Sep 17, 2021 05:28 Asia/Kabul
  • د افغانستان په محوريت د ايران او درې نورو هېوادونو د لوړرتبه ډېپلومېټانو غونډه

د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د سرمشريزې غونډې ترڅنګه د افغانستان د وروستيو حالاتو د څېړنې په محوريت سره د ايران، پاکستان، چين او روسيېد لوړربته ډېپلومېټانو ګډه غونډه اوشوه.

د اېرنا د رپوټ له مخې دغه غونډه د ايران د خارجه وزير د مرستيال او د خارجه وزارت د اېشيا د لويديځې د چارو عمومي مدير سيد رسول موسوي او د پاکستان، چين او روسيې د خارجه زيرانو شاه محمود قرېشي، وانګ يي او سرګئ لاوروف په شتون سره جوړه شوه.

د پاکستان خارجه وزارت د يوې بيانيې په جاري کولو سره وويل، د دغو څلورو هېوادونو لوړ رتبه ډېپلومېټانو د افغانستان د وروستيو حالاتو په څېړنې سره  د سيمې له صلحې او ثبات سره د اړوندو مسائلو په باره کښې د نظر تبادله وکړه.

په دغه بيانيه کښې راغلي دي، ايران، پاکستان، روسيه او چين  په سيمه کښې دصلحې او ثبات د پائيدارۍ په خاصه توګه په افغانستان له صلحې سره د مرستې لپاره د متقابلې ارادې او ژمنې اعلانوکړه.

د دغو څلورو هېوادونو لوړ رتبه چارواکو تاکيد وکړ په افغانستان کښې د سياسي او قامي ګټو د پوره کېدو په هدف سره د ټولو سياسي ډلو او سياسي ځواکونو په مشارکت سره په دغه هېواد کښې د پراخ بنسټه حکومت تشکيل نه انکارېدونکےدے.

د ايران، پاکستان، چين او روسيې لوړ رتبه ډېپلومېټانو همدارنګ په دغه غونډه کښې په افغانستان کښې د ګډوډۍ په وجه دترهه ګرۍ له احتمالي ګواښونو سره د مقابلې او له نشه ايزو موادو سره د مبارزې لپاره دګډو کوششونو په لازموالي تاکيد وکړ.

 

ټیګونه