Aug 01, 2021 06:13 Asia/Kabul
  • لشکرګاه ته مرستندویه ځواکونه ورسیدل

د هلمند ولایت له مرکز لشکرګاه څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې په دې ښار کې پرون د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

د هلمند ولایت له مرکز لشکرګاه څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې په دې ښار کې پرون د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

د شاهدانو په وینا وسله والو طالبان د ورځې په پیل کې د ښار ګڼو سیمو ته په ننوتو بریالي شول خو وروسته امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې سختې مرګ ژوبلې ورواړوي او له ګڼو سیمو طالبان شاتګ ته مجبوره شي.

په همدې حال کې له کابل څخه کومکي ځواک بیګا ماښام دغه ښار ته ورسېد.

د هلمند د ولایتي شورا ريیس عطاالله افغان وايي چې افغان هوايي ځواک بیګا په لشکرګاه کې څو ځایه پر طالبانو بمبارۍ وکړې.

د افغان په وینا، هوايي ځواک پر یوه خصوصي روغتون، چې طالبانو پکې پناه اخیستې وه، هم بمباري وکړه چې په لړ کې یې لږترلږه یو ملکي وګړی او ګڼ شمېر طالبان وژل شوي دي.

 

ټیګونه