Aug 04, 2021 14:36 Asia/Kabul

نیول شوي تن په خپلو لومړنیو څرګندونوکې اعتراف کړی چې په ننګرهار کې د درې ښځینه واکسیناتورانو په وژلو کې یې لاس درلود .

 

زمونږخبریال  له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان په ننګرهار کې دملي امنیت ادارې د ځانګړي ځواک قوماندانۍ رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼې کې ویلي چې  دغو ځواکونو بیګا دننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د اخندزادګانو په کلي کې شپنې عملیات  کړي چې د اعلامیې پر وینا په عملیاتو کې دداعش ډلې د هدفی وژنو یو مهم غړی له خپل یو بل ملګري سره نیول شوی دی . په خبر پاڼه کې راغلي چې نیول شوي تن په خپلو لومړنیو څرګندونوکې اعتراف کړی چې په ننګرهار کې د درې ښځینه واکسیناتورانو په وژلو کې یې لاس درلود .

 نور معلومات ئې زمونږ دخبریال په راپور کې په ګډه سره آورو .

 

ټیګونه