Jul 31, 2021 15:36 Asia/Kabul
  • اشرف غني د سولې پر ټينګښت او د ارزښتونو پر دفاع ټينګار وکړ

په دې غونډه کې سولې ته د افغان حکومت پر ژمنتیا ټینګار شوی او په دې برخه کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي د هڅو ستاینه شوې ده.

د افغان رسندویو له راپور سره سم  د افغانستان له سیاسي او جهادي مشرانو سره د افغان ولسمشر اشرف غني په مشورتي غونډه کې د جګړې پر ختمولو او په اساسي قانون کې د تسجیل شویو ارزښتونو پر دفاع ټينګار شوی دی.

ددغې غونډه په اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې  د افغانستان د خلکو، مځکنی بشپړتیا  ، نوامیسو ، ملي بنسټونو ، گډو ارزښتونو ، د ښځو حقونو او نورو هغو حقونو او آزادیو دفاع چې په اساسي قانون کې تسجيل شوي ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دنده لری او د هر ډول تعرض پر وړاندې به د دې ارزښتونو دفاع کوي

په دې غونډه کې سولې ته د افغان حکومت پر ژمنتیا ټینګار شوی او په دې برخه کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي د هڅو ستاینه شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې د ترهګریزو بریدونو او تیریو پر وړاندې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوانو د مبارزې ستاینه شوې ده.

اعلامیه زیاتوي:د تروریستي بریدونو او تجاوزونو په مقابل کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او زړورتیا او د ولس ملي بسیچ دستایلو دی . د افغانستان سیاسي او جهادي مشران د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مشروع دفاع او د دوی په ملاتړ د افغان ولس د بسیج نه یوازې درناوی کوي ، بلکې په ټول قوت به افغانانو د دفاع لپاره به د خلکو د لا ډېر بسیج لپاره هلې ځلې وکړي.

په دې غونډه کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا پر مشر ډاکټر عبدا... عبدا... سربېره جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د کندهار پخواني امنیته قوماندان جنرال تادین خان او د حکومت له اډانې بهر ګڼو نورو مخورو ګډون درلود.

 

ټیګونه