Aug 22, 2021 04:03 Asia/Kabul
  • فیفا له افغانستانه د دغه هیواد د ښځینه فوټبالرانو د رایستلو غوښتنه وکړه

فیفا وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځینه لوبغاړې له خطر سره مخامخ دي.

د فوټبال نړیوال فیډریشن یا فیفا له یو شمېر هیوادونو په لیکلي ډول غوښتي چې د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړي له کابله وباسي.

فیفا وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځینه لوبغاړې له خطر سره مخامخ دي.

د لوبغاړو آرګنایزېشن یا سازمان هم د افغان ښځینه لوبغاړو له ایستلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

دې سازمان ویلي چې له بېلابېلو هیوادونو سره په تماس کې دی چې د افغانستان ښځینه لوبغاړې په خوندي توګه له دغه هیواده وباسي.

که څه هم طالبانو ویلي چې له هیچا سره کار نه لري خو دوي په دې نه دي توانېدلي چې د افغانانو او نړیوالو باور ترلاسه کړي.

همدا اوس اکثره تلویزیونونه او راډیوګانې بې له دې چې طالبان کوم بندیز اعلان کړي، سندرې نه شي خپرولې او ښځینه ویندویانې له وېرې تلویزیونونو ته نه شي تلی.

د ملي تلویزیون ښځینه ویندویانې ادعا کوي چې طالبانو ورته ویلي چې نور کار ته ورنه شي.

دا ډول کارونه سبب کېږي چې طالبان تر نړیوال فشار لاندې راشي، مرستې ورسره ونه شي او حتي په رسمیت پېژندلو کې له ستونزو سره مخامخ شي.

 

ټیګونه