Aug 04, 2021 05:47 Asia/Kabul
  • د لښکرګاه له ښاریانو وغوښتل شول چې له ښاره ووځي

په لښکرګاه کې سخته جګړه روانه ده او ملګري ملتونه وايي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه ۴۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي خو ښايي حقیقي شمېر تر دې ډېر وي.

د افغانستان د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکي وايي، ورته ویل شوي چې له ښاره ووځي ځکه چې افغان امنیتي ځواکونه غواړي چې په دغه ښار کې د طالبانو پر ضد پراخ او شدید عملیات پیل کړي.

دوی وايي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې مورچې نیولي او امنیتي ځواکونه نه شی کولی چې عملیات پرې وکړي.

جنګي الوتکې پر ښار ګرځي خو یو نیم بم غورځوي ځکه چې د ملکي مرګ ژوبلو وېره ده.

طالبانو په تېرو درو ورځو کې د ښار په لمنه کې د صافیانو د سیمې له نیولو وروسته د ښار اکثره برخې نیولي خو دولتي ودانۍ لا هم د امنیتی ځواکونو په کنټرول کې دي.

په لښکرګاه کې سخته جګړه روانه ده او ملګري ملتونه وايي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه ۴۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي خو ښايي حقیقي شمېر تر دې ډېر وي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات د لښکرګاه پر ښاریانو ږغ کړی چې څومره ژر کېدای شي له خپلو کورونو ووځي.

په همدې حال کې طالبانو په لشکرګاه ښار کې تر ۱۲ ډېری سیمه ییزې راډیوګانې او تلویزیونونه نیولي او د ټولو نشریات درېدلي دي.»

په همدې منځ کې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو یو استازی کریم اتل وايي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې ځانونه پټ کړي او له پاسه پرې بمبارۍ کېږي.

 

 

ټیګونه