Aug 03, 2021 05:19 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان جنګي حالات سبب شوي کوم کسان چې مالي توان لري هغوي خپل هر څه نیلاموي او له هیواده وځي

د افغانستان جنګي حالات سبب شوي کوم کسان چې مالي توان لري هغوي خپل هر څه نیلاموي او له هیواده وځي

د کابل د کهنه فروشانو د اتحادیې مشر عزیز غزنوي د استعمال شویو شیانو د خرڅونکو په شمیر کښې د اتیا فیصدي زیاتوالي خبر ورکوي.

له بندون سره د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمینځ د صلحې د خبرواترو له مخامخیدو وروسته د هرات او لشکرګاه په شمول د دغه هیواد په سترو ښارونو او نورو ډیرو ولایتونو کښې د افغان پوځیانو او طالب وسله والو ترمینځ نښتو زور اخیستی دی.

طالبانو د لشکرګاه ډیرې سیمې نیولې دي او د افغانستان دفاع وزارت دغه ښار ته د تازه دمه ځواکونو د لیګلو خبر ورکړی او وايي چې د لشکرګاه په مرکزي جیل باندې د طالبانو حملې هم ماتې خوړلې ده.

د هرات ښار په اطرافو کښې هم د نښتو په دوام کښې طالبانو د شینډنډ په هوايي ډګر باندې چې تر څه مودې مخکښې پورې په افغانستان کښې د امریکې یوه ستره پوځي اډه وه، راکټي بریدونه وکړل.

د دې نښتو له امله د افغانستان ملکي وګړي سخت ځوریدلې دي او هغوي خپل کورونه پریږدي او ځانونه خوندي سیمو ته رسوي او د چا چې وس کیږي هغوي ځانونه بهرو هیوادونو ته د رسولو کوشش کوي.

 

ټیګونه