Jun 13, 2021 05:57 Asia/Kabul
  • آرشیو
    آرشیو

د افغانستان د غور ولایت تولک ولسوالي د طالب ډلې کسانو نیولې ده

د افغانستان د غور ولایت تولک ولسوالي د طالب ډلې کسانو نیولې ده

د افغانستان په ولسي جرګه کښې د غور د خلکو استازي عطا محمد دهقانپور پرون وویل: د تولک ولسوالۍ په مرکز باندې د طالبانو له حملې وروسته امنیتي ځواکونه د دریو ساعتونو له نښتې او مقابلې وروسته شاتګ ته مجبور شول او د ولسوالۍ ودانۍ او د پولیسو قومنده د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

دهقانپور ځايي رسنیو ته وویل چې تقریباً ۲۰ امنیتي ځواکونه له طالب وسله والو سره په نښته کښې وژل شوي او ۱۵ نور زخمي شوي دي.

هغه هم داشان وویل په تیره یوه لسیزه کښې د غور ولایت دوه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې دي.

د ویلو ده چې طالب ډلې وړمه ورځ د تخار ولایت د اشکمش ولسوالي هم نیولې وه.

 

 

ټیګونه