Jul 29, 2021 13:38 Asia/Kabul
  •  له پاکستانه په زرګونو ترهه ګر افغانستان ته داخل شوي دي

د افغانستان د ولسمشر مرستيال وياند له پاکستانه افغانستان ته د زرګونو ترهه ګرو د ننوتلو په خبر ورکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې محمد اميري رسنيو ته د يو وېډيوئي پېغام په لېږلو سره وويل، په دې وروستيو مياشتو کښې تقريباً لس زره ترهه ګر له پاکستانه افغانستان ته داخل شوي دي او دا بهير لا دوام لري.

هغه زياته کړه، له دې نه علاوه پينځلس تنه نور هڅول کيږي چې افغانستان ته داخل شي او په دغه هېواد کښې ناامنيو ته لمن ووهي.

دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکښې هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي وو چې په دې وروستۍ يوه مياشت کښې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه بهرني ترهه ګر افغانستان ته داخل شوي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ارګ ماڼۍ په ځلونو تاکيد کړےدے چې طالبان په افغانستان کښې د پاکستان نيابتي جنګ په مخ بيائي.

پاکستان له دغه هېواده افغانستان ته د زرګونو ترهه ګرو د ورننوتلو په اړه د افغان چارواکو دا ډول څرګندونې ردوي.

 

ټیګونه