• اسلام وپیژنو (۱۵۷)

خوږو ملګرو!د اسلام وپیژنو له یوه بل پروګرام سره مو خدمت ته حاضر شوی،په دغه پروګرام کښې د امامت په هکله د بحث په دوام کښې د حضرت امام رضا (ع) د امامت د پړاو په باب خبرې کوو نو راسره مله واوسئ .

محترمو دوستانو! د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې د حضرت امام رضا(ع) د مبارک ژوند په اړه  وویل شول چې  عباسی واکمن مامون  په زوره د مدینې منورې پریښودلو او د خپل حکومت په  مرکز مرو کښې استوګنې ته مجبوره کړ .مامون غوښتل چې حضرت امام رضا(ع) ته د ولایت عهدی  په وړاندیز سره خپلو موخو ته د عمل جامې ورواغوندی  او په دې ډول  د شیعیانو او خپلو مخالفانو اعتراضی خوځښتونه کنټرول  او خپل قدرت ټینګ کړی .اوس په مرو کښې د هغه مبارک د کابو درې  کلنې استوګنې  په باب غږیږو.

په مرو  کښې عباسی واکمن مامون حضرت امام رضا(ع) ته وړاندیز وکړ چې ولایتعهدی یې ومنی . دا  وړاندیز یې په حقیقت کښې یو سیاسی ټاکټیک ؤ څو له دې لارې عمومی اعتماد ترلاسه کړی .خو لکه څنګه چې امام رضا(ع) د مامون په چل ول ښه پوهیده نو لومړی یې دا وړاندیز ونه مانه  خو مامون پرې فشار دومره زیات کړ چې  د دغه وړاندیز منلو ته مجبوره شو.البته د عباسی حکومت ځینو چارواکو د مامون  پر دغه اقدام اعتراض درلوده  خو مامون هغوئ ته په ځواب کښې داسې خبرې وکړې چې د دغه اقدام  د پردې تر شا موخې  ښکاره کوی . مامون وویل: دغه کس (امام رضا)خپل کارونه له مونږ پټ ساتی او خلک خپل امامت ته غواړی. نو ځکه د خپل ولی عهد په ټاکلو سره خلک به زمونږ خدمت کولو ته وبولی  او زمونږ پر خلافت او سلطنت به اعتراف وکړی .مامون دا ګومان کاوه چې که چیرې  امام رضا (ع) یې ولایتعهدی ومنی  نو د خلافت  رواوالی یې تاییدیږی  او دا  د  هغه  لپاره لوی امتیاز ؤ.مامون غوښتل  د امام رضا(ع) په ولایتعهدی سره تر خپلې واکمنۍ لاندې په سیمو کښې د مخالفانو  ناکراری او بلواوې  غلی کړی او پر امام رضا(ع) هم څارنه ولری  ځکه چې د هغه مبارک له لوری یې د خپل حکومت د راتلونکی په هکله خطره احساسوله .په ظاهره د مامون  دغه دسیسه له هر پلوه پوره او پلان کړی شوی وه .

حضرت امام رضا (ع) په یوه ځیرکانه خوځښت کښې  په هغه خطبه کښې چې د ولایتعهدی تر منلو وړاندې  وویله،د ولایتعهدی د منلو لپاره یو لړ شرطونه وټاکل .لکه داغ چې د ولایتعهدی د منلو په بڼه کښې په سیاسی چارو کښې هیڅه لاس نه لری،له قضایی چارو سره به هیڅ کار نه لری،نه به څوک په کوم کار ګوماری او نه به څوک له کاره لرې کوی ،له خپل دود او رودې به لاس نه اخلی او داسې نور .امام رضا(ع) په  دغه وینا سره د مامون  په جابرانه حکومت کښې هیڅ ډول مداخله ونه منله  څو ظالمانه اقدامات  یې  په امام پورې ونه تړل شی او خلک  دا فکر  ونکړی   چې   عباسی حکومت  تاییدوی .په دې ډول ،امام رضا (ع) د یو شمیر شرطونو  په مطرحولو سره ولایتعهدی ومنله.

د حضرت امام رضا(ع) په مهال ،ځینو  شرک وزمه  نظریو  له  بهره اسلامی نړۍ ته لاره  موندلی وه .په دغه ډول  حالاتو کښې اړینه وه چې هغه مبارک  د لاره ورکونکو نظریو د  یرغل  په وړاندې   ودریږی  او  له  نوی  فکری  ننګونو  سره  مقابلې  ته  مخه  کړی .په  همدې  خاطر  امام رضا(ع)  په  مرو  کښې  د استوګنې  په مهال ، د  خلکو  د  دینی  باورونو  په  ودې  او  لوړتیا  کښې  رغانده  اقدامات  ترسره  کړل .مامون  هم  په  دغه  وخت  کښې  د  امام رضا (ع) په  حضور  کښې  د وتلیو  پوهانو  او  نظرخاوندانو  ګڼ  شمیر  علمی  غونډې  جوړې  کړې  او  هغوئ یې له امام  سره  مناظرې  او بحث  ته  وبلل .البته  هغه  مبارک  هم  دا  فرصت  غنیمت  وشمیره  او  د  اسلام  د  حقانیت  د معرفی  کولو  او  شکونو  ته  د  ځواب  ورکولو  لپاره  له  دې  فرصته  پوره  استفاده  وکړه .امام رضا(ع) په  دغو  پیچلیو  علمی  مناظرو  کښې  د ډول  ډول  فکری  مکتبونو  او  دینونو  له  پوهانو  سره  د نظر  تبادله   کوله  او  دغه  مناظرې  د  خلکو  د  دینی باورونو  د  ودې  او  د  پوهانو  د  فکری  لوړتیا  لامل  کیدلې .په  دغو  مناظرو  کښې  هیڅ  پوه  داسې  نه  ؤ  چې  د  هغه  مبارک  د  پوهې  پر  برلاسی  او  فضیلت  اعتراف  ونکړی  او  د  روښانه  او  قانع کونکو  دلیلونو  په  وړاندې  یې  د  تعظیم  سر  ښکته  نکړی . دغه  مناظرې  چې  په  کراره  او مخلصانه  چاپیریال  کښې  ترسره  کیدلې ،د  هغه  مبارک  د  پوهې  او  معرفت  ژورتیا  یې  ښودله . په  عمومی  توګه  د  دغو  مناظرو  موضوع  د  خدای  پیژندنې ،توحید،پنځون ،د خدای  د  صفتونو  او  پیغمبرانو  په  هکله  وه .                     امام  رضا(ع)  په  دې  رودې  سره،غیرمسلمانو  پوهانو  ته  د  اسلام  د  معرفی  کولو او  دینونو  د خبرواترو  په  لړ  کښې  مهم  ګام  پورته  کړ .  د  دغې  خبرې  بیلګه  د عیسایی  ،  یهودی   او  نورو  دینونو  له  استاذو  او  اهل  کتابو  سره  د  امام رضا(ع)  په مناظرو  کښې  لیدل  کیدای  شی .

په  یوې  مناظره  ای  غونډه  کښې  چې  مامون  د  امام رضا(ع)  په  شتون  سره  برابره  کړه ،د  یهودو،مسیحیانو،صابیینو  او  مجوسیانو  وتلی  پوهان  وبلل  او  هغه  مبارک  په  دې  غونډه  کښې د اسلام  دمبین  دین  د حقایقو  او  معارفو  په  باره  کښې  ارزښتمنې  او  په  زړه  پورې  خبرې  بیان  کړې  او  د  یهودو  او نصارا  پوهانو  ته  یې  وفرمایل :آیا  په  تاسو  کښې  داسې  څوک  شته  چې د  اسلام  مخالف  وی  او پوښتنه  کول  غواړی؟که  ګروهمن  وی  نو  له  کومې  ویرې  او  اندیښنې  پرته  دې  پوښتنې  وکړی .  په  دې  مهال  عمران  صابی چې د صابیینو  یو  عالم  او مشهور  متکلم  ؤ،  ودریده او  ویې ویل: ای  پوه  انسانه!که  په  خپله  دې  نه وې  غوښتلی،نو  دا  پوښتنه  مې  نه  کوله .زه  بیلابیلو  ښارونو  ته تللی یم او  متکلمان  مې  لیدلی  دی،خو  هیڅوک  مې  داسې  ونه کاته  چې  دا  ثابته  کړی  چې  خدای  یو  دی  او  په  خپل  وحدانیت  قایم  دی .آیا  دا  اجازه  راکوی  چې  هم  دا  پوښتنه  له  تاسو  وکړم ؟امام  رضا(ع)  ورته  وفرمایل: هر  څه  دې  چې  زړه  غواړی  ویې  پوښته؛په  دغه  وخت  کښې  پر  غونډې  یو عجیبه  چوپتیا  واکمنه  شوه،ځکه  چې  هر چا  غوښتل په  دې  مسئله  پوه  شی .

عمران  صابی  په  پنځون  کښې  د  لومړنی  موجود  او  له  پنځونې  د  خدای  د موخې  په  هکله  پوښتنه  وکړه او  ویې ویل:آیا  خدای  د  موجوداتو  پنځولو  ته  اړتیا  درلوده  یا  یې  په  پنځولو  سره  کومه  نیمګړتیا ختمه  شوی  ده ؟امام  رضا(ع)  ورته  په  ځواب  کښې  وفرمایل: اوس  دې  چې  پوښتنه  کړی  نو  په  ځیر  سره  یې  واوره . مونږ  دا  عقیده  لرو،چې  پاک  خدای  تل  ؤ او  واحد  او یک  یوازینی  دی او  هیڅه  ورسره  پاته  شوی  نه  دی . بیا  یې  ډول  ډول  مخلوقات  پیدا  کړل .دنیا  یې  نه  په  څه  کښې  جوړه  کړه  او  نه  یی په  څه  کښې  محدوده  کړه او  نه  یې  مخکښې  کومه  طرحه  او  نقشه  وه  چې  د  هغه  مثال  راوړی (ځنې اقتباس  وکړی)بیا  یې   مخلوقات  په  بیلابیلو  ډلو  وویشل ....... خو  ورته  یې  کومه  اړتیا  نه  درلوده .(ځکه  چې  هغه  له  هر  پلوه  نامحدوده  او  بې  پایه  وجود  دی . دغه  وجود  د  ټولو  کمالاتو  سرچینه   او بشپړه  دی  او  هیڅه  نیمګړتیا  نلری  څو  د  موجوداتو  په  پنځولو  سره دغه  نیمګړتیا  لرې  کړی .)                             امام  رضا(ع) په  دوام  کښې  وفرمایل: ای  عمرانه!که  چیرې  خدای  د  اړتیا په  خاطر  دنیا  پنځولی  وې ،نو  باید  په  هغه  قدرت  سره  چې  لری  یې ، د  دې  دنیا  څو  چنده  یې پنځولې  شوه ،ځکه  چې  څومره  یې  مرستندوی  زیات  وې ،( دهغه لپاره) غوره  وه ،نو  بس  پنځون  د  کومې  اړتیا  د  پوره  کولو  لپاره  پاته  شوی  نه دی .(بلکې  د  هغه  پاک  ذات  د  ډول  ډول  مهربانیو  سرچینه  ده  او  پنځون  د  هغه  د  وجود مهربانۍ  ده .        البته  له  عمران  صابی  سره  د  امام  دغه  مناظره  ډیره  اوږده  وه ،خو  مونږ یې  یوې  برخې  ته  اشاره  وکړه . امام  رضا(ع) د  دغې  مناظرې  په  اوږدو  کښې  پیاوړی  دلیلونه   وړاندې کړل  او  د  غونډې  برخوال  یې  تر خپل  اغیز  لاندې  وګرځول .

عمران  صابی  په دوام  کښې  بیا  وپوښتل:آیا  دغه  پراخه  پنځون  د  خدای  په  ذات  کښې  کوم  بدلون  نه راولی؟عمران  باور  درلوده،هر  کار  چې  انسان  ترسره  کوی،پکښې یو  ډول  بدلون  رامینځته  کوی یعنی یا  بشپړیږی یا  یې  ستونزه  هواریږی  او.....) او  په  همدې  خاطر  یې خدای  له  انسان  سره  پرتله  کاوه .خو  امام رضا(ع) ورته  په  ځواب  کښې  وفرمایل:  په  یوه  ازلی  او  قدیم  وجود  کښې  چې  په  خپله  مطلقه  هستۍ  ده ،بدلون  هیڅ  معنا  نلری .هغه  د  ګردو  کمالاتو  جامع دی او پکښې داسې   هیڅه  نیمګړتیا  نشته  چې  د  مخلوقاتو په  پنځولو  سره  لرې شی .          هغه  د  خدای  د  مکان  په  باب بله  پوښتنه  وکړه او  دا  ځواب  ورکړل  شو،  خدای په  خپله د  درستو  مکانونو  پنځونکی  دی او  بیخی  مکان  ته  اړتیا  نلری .

څه  موده  تیره  نه  وه  چې  د  لمانځه  وخت  راورسیده ،امام  رضا(ع) مامون  ته  وفرمایل:د  لمانځه  وخت  رارسیدلی نو  باید لمونځ  ادا کړی شی .عمران  چې د  هغه  مبارک د  روښانه  او  پیاوړی استدلالونو  تر  اغیز لاندې ګرځیدلی  او  په  بې  مثاله  ځوابونو  کښې  ډوب شوی ؤ،عرض وکړ:ای  زما  مولا!زما  ځواب  مه  پرې  کوه ،چې  زړه  مې  نرم  شوی  او  منلو  ته  چمتو  شوی دی .امام  ورته  وفرمایل:بیړه  مه  کوه،لمونځ ادا کوو  او  بیا بحث  کوو .امام رضا(ع)د لمانځه  په  ادا  کولو  پسې  بیا غونډې  ته  راغی  او  عمران  ته  یې وفرمایل :خپلو  پوښتنو  ته  دوام  ورکړه .نو هغه د  خدای  د  ذات،صفتونو  او خدای  پیژندنې  په  هکله  پوښتنې  وکړې  او  کله  به  یې  له  امامه  غوښتل چې  مطلب لا  مفصل او تشریح  سره  بیان  کړی .حضرت امام رضا(ع) هم  په  دې  ډول ،عمران  د  خپلې  پوهې  او  حکمت  سرچینې  خړوبه  کړ او  بحث  تر  دې  حده پرمخ  لاړ  چې  ورته  یې  وفرمایل:ای  عمرانه! آیا مطلبونه  دې  ښه  درک  کړل؟عمران  لږ   فکر وکړ  بیا په  داسې  حال  کښې  چې  د هغه د باطنی  بدلون  ښودنه  یې  کوله ،د برخوالو  په  حیرانتیا سره  وویل :هو،ډیر  ښه  پوه  شوم،او  ګواهی  ورکوم  خدای  هماغه  شان  دی  چې  تا یې  صفت  وکړ  او  دهغه  وحدانیت  دې  ثابت  کړ .اوس ذ دا  ګواهی  ورکوم  چې  محمد (ص)  د  هغه  بنده  دی  چې  د  لارښونې  او  حق  دین  لپاره استول  شوی  دی .بیا  مخ  په  قبله  په  سجده پریوته  او  مسلمان  شو .په  دې  خبره  د  غونډې  ټول  برخوال  هک  حیرانه  شول ځکه  چې  خبر  وو،عمران  صابی  په  بحث  او  استدلال  کښې  ډیر  پیاوړی دی او  تر  اوسه  هیڅوک  پرې  برلاسه  شوی نه  ؤ.نو  د دغې  مناظرې په لیدو  سره  ټول  د  امام رضا(ع) د علمی  مقام  په  لوړتیا  پوه  شول .

 

Aug 29, 2018 14:07 Asia/Kabul
کمنټونه