Jun 13, 2021 04:08 Asia/Kabul
  • پاکستان د کرونا په وجه کابل کې خپله کونسلي څانګه بنده کړه

په کابل کې د پاکستان سفارت نن اعلان وکړ چې د کورونا وایرس له کبله د وضعیت د خرابېدو په خاطر په کابل کې خپله کونسلي برخه د یوې اوونۍ لپاره بندوي.

په کابل کې د پاکستان سفارت نن اعلان وکړ چې د کورونا وایرس له کبله د وضعیت د خرابېدو په خاطر په کابل کې خپله کونسلي برخه د یوې اوونۍ لپاره بندوي.

د تاند خبري سایټ په لیکنه د پاکستان د سفارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روان جون له ۱۳ یعني یکشنبې څخه د جون تر ۱۷ پورې به د دوی کونسلي څانګه بنده وي.

کونسلي څانګه وېزه صادروي او عموماً په کابل کې د پاکستان د سفارت پر کونسلي څانګې د مراجعینو ګڼه ګوڼه خورا ډېره وي.

د پاکستان سفارت په عین حال کې ویلي چې په آنلاین بڼه به د وېزې ورکولو ته دوام ورکړي.

دغه سفارت سره له دې چې ویلي یې دي د جون تر ۱۷ پورې به د سفارت کونسلي څانګه بنده وي، دا یادونه هم کړې چې د جون په ۱۷ به پرېکړه وکړي چې کونسلي څانګه پرانیزي او که نه.

 

ټیګونه