Aug 28, 2019 14:15 Asia/Kabul
  • لویدیځ او بشری حقوق

د بوډاګانو لپاره سلامتیا او درملنه ډیر اهمیت لری . خو باید د بوډاتوب اړتیاوې یوازې درملیزو اړتیاو ته راکمې نکړو ، درملیزې اړتیاوې مهمې دی خو د بوډاګانو مخصوصې اړیتاوې ندی . عاطفی ، اقتصادی ، اجتماعی اړتیاوې ، د فراغت وختونه ، د اغیزمن والی احساس او د کرامت او درناوی درلودل هغه نور عوامل دی چی د یوه شایسته بوډاتوب درلودلو لپاره ضرورت لری .

نن سبا په انګلستان کی اکثره خلک د دغه هیواد د اجتماعی څارنو د کړکیچ او هغو دباونو په هکله چی د خپلواکه او باکرامته ژوند د درلودلو لپاره بوډاګانو ته د اساسی خدماتو د وړاندی کولو په ارتباط دی ، خبری کوی . که څه هم دغه کړکیچ ممکنه ده د نه زغملو وړ وبریښی خو د دغه کړوکیچ د رامینځته کولو لپاره خاص دلایل موجود دی چی هغه لیری کیدلې شی .

د بوډاګانو لپاره سلامتیا او درملنه ډیر اهمیت لری . خو باید د بوډاتوب اړتیاوې یوازې درملیزو اړتیاو ته راکمې نکړو ، درملیزې اړتیاوې مهمې دی خو د بوډاګانو مخصوصې اړیتاوې ندی . عاطفی ، اقتصادی ، اجتماعی اړتیاوې ، د فراغت وختونه ، د اغیزمن والی احساس او د کرامت او درناوی درلودل هغه نور عوامل دی چی د یوه شایسته بوډاتوب درلودلو لپاره ضرورت لری .

««««««««««««««««««

دبشری حقوقو د څار ونکی ادارې راپورټر وایی ما تیر کال په انګلستان کی له بوډاګانو سره په مرکو او د درملیزو خدماتو د کمیدا په اړه د هغو د تجروبو په اړه په خبرو تیر کړ . له داسې کسانو سره مې خبرې کړی دی چی لومړی له ناروغیو اوساده عفونتونو سره مخامخ وواود درملیزو خدماتو د کمیدا په دلیل ندی توانیدلی چی ښه درملنه یې وشی  او اوس له سختو ناروغیو سره مخامخ شوی دی . دغه زیات عمر درلودونکی کسان نه یوازې د ناروغۍ له زیاتیدا سره مخامخ شوی بلکې په هغو کی زیاتو کسانو ویلی دی چی د هغو عزت نفس خراب شوی دی ، یو وخت مجبوره شوی دی چی د خپلې درملنې لپاره له خپلو بچیانو چی ستر کړی یې دی ، پور واخلی . هغو ویلی دی چی هماغه راز په نامطمین حالت کی دی او نه پوهیږی چی د انګلستان حکومت اجتماعی ملاتړونه او خدمات به کله په بشپړه ختم شی . هغه  زیاتوی چی زه ډاډمن یم چی دا یوازې د سکط یو مخ دی او داسې ډیر غمجنونکی داستانونه شته دی . داسې کیسې چی په انګلستان کی د  بوډاګانو په وړاندی د حکومت د نه څارنې او سیسټماټیک مشکل ښودنه کوی .

««««««««««««««««

اجتماعی ملاتړ ډیر پراخ مفهوم لری چی د انسان په روانی ، بدنی او اجتماعی بیلا بیلو اړخونو کی زیات کارندوالی درلودلی شی او د هغه د جسمی ، روانی او اجتماعی هوسا د زیاتیدا سبب کیدلې شی . اجتماعی ملاتړ په څو دلیلونو ځانګړی اهمیت لری ، لومړی دا چی انسان ټولنیز موجود دی او اجتماعی ارتباط د وګړیو د ژوند په کیفیت کی د یوه اصلی عامل په توګه مطرح کیږی . همداراز اجتماعی انزوا بدې اغیزې لری . پر دې سربیره مطالعاتو ښودلی ده چی د اجتماعی سلامتیا د ټاکونکیو موردونو ته پام لکه ټولنیزه پانګه او اجتماعی مشارکت هم د بوډاګانو د روانی سلامتیا په لوړتیا کی پام وړ رول لری .

««««««««««««««««««

د بشری حقوقو څارونکی ادارې جاجولی ده چی په انګلستان کی څرنګه د بوډاګانو لپاره اجتماعی مراقبتونه ترسره کیږی چی په دغو جاجونو کی معلومه شوی ده ، ناسمې جاجونې د هغو وګړیو د خدماتو د سختې کمیدا سبب کیږی چی باید په ټولنه کی د خپلواکه ژوند او سلامتیا لپاره د هغو حق ملاتړ وشی .

د مراقبت د قانون (THE CARE ACT 2014 )په اساس هر کس چی په دغه قانون کی  د خاصو ټاکل شویو معیارونو او ځانګړنو درلودونکی وی ، د اجتماعی خدماتو او په حکومتی بودجې د مراقبت تر پوښښ لاندې د راتللو اجازه لری . دغه  ټولنیز خدمات او مرستې په کور کی د خوړو برابرول ، جامو اچول او د بوډاګانو حمام په شان موردونه پکی هم شامل  دی .

د بشری حقوقو د څارنې راپورټر وایی له تحقیقاتو او جاجونو وروسته معلومه شوه هغه ځای چارواکی چی د اجتماعی مراقبتونو د جاج دنده لری ، د مرکزی دولت له معناداره څارنی پرته دغه جاج ترسره کوی او په شرایطو پوره بوډاګان په خپله خوښه غوره کوی . همداراز دغو جاجونو او مرکو دا هم څرګنده کړی ده چی که یو کس د خپلو اجتماعی خدماتو د کمولو یا غوڅولو په اړه د بیا کتنې غوښتنه هم وکړی ، ځای چارواکی کولی شی له دی سره سره چی وګړی د ځای چارواکو د جاج د بیا کتنې غوښتنه کړی ده ، د هغه مراقبتونه کمولې یا غوڅولې شی . دا مسله په دې معنا ده چی بوډاګان چی ځینې پکې د الزایمر او هیرولو په شان له مسلو سره مخامخ دی ، همداسې  پریښودل شی  او کومه څار نه او خیال یې نه ساتل شی .

له بوډاګانو د اجتماعی خدماتو د کمولو یا ختمولو مشکل هغه مسله ده چی که کنټرول نشی نو احتمالا وده به وکړی . د نیشنل اډیټ افس د اعلان په اساس اټکل کیږی چی په انګلستان کی دزیات عمر درلودونکو نفوس چی ۶۵ یا زیات عمر لری ، له ۲۰۱۴ تر ۲۰۲۴ پورې له شلو فیصده ودې سره مخامخ دی .

«««««««««««««««««««««

دغه ملاتړونه په بوډاګانو د رحم په معنا نده . د بوډاتوب بحث په درستې نړۍ کی یو حقیقت دی . هماغه ډول چی د دنیا د نفوسو د بوډاتوب په اړه د ملګرو ملتو د کارپیژاندو په ځلونو خبرداری ورکړی دی  او دا د بوډاګانو د حقوقو د رعایتولو او له بوډاګانو د حکومتونو د زیات ملاتړ په معنا ده . د نفوسو بوډاتوب یو نړیوال بهیر دی . د نړۍ نفوس په چټکتیا سره په بوډا کیدو دی . د ملګرو ملتو د نفوسو د اټکلونو په اساس د شپیته کلن یا له هغه زیات عمر درلودونکیو د نفوسو ونډه د دنیا له اوسنی ۸۴۰ میلیونه د یوویشتمې پیړۍ تر نیمایی پورې کابو دوه میلیارډو ته ورسی . دا ښکارنده یوه نړیواله ښکارنده ده  او درست هیوادونه پکې شامل دی . پراختیایی هیوادونه د بوډاګانو د نفوسو په زیاتیدا کی مهمه ونډه لری . حاضر دمه داسې ښکاری چی د نفوسو د بوډاتوب موضوع زیاتره له پرمختللیو هیوادونو سره اړه لری ، په داسې حال کی چی پراختیایی هیوادونه په چټکتیا سره په دغه لور حرکت کوی او ورسره یو ځای کیږی . د نفوسو اټکلونه زمونږ مخې ته متفاوت حقیقتونه څرګندوی . په دې اساس تمه کیږی چی د اوسنی پیړۍ تر نیمایی  په مځکه  له هرو لسو بوډاګانو کابو اته کسان په پراختیایی هیوادونو کی وی . دا په دې معنا ده چی په راتلونکی کی به د بوډاګانو د نفوسو جغرافیایی وضعیت بدل شی .

««««««««««««««««

په عین حال کی بوډاتوب هغه چاره ده چی زمونږ ټولو لپاره به ترسره کیږی  او کله چی مونږه بوډاګان شو نو دا حق لرو چی په خپلواکه توګه او د اجتماعی خدماتو او ملاتړونو لاندې ژوند وکړې شو . په دغو  اړتیاوکی حتی له بوډاګانو مالی ملاتړ هم شامل دی . څرګنده ده چی اجتماعی څارنې اکثره په کور کی له بوډاګانو له څارنی او ورته خدماتو وړاندی کولو ارزانه دی . خو ډیر وختونه د عمر توپیرونه  چی په ټولنو کی هماغه راز دوام لری ، د بوډاګانو لپاره د سیاستونو جوړولو په ارتباط په فیصلو کی د خاص لوری د رامینځته کیدا سبب کیږی  او په نهایت کی د بوډاګانو د حقوقو د تضعیف سبب کیږی .

«««««««««««««««««««

اوس پوښتنه دا ده چی څرنګه په انګلستان کی د اجتماعی څارنو کړکیچ حل شی ؟د بشری حقوقو د څارنې اداره باوری ده لومړنې ګام دا دې چی پوهه شو دا کړکیچ تر کومه اندازه ستر او پراخ دی . په پریکنده توګه د دولت له ځواب ویلوا و مسولیت منلو پرته د بوډاګانو د اړتیاو دقیقه جاجونه نشی کیدلی . همداراز د انګلستان حکومت  باید پوهه شی چی د بوډاګانو لپاره د اجتماعی خدماتو د بودجې زیاته کمیدا چی د اقتصتادی ریاضت تر دباو لاندې ترسره شوی ، د بوډاګانو د حقوقو او اجتماعی څارنو څه اغیزې شیندی .

خو مسله دلته ده چی تر هغه چی د  انګلستان حکومت فیصله وکړی چی د دغې مسلې جاج واخلی او د دغه کړکیچ ژور والی درک کړی . په درست انګلستان کی خلک په خپل بوډاتوب کلونو کی د خپل بوډاتوب حقوقو په ارتباط د ضروری اجتماعی څارنو د ترلاسه کولو په اړه په غیر ډاډمن وضعیت کی دی .

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه