په لور رهی شو- پداسی حال کی چی د خپل پروردګار په فضل او رحمت، له پخوا څخه لازیات ډاډمن او هیله من ؤ.

 

ټیګونه

Aug 26, 2018 17:33 Asia/Kabul
کمنټونه