Jul 16, 2021 16:11 Asia/Kabul
  • دوحې ته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د پلاوي تګ

د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د صلحې په هدف د افغانستان يو پلاوے له طالب ډلې سره د صلحې خبرو په تړاو نن د جمعې په ورځ دوحې ته روان شو.

ټاکل شوې چې دغه اته کسیز پلاوی به په دوحه کښې له طالب مشرانو سره د صلحې په اړه په بنيادي مسائلو خبرې شروع کړي.

د یاد پلاوے مشر او د مصالحې شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په همدغه هدف جوړې شوې غونډې ته هیله څرګنده کړه چې طالبان دا هڅې د صلحې لپاره یو فرصت وبولي، ځکه چې په خبره یې، روانه جګړه او د ولسوالیو نیول کومه نتيجه نه شي ورکولې.

دۀ زیاته کړه چې دغه پلاوي ته له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو بشپړ صلاحیت ورکړے شوے دے.

په همدغه مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وویل چې په دغه پړاو کښې ټاکل شوي پلاوي ته د صلحې په تړاو پوره واک ورکړے شوے دے.

حامدکرزے، مارشل عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، محمد محقق، کریم خلیلي، سلام رحیمي، سید سعادت منصور نادري او یو شمېر نور کسان په دغه پلاوي کښې شامل دي.

 

ټیګونه