May 11, 2021 11:31 Asia/Kabul
  • نن په افغانستان کښې عامه وير دے

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ولسمشر اشرف له دغې خونړۍ پېښې وروسته نن سه شنبه ملي ماتم اعلان کړے، چې له امله به یې په کور دننه او بهر ټولو سیاسي آستازولیو کې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند وي او د فاتحه خوانۍ مجلسونه جوړيږي.

د تېرې نهې په ورځ د کابل په لويديځ کښې د په سيد الشهداء نومې د جينکو د ښؤنځي مخې ته د ترهه ګريزو چاودنو له امله لږ تر لږ پينځه اتيا تنه ووژل شول او له يو نيم سلو نه زيات نور ژوبل شول.

تراوسه چا کس يا ډلې د دغو چاودونو ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې خو په افغانستان او بهر کښې يې پراخه ردعمل رابرسېره کړے دے. د ايران اسلامي جمهوريت هم دغه ترهه ګريزه حمله سخته غندلې ده. دغه ترهه ګريزه حمله له افغانستانه په بشپړه توګه د امريکائي ځواکونو د وتلو په درشل کښې بڼه نيسي.

 

ټیګونه