Aug 04, 2021 12:28 Asia/Kabul
  • د افغانستان وروستۍ ترینګلتیاوې له امریکا سره دطالبانو دپټې معاملې نتیجه ده

امریکا  له طالبانو او پاکستاني حکومت سره  په خبرواترو کې د افغانستان  حکومت څنګة کړی او  له دغې ډلې سره ئې پټې او خطرناکې معاملې کړي  چې نتیجه ئې  د مونږ دهیواد اوسنی وضعیّت دی .

 ایرناخبري آژانس راپور ورکړی،د افغانستان د ولسی جرګې یو شمیر استازو اوسیاسی فعالانو  وئيلي دي،د افغانستان اوسنی  وضعیّت  له امریکاسره د طالبانو ډلې د پټې معاملې نتیجه ده چې ځينو نورو هم ورسره ملګرتیا کړې ده .

  ددغو کسانو په وینا  په افغانستان کې د امریکا  دوه لسیزې شتون او نیواک  نتیجه،په دغه هیواد کې  دترهه ګرو ډلو شمیر له یوې ډلې  څه دپاسه شلو ډلو ته زیات شوی او دغه راز د افغانستان  په درستو سیمو کې فساد،بداخلاقي ناکراري او تاؤتریخوالي هم پراخ شوي دي .

دوي وئيلي دي ،  امریکا  له طالبانو او پاکستاني حکومت سره  په خبرواترو کې د افغانستان  حکومت څنګة کړی او  له دغې ډلې سره ئې پټې او خطرناکې معاملې کړي  چې نتیجه ئې  د مونږ دهیواد اوسنی وضعیّت دی .

 دافغانستان دغو سیاستوالانو او ولسی استازو  همداراز وئیلي دي ، تر دې دمه  د طالبانو ډلې او امریکا  دم وافقې جزیات  رابرسیره نه دي شوي او دوي نه پوهیږي ، چې څه څه پکې شوي دي .  امریکایانو  په افغانستان باندې په یرغل  سره ا و  د دوکه بازو  شعارونو  په ورکولو سره له دوو لسیزو نیواکه وروسته  هیواد په اوسني بحراني حالت کې  او په ماتې کشتۍ کې پریښودلی دی

 

ټیګونه