Aug 04, 2021 14:42 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کې ۶۴۳  وسله وال طالبان وژل شوي  

جنرال سلطان وویل د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستو له امله ۱۸ تنه پولیس چې به بېلابېلو جرمونوکې ککړ پېژندل شوي و عدليې او قضایي ادارو ته  ئې معرفي کړي دي.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د ننګرهار د امنیې قوماندان جنرال سلطان داود سلطان نن په یوه خبري ناسته کې وویل په ننګرهار کې میشتو امنیتی ځواکونو په تیرو دوه میاشتو کې ددولت وسله والو مخالفینو ۲۸۵ ډله ییز بریدونه په شاه تمبولي او د امنیتی ځواکونو په ځوابیه بریدونوکې ۶۴۳  وسله وال مخالفین وژل شوي، ۱۵۳ تنه نور ئې ژوبل شوي او ۴۹ میله بېلابېلې وسلې نهه ګاډي او لسګونه د پټیدو او راټولیدو مرکزونه یې ویجاړ شویدي .

د ننګرهار امنیه قوماندان پرته له دې چې په دې موده کې امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ووایي وویل چې په تیرو دوه میاشتو کې د۱۶۸ جنایي پېښو درامینځته کیدو له امله ۱۷۸  تورن کسان هم نیول شوي او له هغوې  ئې شپږ میله وسلې او شپږ موټرې تر لاسه کړي دي . جنرال سلطان داود سلطان وویل امنیتي ځواکونو په تیرو دوه میاشتوکې ۷۴ تنه د ۲۳۰۰ کیلوګرامه ډول ډول نشه یی توکیو سره نیولی او دهغوې ۱۸ ګاډي او پنځلس میله تومانچی یې هم ضبطې کړې دي  . جنرال سلطان وویل د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستو له امله ۱۸ تنه پولیس چې به بېلابېلو جرمونوکې ککړ پېژندل شوي و عدليې او قضایي ادارو ته  ئې معرفي کړي دي.

 

ټیګونه