Jun 13, 2021 05:55 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو پاتې کیدل نه منو

طالب ډلې ویلي چې په افغانستان کښې په هره نامه د بهرنیو ځواکونو شتون او افغانان او د اسلامي امارت لپاره د منلو وړ نه دی

طالب ډلې ویلي چې په افغانستان کښې په هره نامه د بهرنیو ځواکونو شتون او افغانان او د اسلامي امارت لپاره د منلو وړ نه دی

طالبانو په یوه خبرپاڼه کښې په افغانستان کښې د هوايي ډګرونو یا سفارتخانو د امنیت د تامینولو په نامه د بهرنیو ځواکونو د شتون په هکله ځینو خبرونو او رپورټونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د افغانستان د خاورې د یو، یو لویشت، هوايي ډګرونو، بهرنیو سفارتخانو او ډیپلماټیکو نمایندګیو د امنیت ساتل د افغانانو  مسئولیت او ذمه واري ده.

طالبانو خبرداری ورکړی، له هغو کسانو سره چې وغواړي د هوايي ډګرونو او سفارتي ودانیو د امنیت د تامینولو په پلمه په افغانستان کښې پاتې شي، جدي چلند به وکړي او دا ډله به ورته د (نیواکګر) په توګه وګوري.

له دې مخکښې هم د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله د ترکیې د پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکښې ویل شوي وو چې ترکیه به د ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته د کابل د هوايي ډګر د اداره کولو دنده په غاړه واخلي.

 

ټیګونه