Jul 30, 2021 16:42 Asia/Kabul
  • هلمند کښې چاودنې اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان رسنيو ته وویل نن غرمه مهال ددې ولایت مرکز لښګرګاه ښار شمال لښکري بازار سیمه کښې د عامه کسانو په يو موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې او اتو عامه وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د نوموړي په خبره په پېښه کښې درې تنه  عامه وګړي وژل شوي او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون پکې پنځه تنه ژوبل شوي دي.

افغان زیاتوي چې زخميان د سره صلیب لخوا روغتون ته متقل کړې شوي دي

تراوسه ددغه چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دے اخستی.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو افغان ځواکونو ترمنځ  د لښکرګاه ښار په څو برخو کښې جګړې دوام لري 

 

ټیګونه