• خوږی خبری (۵۲)

په هغې ورځ؛ بلال د مدینی منورې د مسجد په بام- له هرې بلې ورځی څخه په لا لوړ آواز اذان وکړ. د هجری قمری اتم کال؛ او د روژی د مبارکی میاشتی یوه ورځ وه.

بلال له اذان وروسته- د مکې په لور د حرکت کولو او د هغې د فتح کولو لپاره، د حضرت پیغمبر ص دستور اعلان کړ.

له څه مودې وروسته، نږدی ۱۲ زره مسلمانان؛ د مکې په لور حرکت کولو ته چمتو شول. هغه ښار؛ چی اته کاله د هغه د لیدو په انتظار کی ؤو. د اسلام لښکر- په چټکۍ سره د مدینې او مکې ترمنځ واټن طی کړ، او د مکی ښار په څو کیلو مټرۍ کی تم شو، او اردو یی ووهله. د مسلمانانو د حرکت خبر په ټوله مکه کی خپور شو- د مکی اوسیدونکی؛ ټول په پریښانۍ او ویرې سره، د خپلو قبایلو د مشرانو په چاپیر را غونډ شوی ؤو، ترڅو ووینی چی هغوی څه تصمیم نیسی. د یوی ګینټې بحث او خبرو وروسته، بالآخره دې نتیجې ته ورسیدل؛ چی« ابو سفیان »او« بدیل بن ورقاء »، د تحقیق کولو لپاره له مکې څخه بهر شی، او پلټنی وکړی.

هغوی؛ د اسلام لښکر تر نږدیو پوری ورغلل- د اور هغه لمبی؛ چی مسلمانانو د خپلو خیمو په وړاندی بل کړئ ؤ، څرګندی شوې. ابو سفیان وویل: ما تر اوسه پوری دومره ډیر اور، او دومره عظیم لښکر نه ؤو لیدلئ.

بدیل وویل: شاید؛ هغوی د خزاعه له قبیلی څخه وی.

ابوسفیان وویل: خزاعه له دې څخه ډیر لږ کسان لری؛ چی دومره ستره اردو او لښکر برابر کړی.

په همدی مهال« عباس بن عبدالمطلب » چی د پیغمبر له خوا د پلټنی او څارنی لپاره- د مسلمانانو له کیمپ څخه لیری تللئ ؤ- د هغو دؤو کسانو شتون ته یی پام شو، او د هغوی خبری یی واوریدلی؛ بیا یی د هغوی په ځواب کی وویل: په خدای قسم- دغه کیمپ د محمد د لښکریانو دئ. ابو سفیانه! دلته څه کوی؟

ابو سفیان؛ چی د عباس بن عبدالمطلب له شتونه غافلګیر شوئ ؤ- وویل: ناوړه اراده می نه لرله، له مکې څخه د یو کار لپاره وتلئ وم. عباس د هغه په خبرو کی ولوید؛ او ویی ویل: رښتیا ووایه؛ څه دی غوښته؟

ابوسفیان وویل: له ما تیر شه- پری می ایږده چی مکی ته لاړ شم،

او راته ووایه چی زموږ چاره څه ده؟ د محمد د دومره ستر لښکر سره څه وکړو؟ عباس؛ د هغه په ځواب کی وویل: له دې پرته بله چاره نشته؛ چی زما سره د پیغمبر ص حضور لاړ شی، او له انحضرت څخه امان وغواړی- هیڅ قدرت نه شی کولای د دغه لښکر په وړاندی مقاومت وکړی.

*******

تر اوسه لا د پیغمبر اکرم خیمې ته نه ؤو رسیدلی، چی د بلال د اذان په آواز سره، مسلمانان له خوبه را وپاڅیدل. هو! ابو سفیان په حیرانتیا سره ولیدل؛ چی په زرګونه کسان له خیمو څخه را ووتل، او په یو ستر میدان کی په منظمو لیکو کی د یو او بل ترڅنګ ودریدل. په همدی وخت کی یی سترګی، د پیغمبر ص په مقدس وجود ولګیدلی، چی د غونډې په مخکی دریدلئ ؤ. د بلال د الله اکبر آواز، د لمانځه پیلیدل اعلان کړل. ټول؛ په بشپړې چُپتیا کی په لمانځه ودریدل، او یواځی د پیغمبر ص ملکوتی ږغ اوریدل کیده، چی د «حمد» د مبارکی سورې آیتونه یی لوستل.

خو؛ ابو سفیان نشوای کولای دومره ستره دبدبه او عظمت باور کړی. د لمانځه له ختمیدو وروسته- عباس بن عبدالمطلب او ابو سفیان، د پیغمبر ص حضور ته لاړل. د خدای رسول؛ د ابوسفیان

څیری ته وکتل، او په مسکا سره یی هغه ته وویل: ابوسفیانه! آیا تر اوسه لا د دی وخت نه دئ رسیدلئ، چی د متعال خدای ج پرستش او بندګۍ ته مخ واړوی؟

ابوسفیان؛ چی له تسلیمیدو پرته یی بله چاره نه لرله- وویل: ای محمده! زما مور او پلار دی ترتا ځار شی، څومره د زغم خاوند او کریم یی- موږ څو کلونه ستا سره جګړه وکړه- اوس می وبخښه- زه ستا په خدای ایمان راوړم.

پدی ځای کی ابوسفیان؛ اسلام ومانه. حضرت پیغمبر ص سره له دې چی پوهیده؛ د هغه ایمان د زړه له کومی نه دئ، نوموړئ وباخښه، او ویی فرمایل: د مکې اوسیدونکو ته اعلان وکړه؛ چی وسلې په ځمکې پریږدی، او د پروردګار دستور ته تسلیم شی. د اسلام لښکر؛ باید دیته مجبور نه شی چی له وسلې کار واخلی، هر څوک چی ستا په کور کی، یا د کعبی په خونه کی له وسلې پرته پناه یوسی- د اسلام په امان کی به وی.

د مسلمانانو لښکر؛ په منظمو لیکو کی د مکې ښار په لور حرکت وکړ. حضرت پیغمبرص، د یو پنځه زره کسیز لښکر په منځ کی ؤ، او د مهاجر او انصار شخصیتونه د انحضرت په چاپیر را ټول شوی ؤو. ابوسفیان؛ بی اختیاره عباس ته مخ واړاوه، او ویی ویل: هیڅ قدرت نشی کولای د دغه ځواک په وړاندی مقاومت وکړی. عباسه! ستا د وراره قدرت؛ خورا زیاتوالئ موندلئ دئ.

عباس هم د هغه په ځواب کی وویل: زما د وراره د قدرت سرچینه، هغه نبوت او رسالت دئ؛ چی د خدای ج له خوا ورته سپارل شوئ، او هیڅکله په ظاهری او مادی قدرتونو پوری نه مربوطیږی.

******

ابوسفیان؛ مکی ته د مسلمانانو له ورتګ وړاندی، د ښار خلګ د اسلام لښکر له شتون څخه خبر کړل، او ویی ویل: ما له نږدی څخه هغوی لیدلی دی- مقاومت کول هیڅ فایده نه لری- هرڅوک چی زمام کور؛ یا کعبی ته پناه یوسی- په امان کی به وی.

له بلې خوا؛ حضرت پیغمبر ص د اسلام قوماندانانو ته وفرمایل: «زما ټول کوښښ دا دئ، چی مکه؛ د وینی له توئیدو پرته فتح شی. ورو؛ ورو د اسلام لښکر د مکې ښار ته ننوت. هغه ورځ؛ د پیغمبر ص او مسلمانانو لپاره، د فتحی او بریالیتوب ورځ وه. حضرت پیغمبر ص چی د رحمت او عاطفی بی پایه سمندر ؤ؛ د مکې د فتحی په ورځ یوه خوږه او نه هیریدونکې خاطره، له ځانه په یادګار پریښوده؛ او د غچ اخیستنی پر ځای یی ټول وبخښل. پدې توګه د مکې ښار د مسلمانانو د ستر لښکر په وړاندی له هیڅ مقاومت پرته تسلیم شو، او د ښار ټولې برخی د اسلام د سرتیرو په کنټرول کی ورغلې. حضرت پیغمبر ص د عزت او پرتم په لوړ حد کی، مسجد الحرام ته ورغئ، د انحضرت یاران د پتنګانو په شان د دوی په خواؤ شا را ټول شوی ؤو. د هغوی د الله اکبر نعره د ښار په فضا کی واوریدله خپره شوه، په مسجد الحرام کی عجیبه شور ماشور ؤ. حضرت پیغمبر ص هغو بتانو ته چی د کعبی د وره په سر نصب شوی ؤو؛ وکتل او د حضرت علی ع په مرستی سره یی هغه په ځمکی وغورځول؛ او ویی فرمایل: جاء الحق و زهق الباطل- ان الباطل کان زهوقا.

یعنی:« حق راغئ او باطل له منځه لاړ- په تحقیق سره باطل نابودیدونکی دئ »

د ماپښین په وخت- بلال د کعبی خونی بام ته وخوت، او په لوړ آواز یی د توحید نعره اوچته کړه: ا... اکبر. په یوه شیبه   ټوله مکه په شور او شوق کی ډوبه شوه. دغه شیبې د ایمان راوړونکو لپاره، ډیر ښکلی او له غرور څخه ډکی وې، بلال هماغه راز اذان ته دوام ورکړ. اشهد ان لا اله الا ا... و اشهد ان

محمد الرسول ا...

د بلال له اذان وروسته- د جَمعی شانداره لمونځ؛ د تاریخ په ستر توب، د خدای د کور په وړاندی او د وروستی الهی پیغمبر «حضرت محمد ص» په امامت ادا شو.     

 

 

 

 

 

 

 

                             

 

Sep 02, 2018 12:06 Asia/Kabul
کمنټونه