• دکربلا   حماسه (۲) دامام حسین یو وفادار ملګری وهب بن عبدا....کلبی

دتهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه و الو دخپرونې په دې شیبو کې او د دحسینی حماسې دشپو ورځو په دوام کې یوځل بیا ستاسو په خدمت کې یوو ، دکربلا دحماسې د ځانګړنو او وفاداریو په باب له یوه نوی مطلب سره حاضر شوي یوو ،هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ

دوستانو  دکربلا  په میدان کې  دحضرت  امام حسین ابن علی علیه السلام  په وفادارو ملګرو کې  د  هر عمر ، هرې پرګنې  او  د هر رنګ او نسل  کسان ترسترګو کیږي .  بوډاګان ، ماشومان ، ښځې او زلمیان ، سپين پوستي  او تورپوستي ،  تر دې چې  ځيني د حبیب ابن مظاهر  او  مسلم بن عوسجه  په څير سپين روبې   مخلص او مخکیني شیعیان  او ځیني د  زُهیَر بن قین  بَجَلي  په شان عثماني مسلکه کسان ، ځيني هم د وهب بن عبدا...کلبی په څير تازه مسلمان شوي مسیحیان،  ټول  لکه د پتنګانو په څير  د امام  دځلیدونکي مشال  ګیرچاپیره  تاویدل  او  بلاخره هم شهیدان شول .

                 دوستانو کربلا  یوه تیره شوي واقعه  او  کوم  خاص وخت اوځاي ته محدوده پيښه نه ده ، بلکې   په هر پړاؤ او  هروخت  کې د  انسان  یوه روزونکي مدرسه  ده .  په دغې مدرسې کې   امام او ماموم ، سړی ،ښځه ، ماشوم  او زلمی  ، بوډا او ځوان ، توکم  او رنګ  او مذهب  مطرح نه دی ، بلکې تقوی ، توکل ،رضایت ، عشق ، سرښیندنه ،  او  د حق د رضایت  د جلبولولو  لپاره  د میدان په لور  پربل مخکې کیدل  مطرح دي .  دغې مدرسې ته د  واردیدو یوازینی شرط ،  دانسان  پخپله  ټاکنه ده .

               ژوند په ټاکنې سره  معنا پيداکوي  او اساسا ژوند،  انتخاب دی .د ژوندون  بڼه او  د هغوي د حرکت ډول،دانسان د ټاکنو ځلا ده .انسان  هرډول چې وټاکي،هماغه ډول خپل شحصیّت   او ژوند  جوړولی او خپل برخلیک  معلومولی شي .دغه چارې  د الهي مشیّت  په چوکاټ  او پرپنځون د  حاکم  تر  قانون لاندې  دي . 

 خو  دانسان   پخپل لاس او  یا د هغه  په ټاکنو سره دغه ټوله چارې بڼه مومي.  د نهج البلاغه  په ۷۸حکمت کې راغلي  دی ؛؛ کله  امام علی  دصفین له واقعې وروسته له شامه  بیرته ستینیدۀ،نو  هغو کسانو چې ګمان ئې کاوۀ هر څه د انسان لپاره  له مخکې ټاکل شوي دي  او  د انسان  لپاره اختیار او ټاکنه نشته،نو له  هغه بزرګواره ئې وپوښتل ؛ شام ته دمونږ تلل  دخداي په قدر او قضا سره وو؟نو امام بزرګوار دهغو په ځواب کې  وفرمائيل؛واي پر تاسو!، ممکنه ده لازمې قضاء او د حتمی قدر ګمان مو کړی وي،که  داسې وائ،نو الهي ځيری ورکول او ګواښ  او انعام او سزا  نو بیا چټي وې.::

              خداوندمتعال  خپلو بندګانو ته حکم ورکړی ،  په داسې حال کې چې   اختیار لري ،او د نهي امر ئې کړی دی څو ووریږي ،،،،  خداوندمتعال پیغمبران  چټي نه دي رالیږلي ، ا و  د بندګانو لپاره د آسماني کتابونو نازلیدا  چټي نه  وه،او آسمان اومځکه او هغه څه چې دهغو په مینځ کې دي، بې هدفه نه دي پنځول شوي . ::::::   

                            دوستانو دکربلا   په واقعې کې له بیلابیلو کلتورونو سره  مختلفو کسانو  ځانونه  په دوه لاري کې وکتل  او  لاره ئې انتخاب کړه . دوي  باید، د  آخرت او دنیا ، انسانیّت او حیوانیّت ، هدف ته په رسید او نسکوریدا، او د جنت او جهنم  په څير په دوه لارو  کې  یوه  لاره ټاکلئ.   هره یوه ټاکنه،انسان خپلو مختلفو هدفونو او  مقضدونو ته رسوي . هغه لاره چې  دامام حسین علیه السلام  وفادارو ملګرو   خوښه کړه ،او هغه لاره چې   ئې کچ کړه ،  یوه  انساني، اخلاقي،عدالت غواړي او دظلم په خلاف دراپورته کیدا لاره وه . دوي  د خپل فهم او درک ، بلکې دخپلې پوهې او تفکر په اساس چې ئې درلود، دځان لپاره هرڅه وټاکل ،څو  تر  ابد پورې  د ټولو حق غواړو لپاره  یوه  اسوه او بیلګه شي.  په دغو وفادارو ملګرو کې یو  وهب بن وهب نصراني  او یا  وهب بن عبدا... بن حباب کلبي هم دی .

                    دوستانو وهب بن وهب ،  یو هغه مسیحي  ؤ چې  په ثعلبیه سیمې کې  له خپلې  مور او ځوانې ماندینې سره  ئې ژوند کاوۀ .  له خپلې  میرمنې  سره ئې  د وادۀ  څو ورځې تیروې،چې له امام حسین علیه السلام سره ئې پيژندګلوي وشوه.د حضرت امام حسین علیه السلام د کاروان دتیریدا په وخت،دهغه  لطیف روح او پاک فطرت  د  امام حسین د دین او مهربان اخلاقو  لیواله شو . وهب او دهغه  واړه کورنۍ چې د مځکنیو لیواتلیاؤ  اسیر  او بندي نه ؤ،له حق سره په مخامخیداکې  په ډيرلنډ وخت کې پکې بدلون راغی،اسلام ئې ومانۀ او  حق ته په  عاشقانه ډول تسلیم شو.

              په ژوند کې د  ټاکنې په موقعو کې ،هغه څه چې  له انسان سره د ښو په لور ملګرتیا کوي،دهغه د زړۀ بصیّرت او ویښتیا ده . بصیرت  انسان ته اعتبار  او ارزښت ډالۍ کوي  او هغه  صالح اوسم عمل ته هدایتوي .  حضرت امام  حسین علیه السلام  په  دوامدار ډول  په دې  ټينګار کاوۀ  چې ملګري ئې روڼ اندۍ ته ورسیږي  او  د بینائۍ  په او فکر په اساس عمل وکړي . هغه بزرګوار پخپلې یوې  بې مخینې دعا کې  فرمائيلي دي ؛ الهم اجعل  علی البصره  مدرجتی، و علی الهدایه محجتی،وعلی  الرشاد مسلکي،حتی تنیلني وتنیل بی امنیتی،وتحل  بی علی ما به اردتنی و له  خلقتنی  و الیه اویتنی ::::

:::: ائ لویه خدایه ! د ما حرکت  دبینائۍ  اوپوهې  په اساس ،  د  ما لاره  په لارښونې سره ،  او د ما روده او طریقه  د  ودې او لوړتیا  زمینه وګرځوې ،څو  ما  خپل مقصد ته ورسوې او  نورخلک   د ما په وسیله  مقصد ته ورسوې  او  ما په هغه څه کې چې  ته ئې غواړې ، او د هغو په موخې سره دې زه پنځولی یم  او  د هغه واخوا ته دې  پناه راکړې ، وارد مو کړې ::::        په همدې اساس ویل کیدلی شي،چې  حضرت امام  حسین علیه السلام  په ټول بصیرت سره د اسلام د ستر پیغمبر  د سنت د احیاءپه لاره  ګام پورته  کړی،او   دمعاویه دزوي یزید له سپیرو منګولو د اسلام  دبرخلیک   د ژغورلو لپاره دهغه بلنه ، د بصیرت او پوهیدا  له امله  وه .

  امام بزرګوار له هماغه پیله  خپلو ملګرو اوپيروکارو ته فرمائيلي  ؛؛  پوه شئ، هرڅوک له ما سره یو ځاي شي،نو شهیدیږي او هرڅوک راڅخه مخ واړوي ،هیڅکله به  بریالیتوب  ونه ویني .::: له همدې امله  هغو کسانو چې په امام بزرګوار  پسې ئې  حرکت کاوه ، ښۀپوهیدل چې  څه  دنده او رسالت لري او څه  کار لګیا دی کوي ئې .

لکه څنګه چې دعاشورا په ورځ ،کله چې  وهب دمیدان په لور تلو ته تیارشو، نوخپلې ماندینې ئې مخه ونیوله اوهغه ته ئې ووئيل! ائ وهبه!د ما لپاره روښانه ده چې  ته د امام حسین په رکاب کې شهیدیږې  او تر ټولو لوړ بهشت کې  به ځاي ومومې ،  زه درڅخه غواړم  له ما سره  یوه تل پاتې ژمنه   وکړه،چې  د قیامت له ورځ وروسته  په بشهت کې به له ماپرته  ژوند نه  کوې . ::::  وهب  هم  دهغې  غوښتنه ومنله او  دحضرت امام حسین علیه السلام  په حضور کې  ئې  له هغې سره  ژمنه وکړه  چې  په تل پاتې بهشت او جنت کې  به هم   ورسره وي . نو له دې وروسته  بیا د اسلام ددفاع لپاره  دمیدان په لور ووت .:::::: 

                     له خپلې میرمنې او بچیانو سره مینه اوعشق  د انسان یو مقدس اوښکلی خصوصیّت دی .دمادی امکاناتو درلودل ،  د انسان د ژوند  دضروتونو یوه برخه ده،خو که  همدغه شیان  دانسان په ژوندکې اصل وګرځي ا و پر هرڅه برلاسه شي،مخه نیؤنکي او نسکوریدونکي  کیږي .  هغه وخت ، چې باید حرکت وشي،انسان  دریدا ته مجبوروي  او هغه ځاي کې چې  باید جهاد وشي، نو  انسان کیښناستو ته اړباسي .خو وهب   د ژوند  په ټرټولو سختو صحنو کې  او  په الهي آزمیښتونو کې  په بصیرت سره خپله  لاره غوره کړه  . هغه  په ترټولو حساس وخت او ځاي کې  تر ټولو غوره وټاکل .هغه د جنګ د وخت په شعارونو او رجز کې  داسې   وائي ؛؛؛زه  یو میړنی او کلک هوډلرونکی یم ،  او  په ډيرو سختو شرائطو کې  هیڅکله  هم سستي او لټي نه  کوم ، ائ د وهب مورې ! زه د تا په وړاندې پر هغوي حمله کوم ، او  پخپلې نیزې  سره پرې ګوزارونه کوم ،  یعني دهغه بنده ګوزار چې خپل پرور دګار ته وفادار دی .

                وهب  له دي وروسته  چي    میړنتوب سره وجنګید، دخپلې مور او ماندینې په لور  ستون شو او وې وئيل،ائ مورې! آسا راضي  شوې او کنه ؟؟؟،مور ئې ووئيل ! نه بچیه ! راضي  نه کیږم تر هغه وخته چې  د امام حسین په رکاب کې  ووژل شې ... وهب  هم بیرته ستون شو ا و  وجنګید، تر دې  چې  لاسونه ئې غوڅ شول . په دغه وخت کې  دهغه ماندینې  د خیمې یو لرګی واخست او  دهغه په لور روانه شوه او چغه ئې ووهله ، ائ وهبه!  زما مور اوپلار درڅخه قربان شه، هرڅه دې چې  په وس کې دي  او  قدرت او  طاقت درته اجازت درکوي ،  خپل جهاد او جنګ ته دوام ورکړه  ، او  دښمن د خداي د رسول له حریم  او اهل بیته لیرې  کړه . وهب ووئيل؛  ائ ښځې ! خیمو ته بیرته ستنه شه  چې  پر تا جهاد  واجب نه دی .  دهغه میړنۍ ماندینې ووئيل ؛  زه هم  غواړم جهاد وکړم او  له تا سره یو ځاي   خپل ځان  له امام حسین څخه قربان کړم:::  امام بزرګوار چې   دغه صحنه ئې  لیدله ،   په لوړ غږ سره ئې ورته وفرمائيل ؛  خداوندمتعال  دې  تاته  نیک  او ښه انعام درکړي ، د ښځو په لور بیرته ستنه شه   او له هغوي سره یو ځاي شه،خداوند پر تا رحمت   وکړه،پر ښځو جنګ واجب  نه دی :::: 

               وهب  په ډير  شجاعت سره جنګ ته دوام ورکړ،تر دې چې شهید شو.هغه  داسې  سرښیندنه نندارې ته وړاندې کړه،چې  دهغه په پاک دبدن کې د اویاؤ تورو او نیزو  نښې لیدل کیدې  او په نهایت کې  د یزید لښکریانو  د  هغه له بدنه  سر جدا کړ او  د حسین د لښکر  په لور ئې وتوغوۀ . د وهب مور  د وهب غوڅ  شوی سر  راواخست او  په غیږې کې ئې ټينګ کړ  او  د مخ وینه ئې ترې  پاکه  کړه او  وې وئيل،الحمد اللهِ الذي  بیضَ وَجهيِ بِشَهادَتِکَ بَینَ یَدَی ابی عبدِالله :   دهغه خداي حمد او ثناء چې  د تاپه شهادت سره ئې زما عزت زیات کړ،وروسته ئې  دخپل زوي غوڅ شوی سر  د  دښمن په لور وتوغوۀ ،او چغه ئې کړه، هغه قرباني چې دخداي په لاره کې مو  ورکړي وه ، بیرته  ئې نه اخلم . :::: 

د وهب  ماندینې هم    په وینو کې لیت پیت  دهغه جنازې ځان ته ورساوۀ او   د هغه سر ته کیښناسته   او د هغه رخسار ئې له وینو پاک کړل  او وې وئيل ،  د خدای بهشت پر تا مبارک وي ،  له هغه خدایه ،  چې  جنت ئې د تا روزي کړه ، غواړم، ما هم  په جنت کې د  تا تر څنګ  راولي .  شمر  چې  دغه شان عارفانه او  عاشقانه  صحنه  ئې   نه شوه  زغملی، خپل غلام ته ئې حکم ورکړ،چې هغه هم ووژني .د شمر غلام  هم پر هغې نوی ودګنۍ  د خپلې نیزې  ګوزار وکړ او  په دې ډول   هغه نوي ودګانۍ  هم د شهادت خوږ ګبین وڅښۀ. د وهب  میرمنه   هغه لومړنۍ  میرمن وه چې  په کربلا کې  د  امام حسین عیه السلام  د حریم   ددفاع په لاره کې شهیده شوه .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/**/*/*/*

=    شعر فارسی تا  آخر  مطلب .

سلام ما به وهب باد و شیر مادر او!

که داد درس شهامت به او و همسر او

نخست بود مسیحىّ و فیض اسلامش

شد آبروى وى و مکتب پیمبر او

یکى نگاه حسینش دو موهبت بخشید

که آن دو چتر سعادت گشود بر سر او

اگر چه عاطفه‌ی همسرش نگه می‌داشت

بُدى مشوّق او بر جهاد، مادر او

که من رضا نشوم از تو تا فدا نشوى

به راه سبط رسول و حریم اطهر او

پس او مقاتله‌اى کرد بس شگفت‌آور

شهید گشت و کنارش شهیده همسر او

بر او سلام و بر آن همسر و بر آن مادر!

که داشتند به آیات ایزدى، باور.

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

Sep 12, 2018 15:41 Asia/Kabul
کمنټونه