May 12, 2021 11:16 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د کوچني اختر لپاره ځانګړې امنیتي تابیاوې غوره شوې، د داعش درې مهم ترهګر ونیوې شول، غږیز رپورټ

ننګرهار کښې د داعش ډلې درې مهم غړي نیول شوي او امنیتي چارواکو دکوچني اختر په مناسبت دځانګړو امنیتي تدابیرو د نیول کیدو خبر ورکړی دی

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي د ملي امنیت  ادارې ځانګړو ځواکونو د دې ولایت د روداتو په ولسوالۍ کې په ترسره کړو شپنیو عملیاتوکې د داعش ډلې دوه مهم غړي چې په ننګرهار ولایت کې یې د هدفي وژنو ترسره کولو مسئولیت درلود، له اسنادو اوشواهدو سره یو ځاې نیولي دي.

د والي ویاند وویل په ورته نورو عملیاتوکې چې د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې د همدغه ځواکونو له لورې تر سره شوي د ولي الرحمن په نوم دداعش ډلی د زندانیانواو ټپیانو د لیږد مسئول نیولی دی.

عطاء الله خوږیاڼي وویل، نیول شوی تن څه موده وړاندې د ننګرهار ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته ډله ییز برید هم پلان کړی و چې پکې د نوموړي پر وینا اته تنه سرتیري وژل شوي و. د ننګرهار د والي ویاند زیاته کړه: نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د نورو معلوماتوتر لاسه کولو په موخه تر پوښتنوګرویګنو او توقیف لاندې دي.

 بل پلو د ننګرهار امنیه قوماندان په دې ولایت کښې دکوچني اختر په مناسبت د ځانګړو امنیتي تدابیرو د نیول کیدو خبر ورکړ. جنرال جمعه ګل همت چې په یوه خبري ناسته کې یې وینا کوله وویل: د ننګرهار ولایت د ټولو ولسوالیو امنیه قوماندانانو او د جلا ل اباد ښار د پولیسو حوزو مشرانو ته یې جدي سپارښتنه کړې چې د کوچني اختر په ورځو کې د ولسي وګړو د امنیت دخوندیتوب په موخه اضافه امنیتي پوستې جوړې کړي او امنیتی ګزمې زیاتې کړي . جنرال همت وویل همدارنګه یې پولیسو ته له ولسي وګړو سره د ښه چلند او د هغوې ستونزو ته پر وخت درسیدو سپارښتنه هم کړی ده.

د ننګرهار امنیه قوماندان داسی مهال د کوچني اختر په ورځوکې د اضافه امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړي چې د اختر درې ورځو لپاره وسله والو طالبانو او افغان حکومت د اوربند اعلان هم کړی دی.

 

 

ټیګونه