Aug 01, 2021 05:56 Asia/Kabul
  • د ولسي جرګې غړي په طالبانو تورونه پورې کړل

د افغانستان د ولسي جرګې یو غړي د طالبانو د جنګي تحرکاتو په شکمن بللو سره، د صلحې د ټینګښت لپار هد دغې ډلې صداقت تر پوښتنې لاندې راوسته

د افغانستان د ولسي جرګې یو غړي د طالبانو د جنګي تحرکاتو په شکمن بللو سره، د صلحې د ټینګښت لپار هد دغې ډلې صداقت تر پوښتنې لاندې راوسته

د ایران پریس خبري آژانس په لیکنه، عارف رحماني وویل: طالبانو له وړومبۍ ورځې څخه په افغانستان کښې په صلحې باندې هیڅ اعتقاد نه درلود خو ورڅخه د یو تاکتیک په توګه کار اخلي او اوس هم په افغانستان کښې د صلحې د راوستلو هیڅ جدي اراده نه لري.

په ولسي جرګه کښې د غزني ولایت د خلکو استازي ایران پریس ته په مرکه کښې څرګنده کړه: د طالبانو له خوا بې له نښتې د ولسوالیو د نیولو د خبرونو خپریدل شکمن او یو ډول نفسیاتي جنګ دی.

دغه نماینده تر پردې شاته د دسیسې شتون مردود وباله او زیاته یې کړه: ځینې ولسوالۍ احتمالاً له خاصو کسانو سره له جوړجاړي وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

رحماني ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت په دغه هیواد کښې د صلحې د راتلو لپاره خپله حقیقي اراده ښودلې ده.

 

ټیګونه