Sep 17, 2021 15:14 Asia/Kabul
  • اروپایي پارلمان ته د احمد مسعود د بللو وړاندیزعملي نه شو

معلومه نه ده، چې اروپایي پارلمان له خپل دې پریکړې په کوم دلیل په شا شوی؟

 

د افغانستان د وضعیت په اړه د اروپایي پارلمان په  صادر شوي پریکړه لیک کې، دغه پارلمان ته د وینا لپاره د دویم مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود د بللو وړاندیزعملي نه شو.

دغه وړاندیز د اروپایي ټولنې د شلو غړو هېوادونو له لورې شوی و.

په دې وړاندیز کې احمد مسعود ته د طالب ضد مقاومت بهیر د مشر په توګه، په اروپایي پارلمان کې د وینا کولو د فرصت غوښتنه شوې وه.

خو نن د افغانستان په اړه د اروپایي پارلمان په صادر شوي پریکړه لیک کې دا موضوع ذکر شوې نه ده.

معلومه نه ده، چې اروپایي پارلمان له خپل دې پریکړې په کوم دلیل په شا شوی؟

احمد مسعود د طالبانو په لاس د کابل او ټول هېواد له سقوط څخه تر څو اونیو د طالبانو خلاف په پنجشېر کې وجنګیده، خو له ماتې وروسته یې هېواد پریښی او ویل کیږي، چې تاجیکستان هېواد ته تلی

 

ټیګونه