Aug 03, 2021 13:04 Asia/Kabul
  • د اشرف غني دحکومت وخت نور ختم شوی دی

 د افغانستان یو شمیر سیاستوالانو وئیلي دي ، دطالبانو په ضد په ملی یووالي سره  او  له ولسی ځواک سره په یوځاي کیدا سره  به د جنګ ډګر  دحکومتي ځواک په ګټه بدل شي ،خو  طالبانو ډلې  د افغانستان د ولسمشر  ددغې غوښتنې په غبرګون کې  وئيلي دي ، چې نور د اشرف غني دحکومت عمر پاي ته رسیدلی  او دغه بلنه هیڅ ګټه نه ورکوي .

ایرنا خبری اژانس راپور  ورکړی ،  د افغانستان  دولسمشر له خوا له طالبانوډلې سره دمقابلې لپاره د ملی یووالی او بسیج کیدا  لپاره بلنه  چې پرون ددغه هیواد د پارلیماني استازو او  ځينی شخصیتونو په بیړنۍ غونډې کې مطرح شوي ، د زیات شمیر سیاستوالانو، حکومتی  او رسمي چارواکو او  حتی د طالبانو له  مختلفو غبرګونونو سره مخ شوې ده .

 د افغانستان یو شمیر سیاستوالانو وئیلي دي ، دطالبانو په ضد په ملی یووالي سره  او  له ولسی ځواک سره په یوځاي کیدا سره  به د جنګ ډګر  دحکومتي ځواک په ګټه بدل شي ،خو  طالبانو ډلې  د افغانستان د ولسمشر  ددغې غوښتنې په غبرګون کې  وئيلي دي ، چې نور د اشرف غني دحکومت عمر پاي ته رسیدلی  او دغه بلنه هیڅ ګټه نه ورکوي .

د افغانستان د  سیاسی چارو یو کارپوه جنرال جاوید کوهستان ي    د افغانستان دپارلیماني استازو  له بیړنۍ غونډې وروسته  وئيلي دي ،د ملی مصالحې لوړه شورا او امنیت شورا باید ړنګه او درت توان او امکانات باید له طالبانو سره دمقابلې لپاره  غونډ شي . 

جنرال کوهستاني وئيلي دي ، حکومت باید  له پاکستان  سره د نوو امنیتی کمربندونو پر جوړولو سربیره ،  دخپلو پولو ددفاع لپاره دباؤزیات کړي .

د افغانستان دملی امنیت ادارې پخواني مشر رحمت ا... نبیل  هم له دغې بیړنۍ غونډې وروسته وئيلي دي ،فکر کوم  اوس دملی مصالحې د لوړې شورا فاتحه  په رسمي توګه  لوستل شوي ده  او له دې وروسته ئې خپل وجود له لاسه ورکړی دی .

له دې سره په یووخت د طالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد هم په خپل یوه ټولنیز پیغام  کې لیکلي دي ، د اشرف غني  څرګندونې له اضافي ا و تکراري خبرو زیات بل څه نه دي او  هغه هڅه کړې ده چې بد وضعیّت او خپلې تیروتنې کنټرول کړي .خو اوس وخت ترې تیر شوی او نور ئې  واکوالي ختمه شوې ده .

 

ټیګونه