Jul 31, 2021 04:55 Asia/Kabul
  • د افغانستان د اقتدار په جوړښت کښې د ټولو قامونو د برخې اخېستلو ضرورت

د ايران د اسلامي شورا د جرګې غړي وويل: د افغانستان ټول قامونه پکار دے د دغه هېواد د اقتدار په جوړښت کښې برخه ولري.

د اېرنا د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د ملي امنيت او بهرني سياست د کمېشن غړي فدا حسېن مالکي وويل: په اوسنيو حالاتو کښې د سيمې هېوادونه د افغانستان د چارو په چلولو کښې د ټولو اصلي قوميتونو د شتون غوښتونکي دي.

مالکي زياته کړه، په وروستيو دوو لسيزو کښې د امريکې اقدامات په افغانستان کښې د بحران رامنځته کېدو سبب شول او له شل کلني شتونه وروسته په بې شرمۍ او غېر ذمه دارانه توګه له افغانستانه ووتله او د دغه هېواد له ملاتړه يې لاس واخېست.

هغه د افغانستان د بحران د هواري حل لاره د موقته حکومت جوړول او د انتخاباتو کول وبلل او زياته يې کړه، د ګاونډي هېوادونو ناسته او د افغانستان د مرکزي حکومت او طالب ډلې د استازيو په شتون سره بين الافغاني خبرې اترې د افغانستان د بحران له هواري سره مرسته کولې شي.

فدا حسېن مالکي وويل، طالب په يوازې ځان د هېواد چارې نه شي چلولې او پکار دے د اقتدار ته د ورتلو لپاره د ډېموکرېټکو لارو چارو په ذريعې سره اقدام وکړي.هغه تاکيد وکړ، د افغانستان د زمکنۍ بشپړتيا ساتنه د ايران د اسلامي جمهوريت لپاره مهمه چاره ده او افغان ملت هم له هغو کسانو او ډلو زيات مهم دے چې غواي اقتدار ته ورسي.

 

ټیګونه