Aug 03, 2021 13:41 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې دجنګي جنایتکارو په ضد راپورته شي

حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي له ځانګړي استازي دیبر الاینز سره په کتنې کې  د روانو بدلونونو ، دسولې دخبرواترو ،پر ښارونو د طالبانو د حملو  دسختیدا   او طالبانو له خوا دبشري حقوقو دخلاف ورزیو او ددغې ډلې د بشري  ضد جنایتونو په باب  خبرې اترې وکړې .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان خارجه وزیر محمد حنیف  اتمر  پر نړیوالې ټولنې غږ کړ ی ،څو له نړیوالو میکانزمونو او جوړښتونو څخه په استفاې سره دې د جنګي جنایت کونکو په ضد قانوني لارې چارې وکاروي .

حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي له ځانګړي استازي دیبر الاینز سره په کتنې کې  د روانو بدلونونو ، دسولې دخبرواترو ،پر ښارونو د طالبانو د حملو  دسختیدا   او طالبانو له خوا دبشري حقوقو دخلاف ورزیو او ددغې ډلې د بشري  ضد جنایتونو په باب  خبرې اترې وکړې .

 دافغانستان خارجه وزیر  په هرات ولایت کې د ملګروملتو ددفتر پر نمایندګۍ  د طالبانو حمله په سخته غندلې  ده . هغه  پر ښارونو  او  پر ګڼه ګوڼو ځایونو باندې د طالبانو دحملو  په زیاتیدا د اندیښنې په ښودلو سره  ددغې ډلې بشری ضد جنایتونه ، د افغانستان د حکومت او ولس لپاره د نه زغملو وبلل .

 د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو  دسر منشي ځانګړي استازي  هم د نړیوالو موسیسو او خیریه اورګانونو د کارکونکو بالقوه  ګواښ د بشري مرستو  او انکشافي پروژو دمخنیوي جدي  عوامل بللي او ددغو اقداماتو پر دریدا ئې ټینګار کړی دی .

 داپه داسې حال کې دي چې  پر سترو ښارونو دطالبانو دحملو له زیاتیدا سره په یووخت څو ورځې مخکې  په هرات کې د ملګروملتو ددفتر پر انګڼ حمله شوې  چې یو شمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتي دي . 

 

ټیګونه