Jun 25, 2021 04:42 Asia/Kabul

په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې طالبانو په داسې حال کې د حکومتي او ولسی مرکزونو اوتاسیساتو په ضد حملې او بمي چاودنې زیاتې کړي ، چې وئيل کیږي ،د ترکیې په استانبول کې دبین الافغاني خبرواترو لپاره طالبان او حکومتي لوري ځانونه تیاروي  او دغه راز  پرون د افغانستان  ولسمشر اشرف غني ا و عبدا..عبدا.... هم  واشنګټن ته خوځيدلي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ ،  دافغانستان دفاع وزارت  ددغه هیواد په پنځلسو ولایتونو کې  دجنګ جګړو په تائيدولو سره  منلې ده ، ددغه هیواد په شمالي برخو کې ځيني ولسوالۍ طالبانو نیولي دي .

 د افغانستان د دفاع وزارت  مرستیال ویندوي فواد زمان  له فارس خبری آژانس سره په خبرو کې  دجنګ د ډګرونو  د حالاتو په بیانولو سره  وئيلي دي ،دم ګړۍ په ډيرو سیمو کې په تیره بیا د هیواد په شمالي برخو کې جنګ ډير زیات شوی دی .

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  امنیتي ځواک  په مختلفو سیمو کې  د طالبانو له ترهه ګرو وګړو سره ښکیل  دی ، زیاته کړې ،له پنځلسو په زیاتو ولایتون کې په دوامدار ډول نښتې روانې دي او په ځينو ورځو کې حتی له شلو ولایتونو هم په زیاتو  کې  ترسره کیږي . 

Image Caption

 

  د افغانستان د دفاع وزارت دغه مسئول مقام  په دوام کې وئيلی دي ، دافغانستان امنیتی ځواک  دتیرو څو ورځو په نسبت  په لاښه موقعیّت کې دی  او په پلانونې او انسجام سره  ځواکونو درستې سیمې په تیره بیا په شمال کې   د حکومت له لاسه وتلي سیمې به ډیرې زر له طالبانو پاکې کړي .ځکه افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ولسی پاڅون کونکي هم ورسره ملګري شوي دي . هغه سیمې  چې طالبانو لاندې کړي ، د دوي د بریالیتوب په معنا نه دي ،بلکې دغه سیمې دیوه خاص تاکتیک په اساس  خالی کړائ شوي دي . طالبان د سیمو د کنټرولولو  وس نه لري او ډير زر ئې  له درستو سیمو وشړي.

داپه داسې حال کې د ي چې  دافغانستان دفاع وزارت په یوې خبرتیا کې پرون ناوخته وئيلی دي ،په پکتیاولایت  کې ئې د طالبانو په ضد په عملیاتو کې سید کرم ولسوالۍ د طالبانو له وجوده پاکه کړې او په دغه ولایت کې له نورو ولسوالیو هم دطالبانو په ضد عملیات زیات شوي  او په زیاترو سیمو کې ولسی پاڅون کونکي هم له امنیتي ځواک سره یو ځاي شوي دي .

په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې طالبانو په داسې حال کې د حکومتي او ولسی مرکزونو اوتاسیساتو په ضد حملې او بمي چاودنې زیاتې کړي ، چې وئيل کیږي ،د ترکیې په استانبول کې دبین الافغاني خبرواترو لپاره طالبان او حکومتي لوري ځانونه تیاروي  او دغه راز  پرون د افغانستان  ولسمشر اشرف غني ا و عبدا..عبدا.... هم  واشنګټن ته خوځيدلي دي .

 

ټیګونه