Aug 03, 2021 06:38 Asia/Kabul
  • طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو په هکله د هندي چارواکو په څرګندونو نیوکه وکړه

طالب ډلې د یو خپلواک، ډیموکراټک او باثباته افغانستان د ضرورت په هکله د نوي ډیلي د چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کښې د هندوستان له حکومته وغوښتل چې د بین الافغاني خبرواترو په هکله د نظر له څرګندولو دې ډډه وکړي.

طالب ډلې د یو خپلواک، ډیموکراټک او باثباته افغانستان د ضرورت په هکله د نوي ډیلي د چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کښې د هندوستان له حکومته وغوښتل چې د بین الافغاني خبرواترو په هکله د نظر له څرګندولو دې ډډه وکړي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین وویل: له افغانستانه بهر دې هیڅ څوک د صلحې د بین الافغاني خبرواترو د بهیر لپاره روانې هلې ځلې نه خرابوي او په سیاسي انګیزو سره د جاه طلبیو له مخې دې خپل نظرونه نه اعلانوي.

هغه زیاته کړه: دا یوه څرګنده لاسوهنه ده چې یو خاص هیواد د افغانستان خلکو ته ووایي چې په راتلونکي کښې باید کوم ډول حکومت ولري.

د طالبانو ویاند وویل: د افغانستان له حکومت سره زمونږ خبرې د قطر په دوحه کښې روانې دي او پریږدئ چې هغوي د ایجنډا د ټولو مواردو په هکله مذاکره وکړي.

سهیل شاهین هم داشان په دې خبرې سره چې هندوستان د ولسمشر اشرف غني له حکومتي پوځي ملاتړ کوي، زیاته کړه: هغوي ته پکار دي چې دا کار یوځل بیا وجاجوي چې آیا په افغانستان کښې د صلحې لپاره کار کوي او که د جنګ لپاره.

د ویلو ده چې د جولایۍ په اتویشتمه نیټه په نوي ډیلي کښې د امریکې او هندوستان د خارجه وزیرانو په ګډه غونډه کښې د هندوستان جګ پوړي سفارتکار په بین الافغاني مذاکراتو کښې د بهرنیو یا کورنیو لورو له خوا د هر ډول یواړخیزه غوښتنې د تپل کیدو په هکله خبرداری ورکړی و.

 

ټیګونه