Aug 04, 2021 05:38 Asia/Kabul
  • په کابل کې په زورورې چاودنې پسې ډزې شوي

دا لا څرګنده نه ده چې ځان وژونکی د محمدي کور ته په ننوتو بریالي شوي او که نه دي.

د افغان رسندویوله راپور سره سم لومړني راپورونه ښيي چې دا چاودنه د ملي امنیت ریاست او یوه ګڼ مارکیټ ته څېرمه شوې ده.

ځینې راپورونه وايي چې چاودنه د دفاع وزیر بسم ا...محمدي د کور مخته شوې او ورپسې څو تنه انتحاریانو له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړې ده.

دا لا څرګنده نه ده چې ځان وژونکی  د محمدي کور ته په ننوتو بریالي شوي او که نه دي.

له چاودنې وروسته د ډزو اوازونه اورېدل شوي دي.

تر دې دمه هیڅ چارواکي او کره سرچینې د چاودنې د څرنګوالي او د د احتمالي هدف په اړه څه نه دي ویلي.

یوې سرچینې وویل چې چاودنه موټربمي وه او ګڼو کسانو، په تېره بیا لارویانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.ځینې راپورونه بیا وایی چی په دغه حمله کی  ۴ کسان مړه او ۲۰ هم ژوبل شوی دي .

 

 

ټیګونه