May 13, 2021 06:44 Asia/Kabul
  •  ایران په افغانستان کې له امن او ثبات څخه ملاتړ کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د افغان ولسمشر سره په ټلفوني اړیکه کې ټینګار وکړ چي ایران په افغانستان کې له امن او ثبات څخه ملاتړ کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحانی د چهار شنبې به ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی سره په خبرو کې د کابل د ترهګریز برید د امله د افغان ولس سره د خواخوږی په وړاندې کولو سره وویل: ایران د افغانستان امنیت د ځان امنیت بولي.

روحانی زیاته کړه: د افغان امنیتي ځواکونو او د افغان ولس په وړاندې د ترهګرو ډلو د بریدونو د دوام موخه د سولي په مذاکراتو کې د افغان حکومت کمزوري کول دی.

د ایران ولسمشر په دې باندې په ټینګار سره چي د افغان ولس او د افغانستان د حکومت په مشری د سولي له بهیر څخه ملاتړ د ایران اساسي سیاست دی وویل: موږ په افغانستان کې د سولي د تینګولو په لړ کې د همکاریو لپاره پوره تیار یو.

روحانی وویل: امریکا د طالبانو په وړاندې په خپلو سیاستونو کې د خپلو ستونزو د حل پسې دي او د افغان ولس او د افغانستان د حکومت اندېښنو ته هیڅ پام نه کوي.

د ایران ولسمشر ټینګار وکړ: ایران د ملګرو ملتونو په نوښت په سیمه کې د سولي په مساله کې د اجماع د رامینځ ته کولو له بهیر سره د مرستي لپاره چمتو دی.

هغه همدارنګه د دواړو مسلمان او ګاونډ هیوادونو تر مینځ د بشپړو همکاریو د سند په وروستي کېدو او د اړیکو په مضبوطولو ټینګار وکړ.

د افغانستان ولسشمر هم د ایران د حکومت او د ولس له غمشریکی څخه په قدرونې سره وویل: دغه یو شیطاني اقدام و چي د ترهګرو ډلو په مټ تر سره شول.

اشرف غنی له ایران څخه د افغانستان د ملګري هیواد په توګه یادونه وکړه چي تل په افغانستان کې د سولي او د ثبات غوښتونکی دی.

 

 

 

ټیګونه