Sep 19, 2021 13:46 Asia/Kabul
  •  په جلال اباد ښارکې بیا یوه خونړۍ چاودنه وشوه

دطالبانو یوې نږدې سرچینې چې نه غوښتل نوم یی واخیستل شي ویلي چې له دغه چاودنې یې څو تنه ټپیان چې هویت نه یی ندی ښودل شوی روغتون ته وړل شویدي .

چاودنه له غرمې وړاندې خواوشاه لس بجی ولایت مقام ته نږدی شوی ده که څه هم چې تر اوسه ولایتی ادارې په دې اړه څه نه دي ویلي خو دطالبانو یوې نږدې سرچینې چې نه غوښتل نوم یی واخیستل شي ویلي چې له دغه چاودنې یې څو تنه ټپیان چې هویت نه یی ندی ښودل شوی روغتون ته وړل شویدي .

دروغتون چارواکي هم له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.خو د ننګرهار د بریښنا ریس غلام حیدر فقیر زی پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې ددې چاودنې له امله  دولایت مقام او خواوشاه سیمو بریښنا هم د لین د پرې کیدو له امله قطع شویده او په سیمه کې وسله وال طالبان د بریښنا کارکوونکو ته د کار اجازه نه ورکوي.

بل پلو طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې طالبانو د تیرې ورځې چاودنو په تړاو څو تنه نیولي چې تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي خو طالبانو ددغې نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي . دتیرې ورځې او نننۍ چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نده اخیستې.

ها خوا تیره شپه دننګرهار ولایت دکامې په ولسوالۍ کې دوسله والې نښتې له امله دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. عینی شاهدان وایي چې تیره شپه یوه ډله وسله وال د کامې ولسوالۍ د ککل باجوړیو سیمه کې د ګل دین کور ته ورغلي چې د دواړو لوریو تر منځ د څه وخت لپاره وسله واله نښته شویده . شاهدانو ویلي چې په نښته کې د ګل دین په ګډون دهغه دکورنۍ څلور تنه ژوبل شوي او مقابل لورې ته چې تر اوسه یی هویت نه دی په ډاګه شوی هم مرګ ژوبله اوښتې ده . شاهدان وایي چې کل دین دداعش ډلې مهم غړی دی چې څه مهال دداعش په تور زندانی شوی هم و او اوس په سیمه کې یوه دینی مدرسه هم لري . اټکل کیږي چې د ګل دین پر کور ورغلي وسله وال به طالبان وي تر دې وړاندې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند سیمو کې دوه تنه داعش  ډلې دعړیتوب په تور  ووژل شول. دننګرهار ولایتی ادارې تر اوسه ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو  طالب ویاند ذبیح ا... مجاهد څه موده وړاندې ویلي و چې اسلامی امارت به له افغانستان نه د داعش ډلې ریښې وباسي او ټغر به یی ورټول کړي

 

ټیګونه