• د امام حسین ع په پاڅون کی د قرآنکریم ځلا (1)   

د کربلا انقلاب او د امام حسین ع حماسه، یو بی مثاله انقلاب دئ؛ چی له هر انقلاب څخه لا ژر د ظلم او ستم د رسوایۍ سبب شو، او د اموی ذهرجنو تبلیغاتو په دوړو کی یی، پټ حقایق څرګند کړل.

په یولړ لنډو پروګرامونو کی، له کربلا څخه تر مکی مکرمی پوری لاره کی، د مختلفو کسانو او پیښو سره په مخامخیدو کی، د حضرت امام حسین ع د قرآنی ویناؤو ځینو برخی څیړو.

قرآن کریم او د پیغمبر اکرم ص اهلبیت ع، د یو حقیقت دوی ځلاوی دی، او هره یوه یی د رحمت، محبت او هدایت بیلګی دی. د قرآن کریم او اهلبیت څخه هر یو چی غوره کړو، بل یو ته

رسیږو. د قرآنکریم په تل باندی په فکر کولو او دقت سره، د اهلبیت ع حضور ته رسیږو، او د اهلبیت ع په نظریو او تګ

لارې باندی په دقت کولو سره، د قرآنکریم د آیتونو په محتوا او

متن باندی به وپوهیږو.

د پنځون په نظام کی، د خلقت عالم د معصوم امام له شتون پرته دوام نه مومی، او د قرآن مجید په آیتونو پوهیدل؛ له امام څخه د   مرستې اخیستو پرته، آسانه او ممکن نه دی. د ثقلین مشهور  او متواتر حدیث، دغه حقیقت څرګندوی. د اسلام ګران رسول ص د خپل ژوندانه په وروستیو شیبو کی وفرمایل:« زه؛ ستاسو له منځه ځم، او دوه درانه او ګران بیه شیان ستاسو په منځ کی پریږدم: یو دخدای کتاب« قرآنکرم » او بل« زما د اهلبیت عترت او لارښودونکی ». او دغه دوه هیڅکله له یو بل څخه نه بیلیږی، ترڅو د حوض کوثر ترڅنګ، زما په وړاندی راشی ». 

د امامانو او الهی حجتونو په منځ کی، د عزت او آزادۍ پیشوا؛ او د جهاد او شهادت لارښود، حضرت«حسین بن علی ع»؛ ځانګړی امتیاز لری. دوی، نږدی ۶ کلونه؛ د حضرت پیغمبر ترڅنګ او له دوی سره مل ؤ، د وحی په مرکز کی یی د قرآن عظیم الشان دلچسپه آواز اوریدلئ ؤ، او د هغه له ژورو تعلیماتو سره روزل شوی ؤ. هغه؛ ډیر زیات د قرآنکریم د معنوی جذباتو لیوال ؤ، او الهی آیتونه یی تفسیرول.

د امام حسین ع په نزد، قرآنکریم د علم؛ معرفت او د ژوندانه د طریقې یو ستر سمندر ؤ، چی باید هغه ولولو او درک

یی کړو. انحضرت فرمایل:« د خدای تعالی کتاب پر څلورو بنسټونو ټینګ دئ: عبارات- رمزونه او اشارې- لطایف او حقایق. عبارات یی د عامو خلګو لپاره دئ. اشارې او رمزونه یی د خواصو او ځانګړو بندګانو لپاره، لطایف یی د اولیاؤ لپاره، او حقایق یی د پیغمبرانو او انبیاؤ لپاره دی ». پدی اساس؛ هر څوک د خپل درک او پوهی په اندازه کولای شی له هغه څخه ګټه یوسی.

په روایتونو کی راغلی دی؛ چی عبدالرحمان سلمی، د«حمد» سوره د امام حسین ع زوی ته ور زده کړه. ماشوم، هغه مبارکه سوره د خپل پلار لپاره ولوست. انحضرت؛ عبدالرحمان ته زیات دینار او تحفی واستولی. ځینو کسانو هغه حضرت ته وویل؛ دومره زیاتی بخښنی او تحفی د حمد سوری د زده کړې ورکولو لپاره؟ امام په ځواب کی وفرمایل: هغه څه چی ما ورته ورکړل، چیرته کولای شی د هغه د ستر حق او لوی کار ځواب ویونکی وی؟

د امام حسین ع پاڅون؛ د اسلام د تاریخ له مهمو برخو څخه دئ، هغه جریان چی د کربلا د سترې او عبرت ناکی پیښی سبب شو، او۶۱ هجری قمری کال پرتمینه ځلا ځانته غوره کړه. تر اوسه پوری، لیکوالانو؛ څیړاندو او هنر منانو له مختلفو اړخونو څخه د کربلا پیښه څیړلې ده، او مختلف تحلیلونه او تفسیرونه یی

وړاندی کړی دی. یو تحقیق؛ د امام حسین ع په الهی حرکت کی، له قرآنکریم سره د انحضرت ملګرتیا ده.

امام حسین ع؛ هم په مدینه منوره کی، او هم د مکی او مدینی ترمنځ لاره کی، او هم له مکی څخه کربلا ته د تلو په وخت، د قرآنکریم په هکله خبری کولې، او له هغه سره د مینې په څرګندولو سره یی، حاضرو کسانو او راتلونکو نسلونو ته دا موضوع بیانوله؛ چی د قرآن عظیم الشان له لارښوونو څخه په ګټی اخیستنی سره یی د فساد او ستم له مظاهرو سره مبارزې ته را پورته شوی دئ.

ګوینده: له معاویی وروسته؛ د هغه زوی«یزید» د کفایت او وړتیا له لرلو پرته، د حکومت په ګډۍ کیناست. هغه؛ په فساد او بی لیاقتۍ مشهور ؤ. د خپل حکومت د ستنو د ټینګولو لپاره یی دستور ورکړ؛ چی له ټولو څخه بیعت واخیستل شی. کله چی«ولید بن عُتبه» ونه شو کولای، په مدینه کی په طبیعی توګه له خلګو بیعت واخلی،«مروان بن حکم» د ویرونی او ګواښ لاره غوره کړه، ترڅو ګواکی وکولای شی، له حسین بن علی ع څخه د بیعت په اخیستو سره، د یزید حکومت ته مشروعیت ور وبخښی. کله چی مروان بن حکم؛ د امام حسین ع حضور ته ورغئ، انحضرت د

قرآنکریم د یو شمیر آیتونو په لوستلو سره، د هغه د پوهولو هڅه وکړه، او د بنی امیی د ویرونکی او جنایت کارې څیری په ښودلو، او د خپلی کورنۍ په ور پیژندلو سره یی د اهلبیت ع وړتیا او د ځان د حقانیت یادونه وکړه، او ویی فرمایل:« افسوس په تا؛ ته پلید یی، او موږ هغه کورنۍ یو؛ چی متعال خدای د قرآنکریم د احزاب د مبارکی سورې په  ۳۳ آیت کی، زموږ په شأن کی فرمایلی دی« إِنَّمَا یُرِیدُ اللَّهُ لِیُذْهِبَ عَنْکُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَیْتِ وَیُطَهِّرَکُمْ تَطْهِیرًا  ». یعنی:( په تحقیق سره خدای غواړی، له تاسو اهلبیت څخه هرډول پلیدی له منځه یوسی، او تاسی پاک او پاکیزه کړی).

د قرآنکریم له قوله؛ هغه کسان چی کمال او لوړې درجی ته رسیږی، او ایمان د هغوی د ځان تل ته نفوذ کوی، نه ویره لری او نه غم.

امام حسین ع په همدی توحیدی نظر او ژورې پوهی او بصیرت سره، د یزید په خلاف پاڅون وکړ.                

 

                                                                                                                                                                                                                              

 

 

 

ټیګونه

Sep 10, 2018 17:48 Asia/Kabul
کمنټونه