May 13, 2021 06:33 Asia/Kabul
  • په غزه او افغانستان کې د وروستیو جنایاتو په غندنه کې د سپاه پاسداران په قدس ځواکونو کې د رهبری د استازی پیغام

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په قدس ځواکونو کې د رهبری د مقام استازی په غزه کې د صهیونیستي رژیم او په افغانستان کې د تکفیري-ترهګرو ډلو جنایات وغندل.

د سپاه پاسداران په قدس ځواکونو کې د معظم رهبر استازی علی محمدی سیرت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: د صهیونیستي یرغلګر رژیم او داعشي ترهګر چي د امریکا ناروا اولادونه دي د رمضان په مبارکه میاشته کې خپل د ټرور سیوري د ملکي وګړو په وژلو سره په نیواکي قدس او د افغانستان په مظلوم ولس خپرې کړي.

په دغه بیانیه کې راغلې: په داسي حال کې چي په فلسطین او افغانستان کې د صهیونیستانو او د داعشیانو جنایات دوام لري د بشري حقونو نړیوالي اداروې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چوپتیا او انفعالی دریځ غور کړی دی.

په دوام کې راغلې چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چوپتیا د غوره کولو لامل له صهیونیستانو او داعشي ترهګرو څخه ملاتړ دی.

د شنبې په ورځ په کابل کې د سید الشهدا د ښوونځي مخې ته د ټروریستي چاودنو د امله ۸۵ ماشومان شهیدان شوي او تر ۱۵۰ زیات زخمیان شول چي اکثره یې وړې انجوڼې وې.

صهیونیستي رژیم هم د دوشنبې په ورځ د غزې په ترانګه کې د فلسطیني وګړو په خلاف پراخ عملیات پیل کړ چي د امله یې تر دې دمه ۴۳ ملکي وګړي د ۱۳ ماشومانو په شمول په شهادت رسېدلي او ۲۹۶ کسان ټپیان شوي دي.

 

 

 

 

ټیګونه