Aug 01, 2021 06:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر د امریکايي صلحې په طرحې نیوکه وکړه

د افغانستان د امنیتِ ملي ادارې پخواني مشر د خپل هیواد خلک د صلحې د امریکې طرحې اصلي بایلونکي وبلل.

د افغانستان د امنیتِ ملي ادارې پخواني مشر د خپل هیواد خلک د صلحې د امریکې طرحې اصلي بایلونکي وبلل.

رحمت ا... نبیل چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو کاندید او د ملي امنیت مشر پاتې شوی دی، وویل: له بده مرغه د افغانستان په چارو کښې د امریکې د استازي ډاکټر خلیلزاد د نیابتي صلحې دروند لګښت او تاوان، د افغانستان خلک ورکوي.

دا څرګندونې په داسې حال کښې شوې دي چې په افغانستان کښې د ښکیلو لورو ترمینځ د میاشتو میاشتو له مذاکرې وروسته د طالبانو وروستیو پرمختګونو د دغه هیواد امنیتي حالات لا خراب کړې دي.

طالبان نن سبا د افغانستان په سترې برخې واکمن دي او نښتو، ګڼو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې پر اړولو سربیره  لسګونه زره افغانان کډه په سر کړي دي.

 

ټیګونه