Jun 13, 2021 16:22 Asia/Kabul

پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین وایي چې ددې ولایت د (جانېخیلو ) په ولسوالۍ کې د (محمدامین او هستي) په سیمو کې پولیسو د طالبانو په یوې ډلې برید ترسره کړی چې وروسته دطالبانو له لورې محاصره شوي او دمرستندویه ځواکونو په رسیدو سره (۳۳) تنه طالبانو او (۳) تنه افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتې.

زمونږخبریال له غزني راپور راکو ي، دیاد ولایت د والي ویاند واحدا.... جمعه زاده رسنیو ته وایي چې په تیرو(۲۴)ساعتونو کې دغزني په (مقر،ګیلان او اندرو ولسوالۍ) کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر تاسیساتو ډله ایز بریدونه کړي چې په وینا یې د افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو له ځوابي بریدونو سره مخ شوي او په پایله کې (۸۰) تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او (۳) تنو افغان ځواکونه هم ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي .

د یوبل خبر له مخي د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین وایي چې ددې ولایت د (جانېخیلو ) په ولسوالۍ کې د (محمدامین او هستي) په سیمو کې پولیسو د طالبانو په یوې ډلې برید ترسره کړی چې وروسته دطالبانو له لورې محاصره شوي او دمرستندویه ځواکونو په رسیدو سره (۳۳) تنه طالبانو او (۳) تنه افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتې.

خو دوسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په لیږل شوي پیغام کې ویلي چې

په یاده پیښه کې یې (۱۸)  افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې چې په ټپیانو کې د قیصر په نوم یو تن قومندان هم شامل دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم په غزني ولایت کې (۶۰) تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او (۷) تنه نو ژوندي نیول شوي وو.

د وروستیو حالاتو په اړه له غزني زمونږ دخبریال رالیږلی وروستی راپور په ګډه سره آورو 

ټیګونه