• د امام حسین ع په پاڅون کی د قرآن کریم ځلا (4)

د عاشورا معمار او پنځونکئ، حضرت« امام حسین ع » د ۶۰ هجری ق کال د رجب میاشتې په ۲۸ نیټه، له مدینی حرکت وکړ، او د ۶۱ هجری ق کال د محرم په دویمه نیټه، د کربلا خاورې ته ورسید.

انحضرت؛ له مختلفو لارو او مزلونو څخه د تیریدو په وخت، په لارښونکو ویناؤو سره؛ د خلګو ځانونه او روحونه فکر او سوچ کولو ته اړ ایستل، او د قرآنکریم  له لار ښونکو آیتونو سره د خپل پاڅون په غږمل بللو سره یی یادونه کوله، چی عزت او سرلوړې، په ټولنه کی د کږلارۍ؛ بی عدالتۍ او ظلم په وړاندی د مقاومت کولو نتیجه ده، او حق غوښتنه؛ له ذلت او ویرې، او توجیه او پلمې سره سمون نه خوری، ځکه چی متعال خدای ج د قرآنکریم د فصلت د مبارکی سوری په ۳۰ آیت کی فرمایلی دی:  

 « إِنَّ الَّذِینَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلَائِکَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِی کُنْتُمْ تُوعَدُونَ »

یعنی« په حقیقت کی هغه کسان؛ چی ویی ویل زموږ پروردګار خدای دئ، بیا یی مقاومت وکړ، فرشتګان په هغوی نازلیږی او وایی؛ مه ویریږئ او غمجن مه اوسئ، او په هغه جنت کی چی وعده یی درکړه شوې وه، خوشحاله اوسئ ».

د بدر په جګړه کی؛ چی د حضرت پیغمبر ص د هجرت  د دویم کال د روژې په میاشت کی پیښه شوه، روایت شوئ چی دری زره فرشتې د خدای د رسول ص مرستی ته ورغللی. په تاریخ کی راغلی دی: کله چی حضرت امام حسین ع هم، له مدینی ووت؛ زیات شمیر فرشتې د انحضرت حضور ته ورغللی، چی که لازم وی له دوی سره مرسته وکړی. مګر، امام حسین ع له هغوی څخه په مننی سره وفرمایل: تاسو قرآنکریم له یاده ایستلئ دئ، هلته چی د نساء د مبارکی سوری، په ۷۸ آیت کی فرمایی: «أیْنَما تَکُونُوا یُدْرِکْکُمُ‏ الْمَوْتُ وَ لَوْ کُنْتُمْ فِی بُرُوجٍ مُشَیَّدَة»

یعنی« هر چیری چی اوسئ، مړینه تاسی پیدا کوی، که څه په ټینګو کلاګانو کی اوسئ ».

هرکله؛ چی د ایمان او یقین لمبې په ځانونو کی بلې شی، ټولی پریښانۍ؛ شکونه او حیرانتیاوی سوځوی او هیری کوی. په ځان کی د یقین را څرګندیدل، او په انسانی نظر او ارادې باندی د هغه برلاسئ، ګامونو ته په تلو کی لا زیاته چټکتیا وربخښی، او د سیاستوالو له لومو او توطئو څخه تیریدل شونی او آسانوی. ځکه نو که انسان؛ له معرفت څخه بی برخی وی، کږلارۍ او تباهې پیدا کیږی، انحراف او بی لاری توب بڼه نیسی، او د ځان او د نورو خطا ایستل؛ د ژوندانه ډګر ډک کوی. د امام حسین ع په منطق کی، په لارې او هدف نه پوهیدل؛ انسان د شیطان د لوبې وسیله، او د ظالمانو د لاس آله ګرځوی، تر دې حده چی د قرآن قاری، او د نفل لمونځ کونکئ، د پرحق امام په خلاف پاڅی، او د هغه ملګرتیا نه کوی.

هغه مهال؛ چی امام په مکه کی اوسیده، له ګڼو کسانو سره یی خبری اترې وکړې، او د مخالفانو لپاره یی د حق او باطل معیار څرګند کړ. سره له دې حاله، طمع او آرمان هغه دوه خصوصیات دی، چی ګڼ انسانان یی له لوړې مرتبې څخه را کښته کړی دی، او په انسانی ټولنه کی یی ترخی پیښی پنځولی دی. له همدی رویه؛ د هغوی زیاترو کسانو خپل مخالفت او نښتی ته دوام ورکړ. امام حسین ع؛ د خپل تره زوی«عبدالله بن عباس» سره د لیدنی په مهال، چی هڅه یی کوله د دوی د ځان د ساتنی او د زړه سوی له مخی، انحضرت له مکی مکرمې څخه کوفې ته له تلو، منع کړی؛ د بنی امیې او د هغو د پلویانو په باره کی، د قرآنکریم د نساء د مبارکی سوری ۱۴۲ آیت تلاوت کړ، هلته چی فرمایی:« إِنَّ الْمُنَافِقِینَ یُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا کُسَالَى یُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا یَذْکُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِیلًا »

یعنی:« منافقان؛ له خدای سره دوکه کوی، حال دا چی هغه به له دوی سره دوکه وکړی، او کله چی په لمانځه ودریږی، په سستۍ او کسالت سره پورته کیږی، له خلګو سره ریا کوی او خدای نه یادوی مګر لږڅه».

د امام حسین ع په منطق کی، له ځانه تیریدل؛ او د تعلقاتو او پیلتوبونو له منځه وړل، د حق په لاره کی د تلو لمړنئ شرط دئ. هغه کس؛ چی په زرګونو پټو او څرګندو پړیو باندی ځان تړلئ، او ښکاره او پټو اسارتونو، د هغه ژوند کلابند کړئ، لوړو مقصدونو ته به ونه رسیږی. د سترو شخصیتونو پرتم او سترتوب پدی کی دئ، چی له ټولو پیلتوبونو څخه یی خلاصون موندلئ دئ. امام حسین ع دا ډول کسانو ته، د الهی اِنعام زیرئ ورکړ، او هغوی ته یی د آلعمران د مبارکی ۱۸۵ آیت تلاوت کړ؛ چی فرمایی:«کُلُّ نَفْسٍ ذائِقَةُ الْمَوْتِ‏ وَ إِنَّما تُوَفَّوْنَ أُجُورَکُمْ یَوْمَ الْقِیامَة»

یعنی:« هرڅوک د مړینی مزه څکی، او په حقیقت کی د قیامت په

ورځ، ستاسو اجر په بشپړه توګه تاسو ته درکول کیږی ».

په مقابل کی، امام حسین ع د کم فکرو او ظاهر بینو کسانو لپاره، د قرآنکریم د نساء د مبارکی سوری ۱۴۳ آیت تلاوت کړ، چی فرمایی:« مُذَبْذَبِینَ بَیْنَ ذَلِکَ لَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَلَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَمَنْ یُضْلِلِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ سَبِیلًا »

یعنی:« د هغو دؤو ډلو ترمنځ دوه زړه او سر ګردان دی، نه له دوی سره دی؛ او نه له هغوی سره، او هرڅوک چی خدای ګمراه کړی، هیڅکله به د هغه د ژغورنی لپاره لاره ونه مومی ».

پدې توګه؛ امام حسین ع، د هغو صبر کونکو او ایماندارو کسانو اډانه شو، چی د حقتعالی په لطف او مهربانۍ یی باور درلود، او ننداری ته د حماسی او سرښندنی په ایښودولو کی، له یو بل څخه مخته کیدل.                             

 

 

 

ټیګونه

Sep 15, 2018 11:29 Asia/Kabul
کمنټونه