Jan 26, 2019 12:21 Asia/Kabul
  • دتهران او ځینی  نړیوالې نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کېله نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو . هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ.

داهم دتهران ورځپاڼو په سر کې  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل لومړی مخ ئې لیکلی دی ،د ایران اسلامی جمهوریت دپوځ د مځکنی ځواک  داقتدار ۹۷ ستره  مانوره  پرون سهار د اصفهان په دښتو اوغرنۍ  سیمو کې  د یا زهرا سلام ا... علیها  په  رمز سره  پیل شوې او په قدرت سره دوام لری .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، اروپائی  اتحادئې دبهرنی سیاست   دکمیشن د مشرې میرمن فډریکا موګرینی  ویندوئې  وئیلی دی ، په راتلونکو څو ورځو کې به  له ایران سره داروپا  دمالی  ځانګړو لارو چارو نظام  یا ایس پی وی سسټم  اجرائی شی ، څو له ایران سره تجارتی  معادلات  لازیاته  پراختیا ومومی .

  دامریکا خارجه وزارت  په پولینډ  کې دکیدونکی  ایرانی ضد کنفرانس  له موخو چې  په همداوروستیو کې ئې شورماشور جوړ کړی ،  دیوې اعلامیې په خپرولو سره شاتګ کړی او  د دغه کنفرانس دبحث  وړ چورلیزونه ئې  بدل کړی دی .  دامریکا  دخارجه وزارت اعلامیې ، د پولینډ  دکنفرانس ترسره کیدا  دې ځل ،  د  : په مینځنی ختیځ کې  دسولې او امنیت راتلونکی : په موضوع سره  اعلان کړی او ترجیح ئې ورکړی ،  په دغې اعلامیې کې دایران نامه ورځای نه کړ ی . داپه داسې حال کې دی چې  د  اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست دمسئولې میرمن فډریکا موګرینی پشمول زیاتره  اروپائی او نورو هیوادونو  لوړپوړو چارواکو  په دغه کنفرانس کې له ګډونه  ډډه کړې ده .

په  داسې حال کې چې  امریکا د ونزویلا د موقت ولسمشر په توګه د  دغه هیواد  دملی شورا مشر  او د اپوزیشن ړد رهبر  خوان  ګوایډو  په معرفی کولو سره   د ونزویلا واټونه  د نیکلاس مادورو  د قانونی حکومت په ضد د  واټونو د لښکر کشۍ   او  دحکومت دمخالفانو داعتراضیه مظاهرو  په مانورو بدل کړی دی ،  دونزویلا ولسمشر  نیکلاس مادورو  اعلان کړی دی ،  چې  هغه له امریکاسره اړیکې غوڅې کړی دی  او  دغو پیښو ته به هیڅکله هم تسلیم نه شی .  په عین حال کې دایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی  بهرام قاسمی په یولړ څرګندونو کې   په ونزویلا کې دامریکا دبې ځایه ګوت وهنو پّه محکوم کولو سره  وئیلی دی ، داسلامی ایران حکومت او ملت  د  هرډول بهرنیو  لاسوهنو او  دسیسو په مقابل کې دونزویلا دملت او حکومت بشپړ ملاتړ کوی .

  دایران داسلامی جمهوریت د پوځ  دسټراټژیکو  مطالعاتو دمرکز مشر  امیر تورن جنرال  احمد رضا پوردستان  د : پوځ داقتدار څلویښت کلن پړاؤ :  په نامې سره  د درنښت  په دستورو کې  پخپلې وینا کې وئیلی دی ، په افغانستان کې د داعش تفکیری ترهه ګرې ډلې  له شپږو تر اوه زره پورې  ترهه ګر غونډ شوی دی  او د سعودی عربستان اومتحده عربی اماراتو  په پیټرو ډالرو او وسلو سره  تغذیه کیږی څو  دایران ، روسیې او سیمې  په ضد  ورځینی دیوه اړم په توګه  ناوړه استفاده وکړی . سردار پوردستان  ددې خبرې په کولو سره چې  دوی دمونږ پولو سره نزدې نه دی ، وئیلی ،   دایران مځکنی ځواک  په بشپړ دول په پولو کې  فعال شتون لری او  درستې چارې په ښه   ډول او ځیرتیا سره څاری  او که  که موم تیروتی حرکت هم وشی ، نو  غاښ ماتونکی ځواب به ووینی .  هغه  زیاته کړې ،   دایران داسلامی جمهوریت  دفاعی نظریه  یوه دفاعی  نظریه ده او نور مونږ   غلی نه شو کیښناستلی څو دښمن  چې څه غواړی ، ودې ئې کړی ، نه داسې نه د ه ، مونږ د دغه اسلامی  انقلاب  په برکت سره  ددفاعی قدرت هغې مرحلې ته رسیدلی یوو  چې  په سیمې کې  لومړنۍ خبره کوی .

=     داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،  د یمن دانصار ا... ولسی  مبارز غورځنګ رهبر سید عبدالمالک بدرالدین  الحوثی  د شهید دورځې په مناسبت  پخپلې یوې وینا کې  وئیلی دی ،  سعودی ائیتلاف  په یمن  په تیریو کې  ستړی شوی دی  او ډیر زیات تاوانونه ئې زغملی  دی او له دې وروسته به  هم هیڅ په لاس ورنشی او نور تاوانونه به هم ورپه برخه شی .

 دامریکا یوې مسلمانې خبریالې او دپریس ټی وی  اینکرې میرمن  مرضیه هاشمی  چې  له کوم  تور او دلیل پرته په امریکا کې نیول شوې وه او تر یولسو ورځو پورې  د بند تر پنجرو دننه وه ،  له خوشی کیدا وروسته  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، د ما دنیول کیدا هیڅ دلیل نه ؤ ،زه دخپل اعتقاد او کلک هوډ  په خاطر نیول  شوی او  په بند کې راسره ډیر بد چلند شوی دی  چې دا پخپله  دامریکا له خوا دبشری حقوقو  یوه  څرګنده خلاف ورزی ده ، چې باید  دبشری حقوقو نړیوال اورګانونه او  موسسې دې په دې باب  خپل مسئولیّت   وپیژنی او نور دې دامریکا په څیر دجنایتکارو او مستکبرو تالی څټی نه جوړیږی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی  دی ، دبخښنې نړیوالې  ادارې پخپل یوه وروستی راپور کې  دسعودی عربستان په بندونو کې  د ښځینه فعالانو دشکنجو او جنسی تیریو په باب لړزونکی راپور  خپور کړی چې ښئ   د ۲۰۱۸کال په لومړنیو درو میاشتو کې په سعودی عربستان کې  د بشری حقوقو  لس دفاع کونکی فعالان  په غیر رسمی ډول او   په نامعلومو بندونو کې زندانی شوی  چې ښئ د محمد بن سلمان  په شخصی  فرمان سره  نیول شوی   او پر هغوی  د  غیر انسانی  اقداماتو په دوام کې جنسی تیری شوی او په ډیر بوږنونکی ډول  شکنجه شوی  او په دې باب   دڅیړنو هیڅ امکانات  هم  ورکوی.

 په داسې حال کې  چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  له سورئې دامریکائی  عسکرو  د ویستلو  اعلان هم کړی ،  بیا هم دامریکا پوځ  د سورئې  په حلب ،رقه او الحسکه ولایتونو کې دیره   دترهه ګرو او د امریکائی پوځیانو دمرکزونو په لور  دپنجشنبې په شپه   په کابو دوه سوه پنځوسو  ټریلرو او ګاډو کې بار ډول ډول وسلې  تجهیزات او  وسایل    خپلو مرکزونو او داعشی ترهه ګرو ته رسولی دی .

 دصهونیسټ رژیم د :بګین سادات :نومې د تینک ټینک یا  فکر مرکز  یوه څیړاند او خبریال  ایدی کوهن وئیلی دی د  عربستان د  استخباراتی  ادارې مشر  خالد بن علی بن عبدا... الحمیدان  تل ابیب   ته په پټ سفر ورغلی دی .

=     داهم ایران  ورځپاڼه ده  چې لیکلی ئې دی دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  دونزویلاله خارجه وزیر خورخه  آرره آسا سره  په خبرو کې په ډاګه کړې   داسلامی ایران حکومت او ملت د نیکلاس مادورو  دقانونی حکومت او ملت  بشبړ ملاتړ کوی .

دسورئې  په الحسکه ولایت کې  دتکفیری ترهه ګرو ترمینځ  په نښتو کې  چې له څو ورځو راهسې  دوام ولری ، وئیل کیږی ، په لسګونو ترهه ګرهلاک اوټپیان شوی او دغه راز ئې دیوه بل لوری  په لسګونو کسان برمته کړی هم دی .

 دافغانستان  په بیلایبلو  سیمو کې د افغان  امنیتی مامورانو اووسلوالو مخالفاتو ترمینّځ نښتې هماغه راز  دوام لری او داسې کومه ورځ نشته چې  یو شمیر  کسان خپل ژوند له لاسه ورنه کړی .

 =       اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې  له انټرنیټه مو راخستی اوله تاسو سره ئې هم شریکې کوو

(باید ووایو چې دغه لیکنې  د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

د کابل چاپ  ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې د خبرو په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دی.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلی، په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر مینځ د څو ورځنیو خبرو په پایله کې د امریکایی پوځیانو د وتلو په شمول پر مهمو مسایلو هوکړه شوې  .

په سرمقاله کې وړاندې راغلی، تر دوه اوونیو بندون وروسته په خبرو کې دا تمه نه وه چې تر دوو ورځو دې زیاتې اوږدې شی، له بله پلوه داسې هم نه برېښېده چې د امریکایی پوځیانو د وتلو په شمول دې پر مهمو مسایلو توافق وشی.

خو د سرمقاله لیکونکی په خبره، سره له دې چې لا هم ټول جزیات نه دی ایشوا  شوی، داسې ښکاری چې د اټکلونو پر خلاف د طالبانو او امریکا تر مینځ پر ډېرو مسایلو هوکړه شوې ده.

 ویسا،د سرچینو په حواله دا هم لیکلی چې اوس یوازې د بهرنیو پوځونو د وتلو پر مهالوېش او له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو پر سر اختلافات پاتې دی.

ورځپاڼې په ټول  کې خبرې بریالۍ ګڼلی او د ښو پایلو هیله یې کړې ده.

 =   ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلی، طالبان راځی او امریکایان له افغانستانه وځی.

په مطلب کې وړاندې راغلی چې وال سټریت ژورنال طالبانو ته د یوې نږدې سرچینې په حواله لیکلی چې د طالب استارو او خلیلزاد تر مینځ د خبرو په څلورمه ورځ په دې هوکړه شوې چې طالبان به القاعده او داعش ډلې ته اجازه ور نه کړی چې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د حملو لپاره استفاده وکړی.په مطلب کې د سرچینې په حواله دا هم راغلی چې په دغو مذاکراتو کې له افغانستانه د امریکایی پوځیانو د وتلو او د دوی  د پوځی اډو په اړه خبرې روانې دی.

د مطلب لیکوال لیکلی، تمه ده چې د خبرو په پای کې دواړه لوری یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړی.

=     دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلی چې د قطر غونډه پر ګدې اعلامیې د اختلاف له امله د شنبې ورځې ته  ځنډېدلې .

په مطلب کې وړاندې راغلی، ټاکل شوې وه چې په قطر کې د طالب استازو او امریکایی پلاوی تر مینځ خبرې د جمعې په ورځ پای ته ورسېږی، خو داسې ښکاری چې د دواړو خواوو تر مینځ یو شمېر مهم اختلافی موارد لا هم پر ځای پاتې دی.

ورځپاڼه لیکی، طالبانو ته یوې نېږدې سرچینې ویلی، امریکایی پلاوی له طالبانو غوښتی چې په خپرېدونکې اعلامیه کې د اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو  ډاډ ورکړی، خوطالبانو ورسره مخالفت کړی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه