Sep 16, 2021 15:17 Asia/Kabul
  • له نړۍ سره د ښو تعلقاتو ټينګولو ته د طالبانو د ګروهنې څرګندونه

طالبانو د افغانستان د موقته حکومت مقصد د ډېپلومېسۍ له لارې له نړيوالې ټولنې سره د ښو تعلقاتو ټينګول وبلل.

د اېسنا خبري اژانس د رپوټ له مخې د طالب ډلې وياند ذبيح ا... مجاهد وويل، مونږ غواړوو د ډېپلومېسۍ له لارې له نړيوالې ټولنې سره ښه تعلقات ټينګ کړوو. د افغانستان ګټې د نړيوالې ټولنې له ګټو سره غږملې دي.

مجاهد د افغانستان په نوي حکومت کښې د مختلفو ډلو د مشارکت لپاره د طالبانو د هڅو خبره وکړاو په دوام کښې يې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان بندې کړې شوې پانګونې دې آزادې کړي.

طالبانو د اګست په پينځلسمه په افغانستان کښې د اقتدار له حاصلولو نه يوه موده وروسته د دغه هېواد د موقته حکومت غړي اعلان کړل. د طالبانو لخوا معرفي شوې کابينېد کورنيو مخالفينو او نړيوالې ټولنې نيوکې په ځان پسې ولرې. د نيوکه کؤنکو له نظره د نوې کابينې ترکيب د يو پراخ بنسټه حکومت د تشکيل په اړه د طالبانو له وعدې سره په تضاد کښې دے.

 

ټیګونه