Jul 19, 2021 04:03 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان د حکومت او د طالبانو پلاویو بیګا د قطر په وخت د ماسخوتن په ۹ بجې د خپلو خبرو په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

له افغانستان څخه دوحې ته د تللي پلاوي او د طالبانو د قطر د دفتر د مشرانو خبرې بې له کومې ملموسې موافقې او د اوربند په اړه له پرېکړې پرته پای ته ورسېدې.

دواړو خواوو بیګا د قطر په وخت د ماسخوتن په ۹ بجې د خپلو خبرو په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

تاند خبري سایټ لیکلي چې د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی د دې اعلامیې جزییات له رسنیو سره شریک کړي دي. د دې اعلامیې پر اساس دواړو خواوو موافقه کړې چې د افغانستان د اوسنۍ لانجې د پای ته رسېدو لپاره به د یوې منصفانه او تلپاتې حللارې د موندلو هڅه کوي.

د ټولو افغان نارینه وو او ښځو ګټو او غوښتنو ته به د اسلامي اصولو په رڼا کې ځواب وايي او تر هغو به خبرو ته دوام ورکوي چې یوه دایمي حللار وموندل شي.

په اعلامیه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې په ځانګړي ډول د ښځو په برخه کې له اسلامي اصولو د دوی هدف څه دی. ځکه چې طالبان د ښځو په اړه اسلامي اصول یو ډول تعریفوي او افغان چارواکي او همداراز نور اسلامي هیوادونه یې بل ډول تعریفوي.

د دواړو خواوو د پلاوو مشرانو د خبرواترو د چټکتیا پر ضرورت د ټینګار ترڅنګ ویلي چې په ټول افغانستان کې به د ملکي زیربناوو د ساتنې او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره به د واکسیناسیون د پرسونل د خوندیتوب لپاره مناسب اقدامات کوي.

 

ټیګونه