Sep 16, 2021 13:12 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره د وعده کړې شويو مرستو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو غوښتنه

طالبانو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د جنيوا په غونډه کښې له افغانستان سره وعده کړې شوې مرستې دې د طالبانو حکومت ته وسپاري.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امير تقي خان متقي د ملګرو ملتو د مشر مرستيال ته  په يو ليک کښې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د اشرف غني د حکومت په دوران کښې له افغانستان سره د وعده کړې شوې پېسې دې دغې ډلې ته ورکړي.

متقي د اشرف غني حکومت د ترلاسه کړې شويو مرستو په لګولو کښې په فساد تورن کړ او زياته يې کړه، اوس پکار دے وعده کړې شوې پېسې دې طالبانو ته ورکړې شي چې نوے حکومت د حکومتي کارکؤنکو تنخواګانې ادا کړې شي.

متقي د روغتيا، درمان، زدکړو او بېکارۍ په زمينه کښې د افغانستان مخې ته مشکلاتو ته په اشارې سره تاکيد وکړ، افغانستان په اوسنيو حالاتو کښې فوري مرستو ته ضرورت لري.

دافغانستان د خارجه وزارت سرپرست د دغه ليک په يوه بله برخه کښې د شريعت مطابق د ښځو او اقليتونو د حقوقو د خيال ساتنې په ضرورت تاکيد وکړ.

 

ټیګونه