Aug 03, 2021 07:15 Asia/Kabul

د ننګرهار د ولایتي شورا صلاحکار د نامعلومو کسانو په حمله کښې وژل شوی دی

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورت راکړی چې تیر ماښام ناڅرګندو وسله والو د جلال اباد ښار څلورمي ناحیې اړوند اکملاتي بیز سیمه کې د ننګرهار دولایتي شورا سلاکار امداد الله همدرد په داسې حال کې چې په جومات کې د ماښام لمانځه تر ادا کولو وروسته خپل کور ته روان و د کور مخې ته په ډزو وواژه .

د ننګرهار دوالي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي برید ګر له سیمې په تیښته بریالي شوي خو دنوموړي پر وینا کشفي او امنیتي ارګانونو یې د موندلو او قانون منګولو ته دسپارلو هڅې پېل کړي دي. تر اوسه چا ددې وژنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

 نور جزیات زمونږ دخبریال په راپور کې په ګډه سره آورو .

 

ټیګونه