Aug 03, 2021 04:21 Asia/Kabul
  • طالبانو د اشرف غني څرګندونو ته سخت غبرګون وښوده

د طالب ډلې ویاند د افغانستان د ولسمشر پرونۍ څرګندونې بې ارزښته وبللې.

د طالب ډلې ویاند د افغانستان د ولسمشر پرونۍ څرګندونې بې ارزښته وبللې.

ذبیح ا... مجاهد پرون په یو پیغام کښې د افغانستان د ملي شورا په بیړنۍ غونډه کښې د ولسمشر اشرف غني څرګندونې (لاپې) وبللې او زیاته یې کړه: غني هڅه وکړه چې بد حالت او خپله اندیښنه کنټرول کړي. د طالبانو ویاند هم داشان وویل: (د افغانستان د ولسمشر له خوا) د جنګ اعلان، تورونه او د ناسمو رپورټونو وړاندې کول به د اشرف غني (د ولسمشرۍ عمر) زیات نه کړي. مجاهد(په خپل ګمان) د افغانستان د ملي خائنانو په قضايي تعقیب او محاکمه کیدو باندې په ټینګار سره زیاته کړه: د افغانستان د خائنانو وخت پاې ته رسیدلی دی.

د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د هیواد د ولسي او مشرانو جرګو په بیړنۍ غونډه کښې د طالبانو په وړاندې په ملي مقابلې باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه ډله د پخوا په پرتله بدله شوې ده خو لا قهرجنه او ظالمه شوې ده. هغه زیاته کړه چې هیواد یې له څرګند تیري سره مخامخ شوی دی او طالبان د ترهګرۍ د نړیوال ائتلاف له ملاتړه برخور دي.

اشرف غني هم داشان طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د جنګ په ډګر کښې به زنګنونه ورمات کړي.

 

 

ټیګونه