Sep 16, 2021 05:17 Asia/Kabul
  • د افغانستان پنجشیر سیمه نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د جهاد د وخت د ارواښاد قومندان او د پخواني دفاع وزیر احمد شاه مسعود ورور احمد ولي مسعود وویل له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو لپاره ترټولو ښه لاره نړیوالې ادارې دي .

هغه د چین له «سي جي ټي این » ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل په افغانستان په تیره بیا پنجشیر دره کښې د عادي خلکو حالت ډیر خراب دی او هغوې نړیوالو مرستو ته ضرورت لري .

احمد ولي مسعود په پنجشیر ولایت کښې د خلکو او د غیر پوځي کسانو د حالت په هکله د دغه ټیلي ویژن د خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې وویل طالبانو پنجشیر سیمې ته د تدارکاتو د رسیدا لاره غوڅه کړي ده .

هغه وویل د افغانستان تر بشپړه ازادیدا پورې به له طالبانو سره جنګ ته دوام ورکړو .

د افغانستان د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود د زوي احمد مسعود په مشرۍ د پنجشیر د مقاومت جبهه په دغه ولایت او په خوا وشا سیمو کښې له طالبانو سره د مبارزې په حال کښې ده او په ټول افغانستان کښې د عمومي بښنې په اعلانولو سره په افغانستان د طالبانو ډلې سلطه له چیلنج سره مخ شوي ده .

 

ټیګونه