• خوږی خبری (۵۱)

حاطب؛ ډیره اوږده لاره طی کړې وه، او اوس سرې بحیرې ته رسیدلئ ؤ، او انتظار یی ایسته چی په کښتۍ کی، ځان د سمندر بلې غاړې او د اسکندریی ښار ته ورسوی.

 حاطب؛ د خدای د پیغمبر حضرت« محمد ص » له خوا، د مصر واکمن او حاکم ته د یو مهم پیغام وړونکئ ؤ، کله نا کله د هغه په ټول وجود کی ویره پیدا کیده، او له ځانه سره یی فکر کاوه؛ چی څرنګه پیغام د مصر واکمن ته ورسوی. له کوم ځای څخه پیل کړی، او څرنګه یی بیان کړی چی د محمد ص د کلام له ښکلا څخه کوم څیز کم نه شی. حاطب؛ چی پوه او دانا سړئ ؤـ هر ځلې خپله اندیښنه او پریښانی، د قرآنکریم د آیتونو په لوستلو سره له منځه وړه، او آرامیده. تر دې چی بالآخره د سرې بحیری بلې غاړې، او اسکندریی ته ورسید.

حاطب؛ ځان د مصر د مسیحی حاکم ماڼۍ ته ورساوه، او د لیدنی او ملاقات غوښتنه یی وکړه.

 د مصر حاکم«مقوقس»؛ چی د عربستان په خاوره کی یی

د یو پیغمبر د ظهور آوازه اوریدلې وه، کله چی یی واوریدل د هغه له خوا یو استازی ورته ورغلی دئ- بیله ځنډه حاطب پخپل حضور کی ومانه. حاطب، آرام او په ټینګې ارادې سره ګام واخیست، کله چی د مقوقس په نزد ورسید، د ادب په دود سره یی سلام وکړ؛ او داسی یی وویل:

د خدای د پیغبر«محمد» له خوا، تاسوته د یو پیغام رسونکئ یم.

مقوقس؛ له حاطب څخه لیک واخیست، خلاص یی کړ او داسی یی ولوست:  

بسم ا... الرحمن الرحیم

د عبدالله د زوی«محمد» له خوا، د مصر مشر«مقوقس»ته- د هدایت پیروانو ته سلام.

زه؛ تا د اسلام دین ته را بولم، اسلام ومنه تر څو سلامت او په امان کی اوسی. ای د کتاب پیروانو! موږ تاسو ته د هغه اصل منلو ته بلنه درکوؤ، چی زموږ او تاسی ترمنځ ګډ دئ- دا چی له خدای پرته د بل څیز پرستش ونه کړو، او بل کس د هغه شریک ونه ټاکو- زموږ ځینی کسان، ځینی نور خدای غوره نه کړی- نو که یی ونه منل؛ ووایاست چی شاهد اوسئ موږ مسلمانان یو.

د مصر حاکم- د لیک له لوستلو وروسته په فکر کی ډوب شو، ځکه چی هغه د انجیل او د مسیحیت په کتابونو کی، د وروستی پیغمبر د ظهور په باره کی، د حضرت عیسی ع زیرئ لوستئ ؤ- له بلې خوا هغو خبرونو چی د پیغمبر د شخصیت؛ تګ لارې او ځانګړنو په هکله نوموړی ته رسیدلی ؤو، دئ پدی پوه کړئ ؤ؛ چی«محمد ص» هماغه وروستئ پیغمبر دئ. د دی ټولو سره سره، قدرت او موقعیت یی؛ ورته اجازه نه ورکوله، چی په آسانۍ سره پدی حقیقت اقرار وکړی، له همدی کبله؛ له څو شیبی سوچ کولو وروسته- خپل سر پورته کړ او له حاطب څخه یی پوښتنه وکړه:

که په رښتیا«محمد» د خدای پیغمبر دئ، ولی د هغه مخالفینو وکولای شول؛ هغه له خپل زیږن ځای(مکې) څخه وباسی، او هغه دیته مجبور شو؛ چی په مدینه کی استوګنه غوره کړی؟ ولی یی هغوی ته شړا او نفرین ونه کړ، ترڅو هغوی نابود شی؟

د پیغمبر هوښیار او زړه ور استازی، بیله ځنډه ځواب ورکړ: حضرت عیسی ع د خدای پیغمبر ؤ؛ او تاسی هم د هغه په رسالت شاهدی ورکوئ- ولی کله چی یهودیانو د هغه د وژلو نقشه سنجوله؛ انحضرت ولی هغوی ته شړا ونه کړه- ترڅو خدای

هغوی ټول نابود کړی؟ د مصر حاکم؛ چی د داشان منطقی او ټینګ ځواب انتظار یی نه درلود- بی اختیاره حاطب وستایه، او ویی ویل: آفرین؛ آفرین، ته آګاه او دانا سړئ یی، او په رښتیا د آګاه او دانا شخصیت له خوا، ماته راغلئ یی.

حاطب؛ چی زمینه یی چمتو ولیده- وویل:

ای د مصر حاکمه! له تاسو وړاندی یو شمیر کسانو؛ د فرعون په نامه پدی خاورې حکومت کاوه، چی ځانونه یی د خلګو خدایان بلل، او قادر خدای هغوی نابود کړل- ترڅو د هغوی ژوند او برخلیک ستاسو لپاره عبرت او سبق وی. اوس تاسی کوښښ وکړئ، چی ستاسو ژوند او برخلیک د نورو لپاره د عبرت سبب نه شی.

حاطب؛ له دغو خبرو وروسته څو شیبی چُپ پاتی شو، او د مقوقس څیری ته یی وکتل. مقوقس په فکر کی لویدلئ ؤ، او د دوه زړه او شکمنو کسانو په شان نه پوهیده؛ چی څه وکړی، او حاطب ته څه ځواب ورکړی. مقوقس یوه شیبه خپل سر پورته کړ، او د حاطب سترګو ته یی وکتل، هغه د حاطب په سترګو او کلام کی صداقت، له ورایه لیده. پدی مهال حاطب یو ځلې بیا خپله چپتیا ماته کړه، او داسی یی وویل:

د مکی مشرانو له«محمد» سره سختې جګړې ته را پورته شول، او یهودیان په کینې سره د هغه په مقابل کی دښمنۍ ته را پورته شول- خو؛ هغه ته ډیر نږدی کسان، مسیحیان دی- لکه څنګه چی مسیح ع هم؛ د محمد د نبوت زیرئ  ورکړئ دئ. اوس موږ؛ تاسی د قرآنکریم پیروی کولو ته را بولو- هر ملت؛ چی د یو رښتنی پیغمبر بلنه واوری، باید له هغه پیروی وکړی.

*******

د مصر له حاکم سره د حاطب خبری پایته ورسیدلې، خو مقوقس؛ هغه ته پریکنده ځواب ورنه کړ. حاطب، څو ورځی هلته پاتی شو؛ ترڅو د لیک ځواب د اسلام پیغمبرص ته یوسی. یوه ورځ مقوقس؛ حاطب را وغوښت، او هغه ته یی داسی وویل: ستا له خبرو پوه شوم؛ چی محمد د خدای وروستئ پیغمبر دئ- مګر که زه د هغه په دین ایمان راوړم، خلګ زما سره ملګرتیا نه کوی. زه هیله من یم، چی د مصر خلګ د دغه پیغمبر د شتون له نعمت څخه برخور شی. اوس؛ زما او ستا ترمنځ مذاکرې پټی وساته، ترڅو کوم کس پری پوه نه شی.

مقوقس؛ وروسته خپل یو لیکوال، چی په عربی ژبې پوهیده- را وغوښت او هغه ته یی دستور ورکړ، چی پیغمبر ته پدی متن سره

یو لیک ولیکی:

د مصر د حاکم(مقوقس) له خوا، د عبدا... زوی(محمد) ته.

درود دی وی په تا- ما ستا لیک ولوست، او ستا په مقصد پوه شوم، او ستا د بلنې حقیقت می درک کړ، ما ستا د استازی درناوئ وکړ.

مقوقس؛ پخپل لیک کی هغو ډالیو او تحفو ته چی د پیغمبر لپاره ولیژلې، اشاره وکړه او لیک یی په تا باندی«سلام» سره پایته ورساوه.

پدې توګه مقوقس؛ د پیغمبر اکرم ص بلنه، په پټه ومنله- خو په ډاګه یی نه کړه. حاطب هم، د مقوقس د یو شمیر مامورانو په ملګرتیا او بدرګې سره- شام ته لاړ؛ او له هغه ځای څخه د یوې قافلې په ملګرتیا، مدینې ته رهی شو، او د مقوقس لیک یی پیغمبر ته وسپاره.

د اسلام ګران پیغمبر ص- د مقوقس د لیک  په لوستلو سره؛ خپل نظر لیرو سیمو ته واچاوه، او ویی فرمایل:

« اسلام به؛ په نږدی وخت کی د هغه په خاوره کی پراختیا ومومی».

 

Aug 27, 2018 17:33 Asia/Kabul
کمنټونه